د ژوند رنګونه د ګټې خبرې روغه سټه ژوند بڼه عمومي

د خوښۍ په لور دولس(۱۲) قدمونه

لیکوال: ډاکتر درپان کاور
ژباړه : ډاکتر شمیم اتل

1- پر خپلې روغتیا تمرکز وکړه: پر خپلې فزیکي، ظاهري، عصبي او روحاني روغتیا او صحتمندۍ خیال ساته. هڅه وکړه چې تندرست و اوسي، ښه ښکاره شې. او ښه فکر وکړې.

2- ټولنیزې اړیکې وپاله : هم په واقعي او هم مجازې نړۍ کې پر لیکه اوسه. خلکو سره مخ شه. له نورو سره راشه درشه وکړه، په ناستو ولاړو کې ښکاره شه. د داسې دوستانو چې په ناسته ولاړه ورسره د خوښۍ احساس کوې یوه حلقه ولره. ځان مه منزوي کوه.

3- د بریا او واک احساس وکړه: هڅه وکړه چې د ژوند لپاره یو څه هدفونه ولرې. ورو او پرلپسې ددې هدفونو خواته روان اوسه. هڅه وکړه چې په کار او ژوند کې د سالمې سیالۍ او رقابت احساس ځان کې ورزوي. له سخت کار څخه لرې مه تښته.

4- روحانيت ته پام او دعا کوه: د خپل نفس او روح د ډاډ لپاره عبادت، دعا او ذکر کوه. له نورو سره ښیګڼه او د خیر کارونه مه هېروه.

5- نوې تجربې : نړۍ له نویو خبرو او مسلو ډکه ده، د سفر، زده کړو، مطالعې او نوې خلکو سره د مخ کیدو له لارې نوې تجربې تر لاسه کړه. یو ډول ژوند او معلومات ستړې کونکي وي. نوي تجربې به د نړۍ په اړه ستا لیدلوری بهتره کړي.

6- له کورنۍ سره وخت تېر کړه: کله ناکله کارونه یوې خواته پریږده، او کورنۍ سره پاتې شه. له خپلې کورنۍ سره ښه وخت تیرول او څه وخت د کار هیرول د خوښۍ سبب کیږي.

7- د نورو په اړه قضاوت بس کړه: په خپل مغز کې د نورو په اړه قضاوتونه پای ته ورسوه. له ټولو سره مهربانه او مرستندویه اوسه.

8- کار وکړه او ګټونکي اوسه: پیسې د خوښۍ سبب کیږي نه، خو ځینې وايي چې بیخي نه لرل یې د ناخوښۍ سبب کیدای شي. نو که ډیرې نه وي هڅه کوه چې دومره وګټې چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې دې پوره وي.

9- د صفر شخړې پالیسي ولره: له نورو سره له شخړو سخت ځان وساته او په هیڅ ډول شخړې ته مه کوزیږه. دا هله ممکنه ده چې له ځان څخه تر ټولو ډیره تمه ولرې او له نورو تر ټولو کمه تمه ولرې.

10- خوځنده او متحرک اوسه: څیړنو ثابته کړې، هغو چې خوځنده، متحرک او فعال دي، د هغو په مقایسه چې کراری پر ځای ناست او ډیر فعالیت نه کوي په ژوند کې ډیر خوښ دي.

11- متبادلې لارې ومومه: مسلو ته له نوي لیدلوري وګوره، پوښتنې راپورته کړه لکه ” نو څه ؟ “ ، ” ولې نه ؟ “ ، ” دا ژوند دی ، دا په کې راځي . “ کله چې له پیچلې مسلې سره مخامخ شوې، هڅه وکړه چې اجزاو ته یې له عقلاني او فکري پلوه وګورې.

12- نوښتګر اوسه : هڅه وکړه یو ښه ذوق وپالې، یو شوق ولرې. له عکاسۍ سره، شاعرۍ سره، سفر سره، پخلي سره، لوست او مطالعې سره. دې ذوقي شیانو ته وخت وباسه او هیروه یې مه.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */