ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

د خاوند او مېرمني د بریالیتوب ۱۶ رازونه

ژباړه: نوراحمد فضلي

په دې لیکنه کي غواړو چي د خاوند او مېرمني ترمنځ د خوشحالۍ او نېکمرغۍ پر راز پوهېدلو او د همدې راز ساتلو په موخه په لنډ ډول ۱۶ هغه رازونه شریک کړو چي د خاوند او مېرمني ترمنځ یوې اړیکي ته پایښت ورکوي او د بریالیتوب لوړو پوړو ته ئې رسوي:

۱. ستاسي او ستاسي د ژوند د ملګري ترمنځ د نظر اختلاف عادي او طبیعي دی. مهمه دا ده چي موږ د خبرو او بحث پر راز و نیاز وپوهېږو او د نظر اختلافات له خبرو اتر و او بحثونو له لاري حل او را کم کړو.

۲. د اړیکي ژمنو او تعهداتو ته ژمن اوسئ.

۳. د ملګري د خوښي او علاقې وړ څیزونه ورته رانیسئ او په تحفه/هدیه ورکولو سره مو د ژوند ملګري ته وښیاست چي هغوی له دې څخه د سترو هدیو یا ډالیو وړ دي.

۴. کور ته د داخلېدو او له کوره د وتلو پر مهال، مو مېرمن پر تندي ښکل کړئ او یو له بل سره ښه ګرمه ستړې مه شي وکړئ.

۵. ځیني وختونه د مېرمني/خاوند په څنګ کي پاته کېدل په دې ارزي چي له ملګرو/شریکانو/دوستانو یو ملاقات مو کنسل کړئ.

۶. د ژوند د شریک له کورنۍ سره مو د خپلي کورنۍ په شان چلند وکړئ او هغوی ته درنښت وکړئ.

۷. څومره چي مو وس کېږي د” مینه درسره لرم” جمله وکاروئ. ځیني وختونه یې د پیغام له لاري ورته واستوئ… هماغسي لکه د نامزادۍ پر مهال چي مو یو دبل له پاره عاشقانه او مینه ناک پیغامونه او جملات لیکل او لېږل.

۸. د مریضۍ او ناجوړۍ پر مهال د هغه/هغې سره لا ډېر مهربان اوسئ او له پخوا څخه یې زیات درک کړئ.

۹. د یوه وبل په نشتون کي، د کور کارونه ترسره کړئ او کور و د کور کارونه په دواړو پوري تړلي وبولئ.

۱۰. له توهین آمیزو ټوکو ټکالو څخه جداً پرهېز وکړئ. له دې ډول ټوکو مو موخه هغه ټوکي دي چي ستاسي د ژوند د ملګري د خوښي وړ نه وي او هغه ناراحته کوي.

۱۱. وخت پېژندونکي اوسئ.

۱۲. د هغو کسانو سره چي تاسي د ژوند ملګري په شا پسي بد وايي، بې تفاوته مه اوسېږئ او هغوی ته ووایاست چي خبري او چلند مو یې نه خوښېږي.

۱۳. د ژوند ملګری/ملګرې مو د ژوندانه له تصمیماتو څخه خبر/خبره کړئ او د ژوند په خورا مهمو چارو کي مو د ژوند له شریکه مشورې واخلئ.

۱۴. د هغه/هغې اړیکي او پیغام ته ځواب ورکړئ.

۱۵. کور ته د رسېدو سره سم ددې پر ځای چي تلوېزیون ته کښېنئ یا مجازي نړۍ ته ولاړ سئ، د ژوند له شریک/شریکي سره مو خبري اتري وکړئ او د ورځي په جریان کي چي له څه شي سره مخامخ سوي یاست په اړه ئې ورته وږغېږئ.

۱۶. په مسافرت کي جنګ و جدل مه کوئ او کوشش کوئ چي په آسانۍ او هرڅه ژر له شخړه آمیزو مسالو تېر سئ څو تفریح او مسافرت مو خراب نه سي.

پورته ټول هغه ټکي ول چي د یوې بریالۍ جوړې د بریالیتوب او پایښت راز بلل سوي دي. چي که عملي سي؛ ان شاء الله چي اړیکه به تلپاتې، خوشحاله او بریالۍ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي