د بالیوډ هغه ستوري چې اټکل دی روان کال به وادونه وکړي

روان نوی پيل شوی کال لکه څنګه چې د نورو خلکو لپاره د خوښیو او یادونو ډک یو کال وي دغه راز به د بالیوډ سېنما ځينې ستوري هم داسې یادونه او خوښۍ ولري چې د ژوند تر پای به یې یاد ساتي.

تېر کال هم په هندي سېنما کې په ډېر شمېر سره مشهور فلم ستورو ودونه وکړل او خپلې مینې یې تر لاسه کړي، لکه: سونم کپور، ډپيکا پډوکون، رنویر سنګهـ، پریانکا چوپړا، کپل شرما او یو شمېر نور…
اټکل دی چې سږ کال به هم ځينې فلم ستوري ودونه وکړي چې په کې دغه لوبغاړي شامل دي:

1) ورون دهون او نتاشا دلال


ځوان او د شوخ طبیعت لرونکي ورون دهون تېر یو کال راهیسې د خپلې نجلۍ ملګرې(Girl Friend) له امله د خبرونو سرټکی جوړ شوی.
دا خبره دوی دواړو منلې چې له یو بل سره مینه لري او اوږدې یارانې وروسته یې لیدل او پاتې کیدل له یو بله سره حتمي شوي دي، اټکل دی چې ورون دهون به روان کال نومبر په میاشت کې د نتاشا دلال سره واده وکړي.

2) ارجن کپور او ملایکه اروړه


د ارباز خان او د نوموړې پخوانۍ مېرمنې ملایکه اروړه تر منځ د جدایې یا بیلتون وروسته د دغه مېرمنې او د ارجن کپور د یارانې خبرې کیږي.
د دې تر څنګ د ارباز خان او د ایټالوي ماډلې جورجیا اندریانه تر منځ د مینې او محبت کیسې خلک یو بل ته اوروي او د خبرونو سرټکي دي خو د ارجن او ملایکې یارانه یې پټه نه ده ساتلې.
اټکل دی چې دغه جوړه (ارجن کپور او ملایکه اروړه) به هم روان کال د یو بل سره د واده په تار وتړل شي.

3) رنبیر کپور او عالیه بهټ


د کپور د کورنۍ سره تړاؤ لرونکي د هندۍ سینما فلم ستوری رنبیر کپور نه یوازې د اداکارۍ بلکې ډېر کله د نورو سره د اړیکو له امله هم تل د خلکو یاد وي او د رسنیو زیات ورپام کیږي.
خو ډېر چې یې د یارۍ خبرې کیږي او منلې یې هم ده چې ورسره مینه لري عالیه بهټ ده چې دا هم د یوه فلمي کورنۍ څخه ده.
اټکل داسې دی چې دغه مینه به هم سږ کال یو بل ته ورسیږي.

4) علي فضل او رچاچډها


د فلم (فکري) او (فکري ریټرن) څخه د شهرت پوړیو ته رسیدلې جوړه علی فضل او رچاچډها غواړې چې د فلمي نړۍ تر څنګ د حقیقي ژوند هم یوه ښکلې جوړه واوسي او یو بل سره خپل ژوند شریک کړي.
دوی څو ځلې د خپلې مینې اظهار هم کړی او منلې یې ده چې یو بل سره به واده کوي.
معلومیږي داسې چې دوې دواړه به هم سږ کال واده وکړي.

5) راجکمار راؤ او پترا لیکها


استري، نیوټن، بریلي کي برفي، ټریپ او علي ګړه په شان فلمونو څخه مشهور شوی راجکمار راؤ هم په دې ورځو کې د خلکو تر نظره راغلی، د دې په تړاؤ ویلي کیږي چې غواړې خپلې کامیابۍ له خپلې ملګرې پترا لیکها سره په ژوند شریکول زیاتې کړي.