بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

۱۴هغه تاکیدي عبارتونه چې ژوند مو بدلوي

لیکنه: حسیب نورمل

ژباړه: حسیب الرحمن نورمل

تاکیدي عبارتونه په حقیقت کې ځواکمنې او قوي جملې دي چې تکرارول یې زموږ په ذهن مثبت اغېز کوي. همداراز تاکیدي عبارتونه راسره مرسته کوي چې په ژوند کې پوره انرژي، ارامه خوب، خوښۍ، وړتیا او ښه فعالیت ولرو.

راځو ۱۴هغه تاکیدي عبارتونه درسره شریکوو چې ژوند مو بدلوي:

۱-زه هغه وخت بریالی کیږم چې مثبت فکر او قوي اراده ولرم

۲-کله چې هڅه او کار کوم هومره بریا ته نیږدې کیږم

۳-زه په سالمو خوړو او په مراقبت خپل وزن کموم او مناسب وزن پیدا کوم

۴- پرځان پوره باور لرم چې بریالی کیږم

۵- زه دا وړتیا لرم چې خپل ژوند مې بدل کړم

۶- زه مې پرځان مهربانه یم او تل ښه کار ترسره کوم

۷- زه مې له خپلو موخو سره بې حده مینه لرم او ورته رسیږم به…!

۸- د خپلو مثبتو افکارو په واسطه مې خپل ژوند جوړوم

۹- دا مې د هڅو برکت دی چې په هر کار کې نوښت کوم

۱۰- زه په مثبت فکر، هیله او مینه د ژوند تصمیمونه نیسم

۱۱- زه تر نورو عالي او ښکلی یم

۱۲- له خپلې دندې سره مینه لرم، په خورا مینه خپله دنده پرمخ بیایم او هره ورځ په کې پرمختګ کوم

۱۳- ورځ په هیله او مینه پیلوم او په خوند او خوښۍ یې پای ته رسوم

۱۴- هیله لرم، چې له نېکمرغۍ او خوښۍ ډکه راتلونکې به ولرم

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حسیب نورمل