سپورټ نړیوال کرکټ

د ۲۰۱۸ کال د کرکټ څو مهمې پېښې!

دی لیکنه کې په کرکټ کې د ۲۰۱۸ هغه پنځه پېښې در پېژنو، چې خورا مهمې دي او تاسو ترې تر اوسه په پوره ډول خبر نه یاست؛ خو یاران یې تاسو ته وړاندې کوي:

لومړۍ پېښه


د توپ د حالت بدلولو پېښه، چې اسټرالیا او د کرکټ نړۍ ته یې خورا ټکان ورکړ، دا پېښه په ۲۰۱۸ م کال کې د سهیلي افریقا او اسټرالیا ترمنځ دریمه ټېسټ لوبه کې په ډوربېن سیمه کې رامنځته شوه، دې پېښې؛ نه یواځې دا چې اسټرالیایي لوبغاړي وژړول بلکې؛ سربېره پر دې یې لوبغاړي له لوبو او لوبډلمشرۍ هم محروم کړل.

په دغې پېښه کې د اسټرالیا پخوانی لوبډلمشر سټیف سمېت، مرستیال لوبډلمشر ډېوېډ وارنر او لوبغاړی بېن کرافټ له لوبو محروم شول.

سمېت دوه کاله، بېن کرافټ یو کال او ډېوېډ وارنر بیا عمري، عمري له کرکټ نه، خو له لوبډلمشرۍ محروم شو.

دا پېښه د اسټرالیا او افریقا ترمنځ په دریمه ټېسټ لوبه کې رامنځته شوه، چې بېن کرافټ د اسټرالیایي لوبډلې د رهبري غړو له خوا د توپ د حالت بدلولو او یا ټېمپر کولو لپاره ګومارل شوی و، بېن کرافټ بیا د دریم لوبڅار له خوا د کېمرو په وسیله ونیول شو او رسوا شو.

اسټرالیا دغه لوبه سهیلي افریقا ته په ۳۲۲ منډو وبایلله.

د اسټرالیا لومړي وزیر هغه وخت وارنر، سمېت او کرافټ اسټرالیا ته راغوښتل، دوی په لایف یا ژوندیو تلویزیوني خپرونو کې له ټول اسټرالیايي ولس بخښنه وغوښته او هم یې ګرېوانونه په اوښکو لامده کړل.

محمد شمي او د هغه کورنۍ مسله


محمدشمي د کرکټ د عمر په اړه هم تر څېړنې لاندې نیول شوی، ویل کېږي د هغه عمر زیات دی.
محمدشمي د هندۍ لوبډلې چټک مسلمان توپ اچوونکی دی، چې د هندوستان لپاره په توپ اچونه کې ډېرې لاسته راوړنې لري او اوس مهال د اسټرالیا خلاف ټېسټ لوبلړۍ کې لوبېږي.
بله پېښه د هغه لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې د هغه د مېرمنې تورونه وو.

د شمي مېرمن حسین جهان محمدشمي له نورو پردیو مېرمنو سره د نامشروع اړیکو، د هغې د قتل لپاره په ارادې لرلو او د ژوند په اړه په درواغ ویلو تورن کړ.

محمد شمي اوس اته ویشت کاله عمر لري.

شمي د دغو تورونو سربېره کرکټ ته پاملرنه کړې او لا لوبېږي.

دریمه پېښه


دریمه پېښه له ویرات کولي سره په ټولنیزه رسنۍ کې وشوه، هغه داسې چې د ویرات په رسمي رسنیز اپ کې یو کرکټ مینه وال وویل، چې ویرات کولي هیڅ هم نه دي کړي، هغه ښه لوبغاړی یا توپ وهونکی نه دی، زه د ویرات کولي د توپ وهنې پر ځای د انګلستانیانو او اسټرالیایانو له توپ وهنې خوند اخلم؛ هغوی خورا ښه دي.

له دې وړاندې ویرات کولي د انګلستان او نورو هېوادونو صفت کړی و او د هغوی د لوبغاړو صفت یې هم کړی و، چې په دې اړه ویرات کولي د کرکټ مینه والو له خوا په نښه شو او کولي ته یې وویل، چې ته باید له هندوستان څخه ووځې او هندوستان کې نور ونه اوسېږې.

څلورمه پېښه


د اسټرالیایي او افریقایي لوبغاړو شخړه!
د افریقا او اسټرالیا ترمنځ په ۲۰۱۸ کال کې د ټېسټ لوبو سیریز د نورو ټولو سیریزونو په نسبت له شخړو ډک و.
دغه سیریز کې لوبغاړي سره اوښتل او جذبه کې به راتلل.

دې سیریز کې یوه پېښه د توپ حالت بدلولو وه، چې د خبرونو سرټکی و؛ بله پېښه دا وه، چې د رسنیو د سرټکی شو؛ هغه د افریقایي چټک توپ اچوونکي کګېسو راباډا او اسټرالیایي توپ وهونکي سټیف سمېت ده.

کیسه داسې وه، چې په دوهمه ټېسټ لوبه کې راباډا اسټرالیایي لوبډلمشر سمېت وسوځاوه او دا اوټ کېدل راباډا په چېغو او خوښیو لمانځل او سربېره پردې یې سمېت په اوږه ټېل واهه، چې سمېت هم لوبڅار ته د ده له چلنده شکایت وکړ.

راباډا جریمه شو، له راتلونکو دوو لوبو محروم شو او یوه منفي نومره هم ورکړل شوه، دا پېښه د افریقا په پورټ ایلیزابېت لوبغالي کې رامنځته شوه. راباډا باندې ۲۵ سلنه جریمه هم وضع شوې وه.

پنځمه پېښه
پنځمه پېښه د وخت اسټرالیایي مرستیال لوبډلمشر ډېوېډ وارنر او د افریقا وېکټ ساتونکي پیلوونکي لوبغاړي کاینټن ډيکاک ترمنځ شخړه وه.
دوی د لوبې لپاره لوبغالي خواته راتلل، چې لاره کې یې لانجه وکړه او وارنر په ډیکاک پسې کشو بګیر کاوه، وارنر د نورو اسټرالیایي لوبغاړو له خوا لرې کېده او هغه به بیا کش کاوه.
دا سفر د اسټرالیا لپاره د کرکټ په تاریخ کې بد سفر و، دې سیریز کې په څلورو ټېسټ لوبو کې ۳ ټېسټ لوبې سهیلي افریقا وګټلې او یوه لوبه اسټرالیا وګټله.
ډېوېډ وارنر بیا ۷۵ سلنه جریمه هم شو.

ښایي ډېرې نورې پېښې هم شوي وي؛ خو دا یې ډېرې جالبې وې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي