کورنی ژوند

۲۰ جملې، چې هرومرو یې باید خپل خاوند ته ووایئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

داسې جملې شته، چې باید په ګډ ژوند کې یې خپل خاوند ته ووایئ. همداراز په دې لیکنه کې تاسو ته وایو، چې کوم څیزونه باید خپل خاوند ووایئ، ترڅو خوشاله یې کړئ:

څه څیزونه خپل خاوند ته ووایئ؟
له واده وروسته، له خپل خاوند سره دومره د نږدې والي او صمیمیت احساس کوئ، چې فکر کوئ، کولای شئ هرڅه ورته ووایئ، خو د نورو اړیکو په څېر، ستاسو کلمې دا ځواک لري، چې ګډ ژوند ته مو زیان ورسوي. له خبرې کولو مخکې فکر وکړئ، ترڅو اړتیا پیدا نه شي، چې وروسته بښنه وغواړئ.

هغه ښې او په زړه پورې خبرې، چې خپل خاوند ته یې کوئ، کولای شي، هغه خپل ګډ ژوند ته لېواله کړي او هغه ستړې کوونکې او تندې خبرې، چې هغه ته یې کوئ، کولای شي، ستاسو او د ګډ ژوند په اړه یې نا هیلی کړي. کومې کلمې، چې ستاسو له خولې څخه را بهر کېږي، دا ځواک لري، چې هغه له تاسو سره د وخت تېرولو لپاره لېواله کړي، نو د زړه له کومې یې لېواله کړئ او په یاد مو وي، چې رښتیني واوسئ او په خپله هم په هغو خبرو باندې باور ولرئ، کومې چې کوئ یې.

۱ ـــ زه ستا د کارونو په ارزښت باندې پوهېږم او ستایم دې
ډېری متاهل نارینه، له دې څخه شکایت لري، چې مېرمنې یې نه ستایي او نه یې هڅوي. یو له هغو څیزونو څخه، چې ډېر یې باید خپل خاوند ته ووایئ، دا ده، چې له هغه څخه څومره منندوی یاست او د هڅو په ارزښت باندې یې پوهېږئ. ستاسو دا کار، د هغه په ځان باندې باور زیاتوي او د دې سبب ګرځي، چې تاسو ډېر وغواړي او دا ستاسو د اړیکې د ټینګښت او پایښت لپاره غوره کار دی.

۲ ـــ ډېره زیاته مننه، چې د کور په کارونو کې راسره مرسته کوې
که چېرې خاوند مو د کور په کارونو کې له تاسو سره مرسته کوي، نو واقعاً ارزښتمن دی. ډېری نارینه د غرور او لټۍ له کبله نه ده، چې د کور په کارونو کې رول نه لري، بلکې ویني، چې تاسو د کور په کارونو کې ځانګړي اصول او تګلاره لرئ او هغه له دې څخه وېرېږي، داسې نه چې ستاسو اصول او تګلاره خرابه نه شي، خو که چېرې له تاسو سره مرسته کوي، نو سختي مه ورسره کوئ او پرېږدئ، چې پوه شي، منندوی یې یاست. ښایي ونه شي کولای، چې ستاسو په څېر د کور کارونه ترسره کړي، خو لږ تر لږه خپله هڅه یې کړې ده.

۳ ـــ زه تل تاته وفاداره یمه
مینه هم کولای شي په ژوند کې د نورو څیزونو په څېر بې دوامه وي. د وفادارۍ او ژمن اوسېدو څرګندونه، د دې ښکارندویي کوي، چې ستاسو مینه ټینګه او یو ساده احساس نه دی. کله چې خپله وفاداري څرګندوئ او په خوله یې راوړئ، نو خاوند مو د آرامتیا او د زړه د ځواکمنتیا احساس کوي او ستاسو په اړه یې ژمنه او وفاداري لاپسې ټینګېږي او د دې ټولو څیزونو پایله به، په زړه پورې او د خوښې وړ ګډ ژوند وي.

۴ ـــ راځه چې یو بل ته ډېر وخت په پام کې ونیسو
دا یو له استثنایي کارونو څخه دی، چې کولای شئ د خپل خاوند لپاره یې ترسره کړئ، ترڅو هغه د فوق العاده اوسېدو احساس وکړي. ټولو هغو بوختیاوو ته په پام سره، چې لرئ یې، احتمالاً له یو بل سره د اوسېدو لپاره کافي وخت نه لرئ. دا وړاندیز، خاوند ته مو د ځانګړي اوسېدو احساس ورکړي او د دې سبب ګرځي، داسې احساس وکړي، چې کولای شي ستاسو په څېر د ګډ ژوند د دوام لپاره هڅې وکړي. تاسو اړتیا لرئ، چې خپل باکیفیته وخت له یو بل سره تېر کړئ او اړیکه مو تغذیه کړئ. که چېرې خپل خاوند ته دا ښکاره کړئ، چې خوښېږي مو له یوبل سره ډېر وخت واوسئ، نو هغه ته دا ثابته کړئ، چې ورسره د صمیمیت احساس لرئ او ورپسي خپه شوې یاست او هغه به هم له تاسو سره همدا احساس پیدا کړي. هغه وختونه، چې له یو بل سره یې تېروئ خوشاله او مینه ناک وي او ځان مکلف وګڼئ، چې هره اوونۍ همدا وخت له یو بل سره تېر کړئ.

۵ ـــ درسره مینه لرم
لنډ، آسانه او خوږ! دا نو تر ټولو ښکلی او آسانه کار دی، چې کولای شئ د خپل خاوند لپاره یې ترسره کړئ. ښایي ډېری کسان په یو بل باندې مین واوسي، پرته له دې چې خپله مینه څرګنده کړي. کله چې خپل خاوند ته ووایئ، چې درسره مینه لرم، هغه ته دا څرګندوئ، چې په ژوره توګه ورته پام کوئ او درته ډېر زیات مهم دی. دا یو ستر احساس دی، چې پرې مین به شي. اړینه نه ده، چې د خپلو احساساتو د بیان لپاره، له اوږدو جملو څخه ګټه واخلئ، ترڅو هغه د ځانګړي اوسېدو احساس وکړي؛ آسانه او ساده جمله (درسره مینه لرم) په شونډو یې مسکا خپروي او زړه ته یې تودوخه وربښي، چې ټوله ورځ به ورسره وي.

۶ ـــ ته یو غوره پلار یې
ښایي ستاسو خاوند د خپلو پلرني مهارتونو په اړه ډاډه نه وي، د دې لپاره، چې وې هڅوئ په سم تګلوري کې مخکې لاړ شي، پرېږدئ، چې پوه شي یو غوره پلار دی، ترڅو په ځان باندې باور یې پیاوړی شي او په پایله کې د خپلو اولادونو لپاره یو پیاوړی پلار واوسي. که چېرې ستاسو خاوند په ځان باندې ډېر باوري وي، نو په غوره توګه کولای شي د ماشومانو او کورنۍ لپاره تصمیم ونیسي. د ټولو خوښېږي، چې ښه مور او پلار واوسي او دا مهمه ده، چې خپل خاوند ته ووایئ، چې د خپلو ماشومانو لپاره یو غوره پلار دی. هغه ته دا ډاډ ورکړئ، په ځانګړو او خاصو شرایطو کې ترې ملاتړ کوئ او په څنګ کې یې درېږئ.

۷ ـــ کورنۍ په ښه توګه رهبري کوې
کله چې د کورنۍ له ریاست څخه خبره را منځته کېږي، نو نارینه د ځان لپاره ځینې معیارونه لري او ډېره ورته مهمه ده، چې تاسو یې هڅې ووینئ، نو تاسو هم باید هغه ته دا ښکاره کړئ، چې د زیار او زحمتونو څخه یې منندوی یاست او مدیریتي تګلاره یې خوښوئ. هغه ته د زړه ځواک ورکړئ، چې د ټولو هغو څیزونو په ارزښت باندې یې پوهېږئ، کوم چې د کورنۍ د هوساینې او آرامتیا لپاره یې چمتو کوي.

۸ ـــ له تاسره هوسا او خوشاله یمه
ډېری مېرمنې داسې احساس کوي، چې خاوند یې د الله (ج) له لوري یو نعمت دی؛ کولای شئ، له کومې اندېښنې پرته خپله واوسئ او هغه هم له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو وده وکړئ او تر ټولو غوره انسان واوسئ. هغه مو تېروتنې بښي او درک کوي مو. پرېږدئ، چې خاوند مو په دې باندې پوه شي، چې ترڅنګ یې څومره بشپړ شوي یاست او د خوښۍ او خوشالۍ احساس لرئ.

۹ ـــ ته تل کولای شې، چې داسې کار ترسره کړې، چې له کبله یې وخاندم او خوشاله واوسم
اجازه ورکړئ، چې خاوند مو پوه شي، چې کولای شي، ستاسو په شونډو باندې مسکا خپره کړي، هغه ته دا ور وښایي، چې له ځان سره کور ته مثبته انرژي راوړي او تاسو د همدې لپاره ورسره مینه لرئ. ښایي خاوند مو دومره غوره او خوشاله فرد ونه اوسي، چې تاسو په کړس کړس وخندوي، خو هغه ته دا ووایئ، چې په ټوکو باندې یې میینه یاست. دا ستاینې هغه ته ښه احساس ور کوي او په دې باندې یې ډاډه کوي، چې ستاسو په خوشاله کولو کې خپل کار په سمه توګه ترسره کوي.

۱۰ ـــ زه په تا باندې ویاړم
که چېرې خاوند مو ستاسو د ویاړ سبب شوی دی، نو له دې کبله یې ډاډه کړئ، په دې کار سره به داسې احساس وکړي، چې د نړۍ تر ټولو غوره نارینه دی. که چېرې په خپل خاوند باندې وویاړئ او هر وخت یې چې اړتیا درلوده حامي او ملاتړ کوونکې یې واوسئ، نو له خپل ګډ ژوند سره به مو مرسته کړې وي. موږ په داسې یوه نړۍ کې ژوند کوو، چې تل له ماتو او نیمګړتیاوو سره مخامخ کېږو، نو ستاسو خاوند باید پوه شي، چې د راپورته کولو لپاره یې چمتو او حاضر یاست. که چېرې داسې څرګنده کړئ، چې د غرور چینه مو دی، هغه به هم ډېر سخت کار وکړي، ترڅو خپلو خوبونو ته ورسېږئ او خوشاله کورنۍ ولرئ.

۱۱ ـــ خوشاله یمه، چې له تا سره مې واده وکړ
پرېږدئ، چې خاوند مو پوه شي، که چېرې وخت بېرته شاته وګرځي، بیا به یې هم د خاوند په توګه وټاکئ، ډېره مهمه ده، چې له بحثونو او لانجو وروسته او یا هم د ژوند له سختو شېبو تېرولو څخه وروسته، دا واقعیت په خوله راوړئ، ترڅو پوه شي، چې ناهیلي نه یاست او هغه له خپلې مینې څخه ډاډه کړئ او پوه شئ، که چېرې واقعاً غواړئ د خپل خاوند لپاره یو ښکلی خوځښت ( حرکت ) ترسره کړئ، همدا د مینې څرګندونه ده. د رومانتیکو او د لېوالتیا د څرګندولو د لارو چارو د پیدا کولو لپاره، ابتکار وکړئ.

۱۲ ـــ حالت او وضعیت دې څنګه دی؟
ښایي دا خبره بېځایه او احمقانه ترسترګو شي، خو ښه ده، پوه شو، چې موږ ټول اړتیا لرو، چې د خپل زړه خبره وکړو. د خپل خاوند لپاره وخت په پام کې ونیسئ او له هغه څخه وپوښتئ، چې حالت او وضعیت یې څنګه دی. ښایي داسې ځواب ترلاسه کړئ، چې تمه یې نه لرئ، ښایي د کوم څه په اړه شک او تردید ولري او داسې احساس وکړي، چې ویل یې ستونزمن کار دی او ښایي په بشپړه توګه ښه وي. تاسو به هېڅکله په دې باندې پوه نه شئ، مګر دا چې پوښتنه وکړئ. دا ساده او آسانه پوښتنه خاوند ته مو دا ښکاره کوي، چې تاسو پرې پام کوئ او غواړئ، چې په حالت او وضعیت باندې یې پوه شئ او د هرڅه په اړه، چې وغواړي، کولای شي له تاسو سره خبرې وکړي.

۱۳ ـــ زما غوره دوست او ملګری یې
ډېری کسان فکر کوي، چې مینه او محبت د کلونو په تېرېدو سره، له ګډ ژوند څخه کډه کوي، خو داسې نه ده، د دې ویل، چې ( زما غوره دوست او ملګری یې )، نو د خاوند لپاره مو تر ټولو غوره ډالۍ ده. خاوند یوازې هغه څوک دی، چې تل ستاسو ترڅنګ دی او په سختیو او ستونزو کې په ښه توګه له تاسو څخه ملاتړ کوي، تاسو هم خپل ټول افکار او نظریې له هغه سره شریکوئ، نو ولې ورته ونه وایئ، چې غوره دوست او ملګری مو دی؟ د دې جملې په ویلو سره، هغه ته د خپل ژوند په غوره ځای کې ځای ورکوئ او هغه ته دا ډاډ ورکوئ، چې تل پرته له کوم خنډ څخه، خپلې خبرې به ورته وکړئ.

۱۴ ـــ په ګډه یې حلوو
که چېرې خاوند مو کوم سر خوږی را منځته کړی دی، پرځای د دې، چې ستونزه په رټلو او شور او چیغو سره حل کړئ، یوه ژوره ساه وباسئ، آرامه واوسئ او خپل خاوند ته ووایئ، چې ستونزه به په ګډه سره حل کړو او په ډېرې آرامۍ سره یې تېروتنه ور په ګوته کړئ، ډاډه اوسئ، چې د قار او غوسې پرځای په آرامۍ سره کولای شئ ستونزې ته د حل لاره پیدا کړئ.

۱۵ ـــ توپیرونه موږ یو بل ته سره نږدې کوي
ښایي له یو بل سره مو لانجه کړې وي او اوس داسې احساس وکړئ، چې هر څه پای ته رسېدلي دي او نوره مینه شتون نه لري او خوښېږي، مو چې یوازې له خپل خاوند څخه لرې شئ، خو زغم ولرئ! تاسو باید پوه شئ، چې طبیعي ده، دوه کسان بېلابېل او توپیري لیدلوري او باورونه لري، پرځای د دې، چې خپل کنټرول له لاسه ورکړئ او چیغې او شورماشور جوړ کړئ، هغه ته توضیحات ورکړئ، چې ولې بل ډول فکر کوئ او د هغه خبرو ته هم ښه غوږ ونیسئ.

۱۶ ـــ داسې څه شته، چې وکولای شم، ستا لپاره یې ترسره کړم؟
ډېری وخت نارینه داسې تصور کوي، نباید چاته ووایي، چې مرستې ته اړتیا لري، خو تاسو د مېرمنې په توګه باید پوه شئ، چې څه وخت مرستې ته اړتیا لري. ستاسو دا کار هغه ته دا څرګندوي، چې پرې پام کوئ او د نورو انسانانو په څېر ښایي مرستې ته اړتیا ولري. چا ویلي، چې نارینه مرستې ته اړتیا نه لري؟ هغوی یوازې نه پوهېږي، چې څنګه د مرستې غوښتنه وکړي.

۱۷ ـــ پوهېږې، چې تر ټولو غوره تصمیم نیسې
ژوند له داسې ځایونو او موقعیتونو څخه ډک دی، چې سختې او ستونزمنې تصمیم نیونې غواړي، په داسې شرایطو کې باید خپل خاوند ته ډاډ ورکړئ، چې پرې باور لرئ او تصمیم نیونې یې منئ او ستاسو د خوښې وړ دي.

۱۸ ـــ آیا خوښېږي دې، چې وروسته یې په اړه خبرې وکړو؟
هرومرو پوهېږئ، چې نارینه د ښځو په پرتله په ډېرې سختۍ سره اړیکه ټینګوي او دا چې تاسو چمتو یاست، چې اوږدې خبرې اترې ولرئ، دلیل نه شي کېدای، چې خاوند مو هم چمتو وي. دا ټاکنه هغه ته ورکړئ، که چېرې اوس چمتووالی نه لري، نو په اړه یې وروسته خبرې وکړئ، په دې کار سره مو، له هغه سره ستره مرسته کوئ.

۱۹ ـــ خوښېږي دې، چې لږ یوازې واوسې؟
ستاسو دا وړاندیز هم خاوند ته مو آرامتیا وربښي او دا فرصت په لاس ورکوي، ترڅو له هر بحث او تصمیم څخه مخکې، په غوره توګه فکر وکړي، په دې خبرې سره مو هغه په دې باندې پوهوئ، چې درک کوئ یې او یوازې خپل احساسات مو مهم نه دي.

۲۰ ـــ خپله رښتینی او واقعي واوسه
ټول خلک د خپل مقابل لوري ځینې عادتونه او ځانګړنې نه خوښوي او ترې غواړي، چې خپل بد عادتونه پرېږدي، لکه سګرټ څکول، خپله ژمنه نه پوره کول او داسې نور…، خو هوښیارانه نه ده، چې له هغه څخه وغواړئ ځانته بدلون ورکړي. هرڅوک په خپل ځان پورې منحصر شخصیت لري، چې هغه ته له ټولې نړۍ سره توپیر ورکوي. په ډاډ سره ویلی شم، چې ستاسو خاوند ډېرې زیاتې ځانګړتیاوې لري، چې ستاسو لپاره د خوښې وړ دی. هغه ته ووایئ، چې له کومو ځانګړنو سره یې مینه لرئ او کولای شي، تل په خپله واوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل