سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د ۲۰۲۰ کال شل اوریز نړیوال جام مهالوېش او ګروپونه اعلان شول

د کرکټ نړیوالې شورا نن د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام شل اوریزو لوبو نېټه او لوبغالي اعلان کړل. د نړیوالو لوبو دغه لړۍ به د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر په ۱۸مه نیټه پیل او د نومبر تر ۱۵مې نیټې پورې دوام ومومي.

پدې نړیوال جام کې به ۱۲ لوبډلې ګډون وکړي چی په دوو ګروپونو ویشل شوي افغانستان په ب ګروپ کې ځای لري چی ورسره هندوستان، انګلستان، سویلي افریقا او دوه نورې لاره موندونکې لوبډلې شاملې دي.

په الف ګروپ کې هم د دوه نورو لار موندونکو لوبډلو په ګډون د پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او نیوزیلنډ لوبډلې شتون لري چې مجموعاً ۱۲ لوبډلې کېږي.

د ویلو ده چې نړیوالې شورا له دې وړاندې د اتو هغو لوبډلو نوملړ هم اعلان کړی و، چې د ډېرو نمرو ترلاسه کولو له مخې یې په مستقیم ډول د ۲۰۲۰ کال شل اوریزو لوبو نړیوال جام ته لاره موندلې وه چې افغانستان هم په دغې ډله کې اتم مقام خپل کړی و.

باید وویل شي چې د یاد جام لوبو په لومړي پړاو کې به د (افغانستان، هندوستان، انګلستان، سویلي افریقا، پاکستان، اسټرالیا، ویسټ انډیز او نیوزلنډ) هېوادونو سربېره، ۸ نورې لوبډلې هم دویم پړاو ته د لارموندنې په موخه د یوبل پر وړاندې لوبې وکړي چې دویم پړاو لوبو ته به ترې یوازې څلور لوبډلې لاره ومومي چې په مجموع کې به په دویم پړاو کې ۱۲ لوبډلې له یوه بل سره لوبې وکړي او افغانستان د دغه پړاو په ب ګروپ کې ځای لري.

د نړیوال جام ټولې ۴۵ لوبې به په اسټرالیا کې د اوو ښارونو په اوو بېلابېلو لوبغالو کې ترسره شي.

همدارنګه د لوبو پیلېدو نیټې او لوبغالو د اعلان په مراسمو کې افغان لوبغاړي راشد خان ته هم بلنه ورکړل شوې وه.

نوموړي په خپلو خبرو کې ډاډ څرګند کړ چی افغان لوبډله به په ۲۰۲۰ نړیوال جام لوبو کې هم د تل په څېر ښه وځلیږي او په وینا یې موږ د ۲۰۱۹ کال راتلونکي پنځوس اوریز نړیوال جام ته هم بشپړ چمتوالی لرو، زموږ د هر لوبغاړي دا هڅه ده چی د خپلو لوبو پر مټ خپل ګران هیوادوال خوښ وساتو.

د یادولو ده چی افغان لوبډلې د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۰ کال په ویسټ انډیزه کې د نړیوال جام شل اوریزې لوبې ترسره کړې وې.

افغان لوبډله اوسمهال په شل اوریزو لوبو کې اتم مقام لري او د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام کې شامله ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی