سپورټ نړیوال کرکټ

هندي بورډ ته سرخوږی؛ ښايي ۵ هندي لوبغاړي په اې پي ایل کې ونه لوبیږي !

د هندوستان پنځه کلیدي لوبغاړي ښایي د ۲۰۱۹ م کال د آې پي ایل سیالیو په وروستیو لوبو کې ونه ولوبېږي، دا ځکه چې د دغو کلیدي لوبغاړو روغتیا، استراحت او فېټنېس د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام سیالیو لپاره مهم دي.

په همدغه بنسټ ښایي د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره پنځو مهمو لوبغاړو ته د آې پي ایل سیالیو په وروستیو لوبو کې د لوبېدو اجازه ورنه کړي.

د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالیو لپاره چمتو والی روان دی، په ۲۰۱۹ م کال کې د دغو سیالیو دولسم پړاو پېلېږي.

ځېنې سوداګر سر له اوسه هڅې کوي، چې ښه نړیوال او هندوستاني لوبغاړي په ګوته کړي.

۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ له دوو ننګونو سره مخ دي، یو خوا هندوستان کې ټولټاکنې ترسره کېږي او بل پلو د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام هم پېلېږي.

داسې احتمالات هم شته، چې کېدای شي د ۲۰۱۹ کال آې پي ایل سیالۍ له هندوستان څخه بهر ترسره شي.

د هندوستانیو لوبغاړو ترڅنګ ښایي ځواکمن او مشهور نړیوال کرکټ لوبغاړي هم دا لیګ په اسانۍ ترسره نه کړي، ځکه دوی د خپلو لوبډلو د ځواکمنتیا لپاره غواړي د نړیوال جام لپاره تمرینات ترسره کړي او ځانونه د انګلستان له هوا سره بلد کړي.

ویرات کولي او د لوبډلې مشر روزونکي ریوي شستري وار له مخه په نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هندوستانۍ لوبډلې د مهالوېش په اړه اندېښنه ښودلې ده.

دغه هندوستاني لوبغاړي ښايي ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ ترک کړي.

چټک بالر بونېشور کومار، د نوموړي رول په هندوستانۍ لوبډله کې خورا مهم دی او دی ښایي د ښې روغتیا او استراحت په پار آې پي ایل سیالۍ ترسره نه کړي، نوموړی سن رایزرز حېدراباد لوبډله کې لوبېدلی دی.

روهېت شرما :


روهېت شرما چې د هندوستانۍ لوبډلې پیاوړی اوپنر یا پیلوونکی لوبغاړی دی، د نوموړي شتون په نړیوال جام کې د هندوستان لپاره د توپ وهنې په برخه کې د ملا د تیر حېثیت لري او ښایي هغه ته هم د نړیوال جام لپاره د چمتو والي په موخه دمه ورکړل شي.

ویرات کولي:


ویرات کولي چې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر دی او په ون ډاون یا دوهمه وېکټ توپ وهنې ته راځي د هندوستان لپاره خورا مهم لوبغاړی دی، چې ده ته هم ښایي استراحت ورکړل شي.

شېکردوان:


د هندوستانۍ لوبډلې کیڼ لاسی توپ وهونکی او د روهېت شرما د اوپننګ جوړه ده، نوموړی په هندوستانۍ لوبډله کې زړور او فشار یا پرېشر نه منونکی لوبغاړی دی، چې شتون یې په لوبډله کې ډېر مهم دی او ښایي هغه ته په آې پي ایل کې دمه ورکړل شي، ترڅو نړیوال جام لپاره چمتو و اوسي.

ایم ایس ډوني:


د هندوستانۍ لوبډلې وېکټ ساتونکی او منځنی هېټر توپ وهونکی دی، چې د تجربو څخه مال امال دی شتون او روغتیا یې په لوبډله کې خورا مهم دي.

دا چې دومره مهم لوبغاړي په آې پي ایل کې ونه لوبېږي، کېدای شي د آې پي ایل سیالۍ ورسره ډېرې بې خونده شي.

د نړۍ په کچه ښایي ډېری مشهور لوبغاړي د نړیوال جام لپاره د چمتو والي په موخه په آې پي ایل کې ونه لوبېږي، چې د آې پي ایل د مزې رنګ به ورسره بې خونده شي.

د دغې ستونزې د حل لپاره هندوستاني کرکټ بورډ ته پکار ده، چې د آې پي ایل اوسنی مهالوېش وروسته کړي، ترڅو له نړیوال جام څخه وروسته پیل شي او ښه جذابه ترسره شي او یا به یې مهالوېش رامخته کوي، ترڅو له نړیوال جام څخه وړاندې پای ته ورسېږي.

خو بل پلو بیا د اسټرالیا بېګ باش لیګ هم د ۲۰۱۸ م کال د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه پېلېږي او د فبرورۍ تر میاشتې دوام کوي.

نو هندوستانی کرکټ بورډ له سترجنجال سره مخ دی.

د ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ د مارچ په ۲۹ مه نېټه پېلېږي او د می میاشت تر ۱۹ مې نېټې پورې دوام کوي.

بل خوا نړیوال پنځوس اوریز جام هم د ۲۰۱۹ م کال د می په ۳۰ مه نېټه په انګلستان کې پېلېږي.

آې پي ایل سیالۍ چې د نړۍ په کچه خورا مشهورې سوداګریزې کرکټ سیالۍ دي، په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستاني کرکټ بورډ له خوا تاسیس شوي دي، چې تر ۲۰۱۸ م کال پورې یې ۱۱ پړاوونه ترسره شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې ۲۰۱۹ م کال آې پي ایل سیالۍ ښایي سهیلي افریقا او یا هم عربي متحده اماراتو کې ترسره شي او دا ځکه چې په هندوستان کې عمومي ټاکنې ترسره کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې