سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ نړیوال جام ټرافي هند ته رسیدلې !

 د انګلستان په کوربه توب د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ ۵۰ اوریزه نړیوال جام سیالیو ټرافي یا کپ هندوستان ته رسیدلی دی.

 د کرکټ نړیوالې شورا د پریکړې له مخې د نړیوال جام سیالیو ټرافي یا کپ به د سیالیو د پیل وړاندې لمړی د نړۍ د ۵ براعظمونو په ۲۱ هېوادونو په ۶۰ ښارونو کې وګرځوي، چې په لمړیو کې د افغانستان نوم له دغه لیست څخه د امنیتي ستونزو له کبله بهر شوی و، خو د افغانستان کرکټ بورډ په وروستیو کې خبر ورکړ، چې دغه ټرافي به افغانستان ته هم په همدې ډیسمبر میاشت کې راوړل کیږي، خو لا یې څرک نه دی لګیدلی.

 د نړیوال جام سیالیو د ټرافي ګرځولو سفر د اګسټ په ۱۷ مه نېټه له متحده عربي اماراتو څخه پیل شوی دی، چې اوس تر هندوستان رسیدلی دی.

همدا راز د ۲۰۱۹ م کال په کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د ګډون کوونکو ۱۰ لوبډلو ترڅنګ دغه ټرافي ۱۱ نورو هغه هېوادونو ته لیږدول کیږي، چې پکې کرکټ د پرمختګ په حال کې دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د معلوماتو له مخې په دغه سفر کې اسټرالیا، هندوستان، انګلستان، نیوزیلینډ سریلنکا، پاکستان، جنوبي افریقا، ویسټ انډیز، بنګله دیش، امریکا، جرمني، فرانسه، نیپال، عمان، نایجریا، کینیا، راونډا، متحده عربي امارات او هالینډ هېواد نومونه شامل دي.

 د مۍ میاشتې په ۳۰ مه نېټه پیلیدونکې د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې دا ځل افغانستان، اسټرالیا، هندوستان، پاکستان، سریلنکا، انګلستان، جنوبي افریقا، نیوزیلینډ، ویسټ انډیز او بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې ګډون کوي، چې په لمړۍ مرحله کې هره لوبډله یو بل سره په مخ کیدو ۹ لوبې ترسره کوي.

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ له هرو ۴ کلونو وروسته په پنځم کال کې کې ترسره کیږي، چې پکې تر دې مهاله ۱۱ پړاونه ترسره شوي دي.

د لمړي ځل لپاره دغه جام سیالۍ په ۱۹۷۵ م کال کې په انګلستان کې پیل شوې، چې پکې ویسټ انډیزۍ لوبډلې اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د لمړي ځل اتلولي خپله کړې وه.

 په دغه لړ کې ۵ ځلې اسټرالیا، ۲ ځل ویسټ انډیز، ۲ ځل هندوستان او یو ځل پاکستان او سریلنکا لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.

  د کرکټ نړیوال جام کې د افغانستان لوبې:

 افغان لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په لمړي راونډ کې د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې وروسته په دویمې سیالۍ کې د سریلنکا، دریمه کې د نیوزیلینډ، څلورمه کې د جنوبي افریقا، پنځمه سیالۍ کې د کوربه انګلستان، شپږمې لوبه کې د هند، اوومې لوبه کې د بنګله دیش، اتمې لوبه کې د پاکستان او وروستۍ نهمې لوبه کې به د ویسټ انډیز ملي لوبډلې خلاف ولوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی