ژوند او ژواک

هغه ۱۰ کارونه چې ستاسې وخت ته ارزښت ورکوي

لیکنه: کواسي بااکو
ژباړه: غازي عابد

۱- نورو ته ارزښت او اهمیت ورکول (کله چې نورو ته احترام ولرې، ارزښت ورکړي او د مهموالي احساس ورکړې)

۲- خوب کول (د اړتیا وړ خوب ته وخت ورکول)

۳- خپل وخت د خپل ځان لپاره (له بې ځایه وخت تیرونې یا د بل چا لپاره د خپل قیمتي وخت هسې تیرونې نه مخنیوی)

۴- لوستل یا مطالعه کول. همدا راز د غږیزو کتابونو اورېدل هم.

۵- سپورټ کول (بدن ورزش ته ډیره اړتیا لري، په کار دی چې باید پاملرنه ورته وشي، څومره چې کولی شۍ دوامداره سپورت وکړئ)

۶- لیکل کول لکه ناولونه لیکل (هر ډول لیکل کول او پرلپسې لیکل کول)

۷- زده کړه کول (په خاص ډول د خپل ځان په اړه زده کړه، ددې ترڅنګ په دې پوهېدل چې چارې څنګه روانې دي او نړۍ څرنګه مخته ځي)

۸- سفر کول (بیلابیلو ځایونو ته د درس، چکر او مناسبو کارونو لپاره تلل)

۹- هر ډول زده کړو ته مخه کول (یعنې په ژوند کې د هر مناسب کمال او هنر یادول، ځکه ګڼ شیان زده کول بې ګټې نه وي)

۱۰- د هرې هغې لارې تعقیبول او عملي کول چې له تاسې سره ستاسې په پرمختګ او وده کې مرسته کوي. ( د زده کړو لپاره د بیلابیلو لارو تعقیبول او نه ستړي کیدونکې هلې ځلې)

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */