له نړۍ مخکښان

د نړۍ اغېزناک شخصیتونه؛ ټایم مجلې د دغو سلو کسانو نومونه اعلان کړل

لیکنه: بشر درویش

د امریکا ټایم مجلې د ۲۰۱۹ د اغېزناکو شخصیتونو په توګه د نړۍ د سلو مشهورو څېرو نومونه اعلان کړل.

په دغو شخصیتونو کې د سیاست، مذهب، ورزش او نورو برخو یو شمېر مشهور شخصیتونه د نړۍ د اغېزناکو څېرو په توګه یاد شوي.

دا کسان څوک دي؟
په یاد شوي لیست کې د امریکا د ولسي جرګې ریسه مېرمن نانسي پلوسي، د مصر د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړی محمد صلاح، د امریکا تلویزوني ویاند او ورځپاڼه لیکونکی ګیل کینګ، د هالیووډ مشهور لوبغاړی دواین جانسون، مشهوره امریکايي سندرغاړې تیلور سوئیفت، د ونزویلا د اپوزیسیون مشر خوان ګوایدو او د کاناډا مشهوره سندرغاړې ساندرا اوه نومونه لیدل کیږي.

همدا شان د نړۍ د کاتولیکانو د رهبر پاپ فرانسیس نوم هم په یاد شوي لیست کې ځای لري.

د دغو کسانو ترڅنګ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، په مشرانو جرګه کې یې د جمهوري غوښتونکي ګوند رهبر میچ مک کانل، د چین ولسمشر شي جین پینګ، د امریکا د ۲۰۱۶ ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې پلټونکی رابرت مولر او د مالیزیا د لومړي وزیر مهاتیر محمد نومونه هم په لیست کې ځای شوي دي.

د فیسبوک کمپنۍ د مشر مارک زاکربرګ نوم هم د نړۍ د سلو اغېزناکو شخصیتونو په دغه نوملړ کې لیدل کیږي.

همدا شان د امریکا د مخکیني ولسمشر بارک اوباما د مېرمنې (میشل اوباما) نوم هم د نړۍ د سلو اغېزناکو شخصیتونو په نوملړ کې موجود دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي