کلتور او هنر

د 2.0 فلم ته له ریلیز وړاندې د هېکرانو ګواښ !

د بالیوډ سېنما د مشهور ستورو عامر خان او امتیابهـ بچن د فلم ټهګز اف هندوستان وروسته د اکشي کمار او راجني کانت فلم 2.0 یا د ربوټ د فلم دوېمه برخه د هېکرانو له خطر سره مخ دی.

د ټهګز اف هندوستان وروسته هېکرانو دا ځل د ربوټ د فلم دويمه برخې د ان لاین خپراوي ګواښ کړی.

دغه اخطار په غیرې قانوني ډول د فلمونو خپرونکي ویب پاڼې [ټاميل روکرز(Tamil Rockers)] د فلم تنظموونکي ډلې ته ورکړی.

دغه غیرې قانوني ویب پآڼې Tamil Rockers ټهګز اف هندوستان فلم د ریلیز کېدو څخه یو ساعت وروسته فلم خپور کړ، د دې له امله د فلم پروډیوسر او نورو جوړونکو ته تشویش پېدا شو او یې له دغه ویب پاڼې په قانوني ډول شکایت وکړ.

خو داسې معلومیږي چې د دغې ویب پاڼې په تنظموونکو دغه اخطارونو او شکایتونو کوم تاثیر نه دی کړی او د مشهور فلم ستورو اکشي کمار او راجني کانت فلم 2.0 د ان لاین خپرولو ګواښ یې هم کړی.

دغه ټاميل روکرز ويب پاڼې په خپله ټویټر پاڼه په ان لایټ ډول د 2.0 فلم د خپرېدو ګواښ کړی او لیکل یې دي: (2.0 ډېر ژر په ټاميل روکرز باندې)

د شنکر په لارښوونه جوړ شوي د ساینس د پرمختګ دغه فلم ټو پواینټ زیرو په یوه غټه بودیجه 543 کروړه باندې جوړ شوی هندي فلم دی.
خو د فلم ډله ځکه ورخطاء ده که چېرته دغه فلم په ان لاین ډول خپور شي نو د فلم تجارت ته به زیاته صدمه ورسیږي.

د یادولو ده چې په فلم 2.0 کې مخکښ هيرو راجني کانت او اکشی کمار او ور سره ایمي جکسن په مرکزي رول کې دي.

فلم به د نومبر به د میاشتې په ۲۹ تاریخ د سېنما پر پردو روښانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی