ټولنیز ژوند روغه سټه

هغه ۱۲ شيان چې په اړه يې بايد د شرم احساس ونه کړئ

لیکنه: ياران

ژباړه: عمران لمر

هر څوک داسې څه لري چې ترې خجالت وباسي او يا پرې شرمېږي؛ په حقيقت کې زمونږ د ټولو په ژوند کې داسې يو څه شتون لري چې مونږ هره ورځ ترې خجالت وباسو.

که غواړئ په ژوند کې پرمختګ او نېکمرغۍ ته ورسېږئ؛ ۱۲ شيان شته چې بايد ورته پاملرنه وکړئ. په دې پوهېدل کولای شي ستاسې ژوند تغير کړي او له تاسې سره مرسته وکړي چې په اړه يې د شرم احساس ونه کړئ.

په واقعيت کې د دې مقالې لوستل به د دې سبب شي چې هغه ډول چې تاسې يئ، په غرور ښکاره کړئ او د شرم له وجې له نورو څه پټ نه کړئ:

۱- شخصي وخت
که غواړئ چې هم د جسمي او هم له ذهني اړخه روغ اوسئ؛ نو ښه ده چې د ځان لپاره وخت ځانګړی کړئ.
دا ډېره اړينه ده؛ نو هيڅکله ځان ته اجازه مه ورکوئ چې په ډې اړه د شرم احساس وکړئ.

۲- د احساساتو ښکاره کول
کوم وخت چې تاسې خپل احساسات ښکاره کوئ؛ په دې مانا چې تاسې يو انسان يئ، همدارنګه د دې سبب هم کېږي چې د نورو په نظر کې مينه ناک ښکاره شئ.
هيڅوک دا نه خوښوي چې له هغه چا سره اړيکه ولري چې د يو روباټ په څېر کارونه کوي.
تاسې بايد د احساساتو په ښکاره کولو کې هيڅ شرم ونه کړئ. تاسې د ځان لپاره رښتيني يئ او په دې وجه نور هم ښه آرام په تاسو باور کوي.

۳- کورنۍ او ملګري
ځينې وختونه ستاسې د شاوخوا خلک هڅه کوي تاسې ته ووايي چې کوم کار وکړئ او کوم ونه کړئ.
هيڅ وخت چاته اجازه مه ورکوئ چې تاسې لپاره تصميم ونيسي. ښه دا ده چې تاسې تصميم ونيسئ او په اړه يې له نورو نظرونه واخلئ.

۴- کار
خلک په خپلو کارونو وياړي، ښه ده چې تاسې ښه دنده ولرئ، که نه ممکن نور ستاسې د دندې په خاطر داسې څه وکړې چې تاسې د شرم احساس وکړئ.
مګر مهمه نقطه دا ده چې تاسې د خپل ځان لپاره ژوند کوئ او د نورو خبرې بايد ستاسې په روحياتو تاثير ونه کړي. هيڅکله بايد د خپل کار په هکله د خجالت احساس ونه کړئ.

۵- د نورو بخښل
تر دې که يو چا ډېر بد کار هم ستاسې په حق کې کړی وي؛ د دې پر ځای چې تل غوصه اوسئ، ښه ده چې ويې بخښئ او ترې تېر شئ.
د ژوند موخه دا ده چې تل خوښ اوسئ او دا د غوصې په شتون کې ممکنه نه ده.
زده کړه ستاسې او ستاسې شاوخوا خلکو لپاره ډېر ښه ده؛ نو په دې اساس چاته اجازه مه ورکوئ چې تاسې د کار له پايلې ووېروي.

۶- هيله ساتل
ځينې وختونه د شاوخوا خلک تاسې ته وايي چې د يو څه لپاره هيله ساتل ډېر احمقانه کار دی.
تاسې بايد د هيله من اوسېدو لپاره شرم ونه کړئ. ځينې وختونه له ستونزو د خلاصون يواځينۍ لاره هيله ساتل دي.

۷- خوش بيني
کله چې تاسې خوشبينه يئ؛ پرته له شکه به خلک تاسې ته د ساده ګمان وکړي او يا به نور منفي صفتونه درپورې وتړي. دې خبرو ته غوږ مه نيسئ.
کله چې تاسې له يو څه د ښې نتيجې تمه لرئ؛ نو په ډېر احتمال يې ترلاسه کوئ، همدارنګه که د منفي نتيجې په تمه يئ؛ نو ورسره د مخ کېدو احتمال يې زياتېږي.

۸- څه ډول چې يئ، هماغسې اوسېدل
د خپل ځان سره هيڅ ستونزه مه لرئ او د ځان په څېر له اوسېدو نه مه ډارېږئ. دا چې د يو کس پورې تړلي يئ؛ له دې ښه ده چې د نورو د څويم لاس کاپي اوسئ.
دا چې ټول خلک داسې ښکاره کړي چې نور خلک دي؛ کولی شي په ټولنه ډېر فشار راوړي چې ډېر خطر لري.

۹- د تېرو تېروتنو په هکله د شرم احساس
هر څوک تېروتنه کوي؛ که تل د تېروتنو له کولو ووېرېږئ او يا ترې ځان وساتئ؛ نو نه شئ کولای چې تجربه لاسته راوړئ.
د خپلو تېرو تېروتنو نه مه شرمېږئ او تر دې چې د داسې تېروتنو سره له مخ کېدو وروسته هم خوشحاله ژوند وکړئ.

۱۰- بدن
ځينې خلک دا ناسم تصور لري چې يا بايد پوره بدن ولري او يا بايد ځان د نورو له سترګو پټ کړي.
دا ليد لوری کاملاً ناسم دی. تاسې بايد په هغه څه چې تاسې يئ او په هغه بدن چې تاسې يې لرئ؛ ووياړئ.
هيڅکله دا اجازه مه ورکوئ چې خلک ستاسې د ظاهري شکل له وجې په تاسې ټوکې وکړي او مه هم د خلکو له نظرونو شرمېږئ.

۱۱- خواړه خوړل
ځينې وختونه خلک د خواړو خوړلو په هکله خپل نظرونه په نورو تحميلوي؛ ممکن نور خلک د غذايي رژيم په نوم تاسې ته وړانديز وکړي چې تاسې ورسره جوړ نه راځئ او يا مو د خوراک اندازه کمه کړي.
که وږي وئ، هر څومره چې مو خوښېږي خوراک وکړئ او که څوک په ډې اړوند ستاسې احساس بدوي؛ ترې وغواړئ چې مداخله ونه کړي.

۱۲- ډېره هڅه او لټه کول
ځينې وخت د هغه څه په هکله سخته لټه کول چې ناممکن ښکاري؛ د خلکو د مسخرو او رټلو سبب ګرځي.
تاسې بايد د خپلې هڅې په هکله د خجالت او شرم احساس ونه کړئ؛ بلکه بايد پوه شئ چې د شرم کار هڅه نه کول دي، تر دې که احساسوئ چې د بري يو کوچنی احتمال شته، بيا هم له هڅې لاس وانخلئ.

په اخېر کې بايد د ځان په هکله له هيڅ څه ونه شرمېږئ؛ حتی که تېروتنه هم وي. تاسې بايد له دې تېروتنې زده کړه وکړئ. په پای کې به په هغه ډول چې تاسې بدل شوي يئ، ووياړئ.

کومې مرحلې چې مونږ وړاندې کړې، د دې په تعقيبولو کولی شئ هغه څه وکړئ چې خوښېږي مو؛ تر څو يو ښه ژوند ولرئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران