سپورټ نړیوال کرکټ

د ۲۰۲۳ م کال پنځوس اوریز کرکټ نړیوال جام ته د ورتګ نوې پروسه

د ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام به هم د لس لوبډلو ترمنځ کېږي، دا جام هم لکه د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام په څېرکېږي؛ خو د ۲۰۲۳ م کال جام لپاره د کوالیفای لوبډلو پروسه خورا ستره او بدله شوه.

مخکې به د اتو لوبډلو څخه نېولې، تر لس یا ۱۵ لوبډلو پورې په کوالیفای جام سیالیوکې ګډون کاوه، چې دوه لوبډلې به ترې نړیوال جام ته وتلې، لکه څنګه چې سږ کال زِمبابوې هېواد کې له لس لوبډلو څخه افغانستان او ویسټ انډیز کوالیفای وکړه؛ خو اوس د کوالیفای سیالیو پروسه کې ۳۲ لوبډلې شاملې شوې، چې ټولې لوبډلې به ۳۷۲ لوبې کوي.

د ۲۰۲۳ م کال نړیوال جام ته د کوالیفای پړاو لوبې د ۲۰۱۹ م کال د جولای په میاشت کې پېلېږي او د ۲۰۲۲ م کال د مې میاشت پورې به دوام وکړي.

له ۳۲ لوبډلو څخه یې اته غوره او مخکښې لوبډلې د ۱۳ لوبډلو غوره کرکټ لیګ ته بریالي کېږي.
او له دیارلس لوبډلو څخه یې اته بیا د کرکټ نړیوالې قهرمانۍ سیالیو ته وځي او پاتې پنځه نورې لوبډلې بیا د ۱۹ دوهمه درجه هېوادونو لوبډلو سره لوبې کوي، چې د دوی لپاره هم د یو ورځنیو لوبو سیالۍ په لاره اچول کېږي.

له دې ټولو لوبډلو دوه لوبډلې د ۲۰۲۳ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام ته لار مومي.

د کرکټ نړیوال غوره لیګ سیالۍ د کرکټ نړیوالې شورا له خوا د ۲۰۲۰ م کال د می په میاشت کې پېلېږي، چې نېدرلېنډ یا هایلېنډ هم پکې شامل دی، په دغه لیګ کې ۱۳ هېوادونه شامل دي، چې هره لوبډله به څلورویشت، څلورویشت لوبې کوي.

نېدرلېنډ درې ځلې د دویمه درجه هېوادونو کرکټ لیګ سیالۍ ګټلي.

له ۱۳ لوبډلو اته مخکې لوبډلې چې نړیوال قهرمانۍ جام ته لار ومومي او پنځه پاتې لوبډلې بیا دوهم ځل لپاره د کرکټ قهرماني جام سیالي کوي، دا هغه لوبډلې دي، چې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې د ۱۴ او شلو ترمنځ مقامونه لري.

د قهرمانۍ جام سیالیو اووه لوبډلو څخه به درې مخکښې لوبډلې د ۲۰۲۲ م کال کوالیفای جام سیالیو ته لار مومي.

دریم لیګ هم ترسره کېږي، چې دا لیګ د چلېنج یا ننګونې په نوم یادېږي، دې لیګ کې به ۱۲ دوهمه درجه لوبډلې شاملې وي، هره لوبډله به ۱۵ لوبې کوي، چې دوه لوبډلې به نیمه پایلو بوته ځي او دوی به په مقامونو لوبې کوي.

دا نوی سیستم د دې لپاره رامنځته شو، ترڅو کرکټ ښه وده وکړي او په دې ډول به د هغو دوهمه درجه هېوادونو ګېلې هم ځواب شي، چې ښې وړتیاوې لري او د کرکټ نړیوالې شورا څخه یې په لوبو کې د لوبېدو ډېره تقاضا یا غوښتنه کوله.

په دې نوې پروسه کې هدف دا دی، چې دوهمه درجه هېوادونو لوبډلو ته د زیاتو لوبو زمینه برابره شي او په دې ډول د هغوی وړتیاوې هم زیاتې شي.

په ۲۰۱۵ م کال کې د نړیوال پنځوس اوریز جام اتلولي اسټرالیا وګټله او نیوزیلېنډ ته یې ماته ورکړه.

په ۲۰۱۱ م کال کې دا جام هندوستان ګټلی و او سریلانکاته یې پایلوبه کې ماته ورکړې وه.

په ۲۰۱۹ م کال کې نړیوال پنځوس اوریز جام د افغانستان په ګډون د لس لوبډلو په شتون کې په انګلستان هېواد کې پېلېږي.

۲۰۱۹ م کال کې دولسم پړاو پنځوس اوریز نړیوال جام ترسره کېږي، دغه جام د می په ۳۰ مه نېټه پېلېږي او د جولای په ۱۴ مه نېټه پای ته رسېږي، چې هره لوبډله له بلې لوبډلې سره یو ځل مخ کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې