کلتور او هنر

د ربوټ۲(2.0) فلم ټریلر او د مینوالو تلوسه

د هندۍ سینما نوموتو فلمي ستورو اکشي کمار او رجني کانت د ټیکنالوزۍ د ښودلو او جنګ څخه ډک فلم 2.0 ټریلر د خپرېدو سره سم د ډېرو ليدونکو د انتظار شېبو ته د پای ټکی کېښوده.

2.0 د هندۍ سینما د مشهور فلم روبوټ دوېمه برخه ده چې ډیری مینوالو یې دغې برخې ته بې صبرانه انتظار وکړ.

هماغه ده چې د دغه فلم د ټریلر د خپرېدو سره سم یې بازار ښه ګرم دی او ډېر لیدونکي لري.

په هندۍ سینما کې دغه فلم یو له هغه فلمونو دی چې ډېرې زیاتې پيسې پرې مصرف شوي دي، د معلوماتو له مخې په دغه فلم (2.0) باندې ۴۵۰ کروړه پیسې مصرف شوي دي.

دغه فلم د بالیوډ د مشهور اداکار راجني کانت د فلم (ربوټ) دوېمه برخه ده او په دغه برخه کې ورسره تر څنګ یې اکشي کمار مرکزي رول لوبولی دی.

نو داسې هم ویلی شو چې دا د دواړو فلم لوبغاړو جوړه اکشن فلم دی چې لومړي ځل به یې مینوال ننداره کړي.

ټاکل شوې دغه فلم د نومبر د میاشتې په ۲۹ نېټه د دېوالي د مراسمو پر مهال د سینما پر پردو روښانه شي.

هندۍ رسنۍ وایي، دغه فلم د ساینس پرمختګ او جنګ څخه ډک فلم دی چې لومړی ټریلر یې خپور شوی دی، د رپوټونو له مخې دغه فلم د ‎‎VFX په واسطه داسې جوړ شوی چې هڅه شوې د اکشي کمار او راجني کانت تر منځ کېدونکی جنګ ته حقیقي بڼه ورکړي.

د دغه 2.0 فلم په یو دقیقه او ۳۰ ثانیې دغه خپور شوی ټریلر کې ښکاریږي چې اکشی کمار په خپل طاقت سره خلک د موبایل ټیلفونو څخه بې برخې کوي او په مقابل کې یې رجنی کانت د یوه ربوټ په واسطه د خلکو مرستې ته رادانګي او کوشش کوي چې اکشي کمار کمزوری کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی