سپورټ نړیوال کرکټ

د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو په تاریخ کې انګلستان د څلورم ځل لپاره پایلوبې ته ورسېد

انګلستان چې د کرکټ زیږونکی هیواد دی او کرکټ یې ملي لوبه ده، د ۱۹۷۵ م کال راهیسې یې څلور ځلې د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو پایلوبو ته لار موندلې ده، دې لوبډلې درې ځلې مخکې په پایلوبه کې بختونه ازمایلي وو؛ خو ناکام شوي وو.

اوس د څلورم ځل لپاره انګلستان نیمه پایلوبه وګټله او پایلوبې ته یې لوړاوی وکړ.

انګلستانۍ لوبډله له ۱۹۷۵ م کال راهیسې، چې همدغه کال کې پنځوس اوریز نړیوال جام هم تاسیس شوی دی، نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه، خو پایلوبې ته په تګ کې ناکامه شوې وه.

۱۹۷۹ م کال کې انګلستانۍ لوبډله یو ځل بیا نیمه پایلوبې ته ورسېده، نیمه پایلوبه یې هم وګټله او له ویسټ انډيز سره یې پایلوبه تر سره کړه؛ خو اتلولي ترې ویسټ انډيز وګټله؛ ویسټ انډيز د ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ م کلونو نړیوال پنځوس اوریز جامونه ګټلي دي.

۱۹۸۳ م کال کې هم انګلستانۍ لوبډله نیمه پایلوبې ته رسېدلې وه؛ خو پایلوبې ته بریالۍ نه شوه او هندوستان بیا دا نړیوال جام وګاټه.

۱۹۸۷ م کال کې انګلستان تر نیمه پایلوبې رارسېدلی و؛ نیمه پایلوبه یې وګټله؛ خو پایلوبه کې بیا ترې اسټرالیا بری وګټلو او انګلستان یو ځل بیا د اتلولۍ ارمان په زړه امبار یووړ.

۱۹۹۲ م کال کې هم انګلستان نیمه پایلوبه وګټله؛ خو پایلوبه یې پاکستان ته وبایلله او د اتلولۍ مزه یې ونه څکله.

england vs aus.jpg

۱۹۹۶ ، ۱۹۹۹ ، ۲۰۰۳ ، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۱ م کلونوکې انګلستان په لومړیو پړاوونوکې مات شوی و او نیمه پایلوبو ته هیڅ نه و وتلی؛ دا کلونه د انګلستان لپاره تر ټولو بد کلونه وو.

۲۰۱۵ م کال کې هم دا لوبډله له لومړي پړاو څخه ونه وتله؛ بلکې تر نیمه پایلوبو وړاندې له سیالیو بهر شوه.

څلور کاله وروسته دې لوبډلې یو ځل بیا هیله بخښونکې لوبې وکړې او تر پایلوبې یې ځان ورساوه. دوی پرون د ۲۰‍‍۱۹ نړیوال جام په پایلوبه کې استرالیا ته ماته ورکړه.

دا لوبډله د یکشنبې په ورځ له نیوزیلېنډۍ لوبډلې سره د کرکټ په کور یا لارډز لوبغالي کې مخ ده.

دواړو لوبډلو د نړیوالو پنځوس اوریزو جامونو مزه نه ده څکلې او د دولسم پړاو نړیوال جام ګټلو سره به د یوې لوبډلې د اتلولۍ ارمان پوره شي؛ خو بایلونکې لوبډله به دلۍ، دلۍ ارمانونه، افسوسونه او ژړاګانې تر ۲۰۲۳ م کال پورې له ځان سره د یادګار په توګه یوسي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی