سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

له ایرلینډ سره ۲۰ اوریز سیریز او په کې د نبي، راشد او ځاځي کارنامې

دوه افغان کرکټ ستورو راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل په دریمه شل اوریزه لوبه کې ایرلېنډ وایټ واش کړ او د بریا په ارمان یې کړ.
دا چې دې لوبلړۍ کې هر لوبغاړي خپله برخه وکړه او د افغانستان لپاره یې له افتخاره ډکه لوبه وکړه؛ خو ډېر بارز رول پکې د درې لوبغاړو و؛ دې دریو کې دوه مخکینې، یو بیا نوی ځوان او لوبډلې ته نوی راغلی لوبغاړی دی.

لومړی محمدنبي عېسی خېل
عیسی خېل د همدې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې داسې کارکرده ګي وکړه، چې هغه له نجیب الله ځدران سره په شپږمه وېکټ ۸۶ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا وکړه او د ایرلېنډ هدف یې په شلم اوور کې په څلوریزه ور پوره کړ.
نجیب الله ځدران له ده سره ۴۰ ناسوځېدلې منډې ملګرتیا کړه.

محمد نبي د ټول سیریز غوره لوبغاړی شو

محمدنبي عیسی خېل په لومړۍ لوبه کې په ۴۰ توپونو د ۵ څلوریزو او یوې شپږیزې په ملتیا ۴۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او لوبډله یې په ۵ وېکټو بریا ته ورسوله، په دې لوبه کې محمدنبي په ۴ اورونوکې ۱۶ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې هم ترلاسه کړې، د لوبې غوره لوبغاړي جایزه چې ۲۵ زره افغانۍ وې هم محمدنبي عیسی خېل واخېسته.

دوهمه لوبه او د ځاځي ریکارډونه
ځاځي په دوهمه لوبه کې د افغانستان او ځان لپاره د ریکارډونو نوي نړیوال بنسټونه کېښودل، هغه په خپلې توپاني توپ وهنې د اسټرالیا او سریلانکایي لوبډلو د ریکارډونو د بنسټونو خښتې ونړولې او پر ځای یې د ریکارډونو افغان محکم دیوال هسک کړ، چې راتلونکو کلونو کې به یې نړیوال په اسانۍ مات نه کړي.

افغان لوبډلې په یوه پاڼۍ کې ۲۲ شپږیزې ووهلې، چې تر دې دمه په شل اوریزو لوبو کې چا نه دي وهلي او د یوې پاڼۍ شپږیزو کې افغان لوبډله د جدول په سر کې شوه.

دوهم ریکارډ د حضرت الله ځاځي د ۱۶ شپږیزو دی، په یوه پاڼۍ توپ وهنه کې په یواځې ځان د ۱۶ شپږیزو وهل لومړی ریکارډ شو، ایرون فېنچ ۱۴ شپږیزې وهلي وې؛ خو ځاځي پرې دوه شپږیزې ور واړولې او د نوي ریکارډ بنسټ یې کېښود.

د افغانستان د سترټارګېټ اېښودل یو بل نوی ریکارډ و ۲۷۹ منډې هدف تر اوسه پورې یوې لوبډلې هم په شل اوریزو لوبو کې نه و وړاندې کړی، د عثمان غني او ځاځي اوږده ۲۳۶ منډې ملګرتیا یو بل نوی ریکارډ دی، چې نړیوالو ته افغان زمریانو کېښود او نړیوال یې چلېنج کړي چې راتلونکو لسګونو کلونوکې یې مات کړي؛ خو باور مې نه شي چې شل اوریزو لوبو کې د افغان لوبغاړو دا ریکارډونه څوک مات کړي.

په دې لوبه کې حضرت الله ځاځی تر فېنچ وروسته دوهم توپ وهونکی شو، چې شل اوریزه لوبه کې زیاتې منډې کوي.

افغانستان له ایرلېنډ څخه په ۱۵ لوبوکې ۱۲ شل اوریزې لوبې وګټلې او یواځې درې یې ایرلېنډ ګټلي دي.

دریم: راشدخان ارمان
راشدخان چې د نړۍ په کچه یوه مشهوره کرکټ څېره ده، د توپ اچونې پرمهال یې افغانان لاسته راوړنو ته بې صبرانه ګوري او هر بال سره یې هیله دا وي، چې راشدخان به وېکټ اخلي او افغانستان ته به ویاړ وربخښي.

لومړۍ شل اوریزه لوبه کې راشدخان دوه لوبغاړي وسوځول او مهمې وېکټې یې وغورځولې، تامپسن یې په کلین بولډ سره له مېدانه بېرون کړ.

دوهمه لوبه کې راشدخان څلور وېکټې واخېستې او په دوه لوبو کې یې خپلې وېکټې ۶ ته ورسولې، که اصغر افغان یې یو کېچ نه و ډراپ کړی؛ نو پنځمه وېکټ یې هم اخېستې وه؛ خو بخت یې یاري ونه کړه.

هغه په دغې لوبه کې د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ، افریدي د نیوزیلېنډ خلاف پنځلس شل اوریزو لوبو کې ۲۱ وېکټې اخېستې وې؛ خو راشدخان د ایرلېنډ خلاف ۹ لوبو کې ۲۴ وېکټې واخېستې او که دریمه شل اوریزه لوبه ورسره کړو؛ نو راشدخان په ۱۰ لوبو کې د ایرلېنډ خلاف ۲۹ وېکټې پوره کړې.

یوه بله لاسته راوړنه د شل کلن افغان ځوان راشدخان لپاره د هېټ ټرېک ترسره کول وو، چې درې لوبغاړي یې پرله پسې وسوځول، جورج ډکرل، شېن ګېټ کېټ او سیمي سېنګ هغه لوبغاړي وو، چې د راشدخان د هېټرېک ښکار شول.

دا د افغان دریوو کلیدي لوبغاړو لوبې ته یوه کتنه وه او ښایي تاسې به هم راسره موافق وئ، چې د درې واړو رول خورا کلیدي و.

راشد خان په بیګانۍ لوبه کې ۵ ویکټې واخیستې

د دواړو لوبډلو تاریخچه
د لوبډلو تاریخچې ته که سر ورښکاره کړو، ایرلېنډ د ۱۷۹۰ کال راهیسې کرکټ کوي او کرکټ سره یې هېواد اشنا دی او کابو له ۷۰ کلونو راهېسې یې لوبډلې لوبېږي؛ خو افغان لوبډله یواځې بیخي کم کالونه کېږي، چې تاسیس شوې او کرکټ یې پیل کړی دی؛ خو پرمختګ یې د سل کلونو عمر لرونکو لوبډلو څخه ښه او چټک دی.

د کرکټ ځېنو افغان مینه والو بیا داسې هم ویلي، که چېري شل اوریز جام په هندوستان کې وای؛ نو مونږ دغه جام ګاټه.

وروستۍ شل اوریزه لوبه
په وروستۍ شل اوریزه لوبه کې محمدنبي عیسی خېل په منځنۍ برخه کې لوبې ته راغی په ۳۶ توپونو یې د ۷ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۸۱ منډې وکړې، شپږ دېرشم توپ یې د سترې شپږیزې په اراده اوچت کړ؛ خو هلته فیلډر د پولې پر سر ډېر خطرناک کېچ ونیو، چې محمدنبي یې حېران او مایوسه کړ.

افغانستان، ایرلېنډ ته ۲۱۱ منډې هدف ورکړ، چې ستر رول پکې د محمدنبي و.

که څه هم راشدخان په ۴ اورونوکې ۵ وېکټې واخېستې؛ خو د لوبې غوره لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل اعلان شو او دې سره، سره د ټولې شل اوریزې لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم محمدنبي عیسی خېل شو.

د محمدنبي دا الراونډري کولای شي هغه ته په آې پي ایل کې د ډېر لوبېدو چانس ورکړي، تېر کال عیسی خېل د آې پي ایل یوه لوبه کې ولوبېد؛ خو سږ کال یې ښایي په ډېرو لوبو کې ولوبوي؛ ځکه توپ وهنه او توپ اچونه یې ټچ او فوم کې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی ابدالي