بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه

له ژوند سره جوړ راسئ او د ژوند ۱۰ مهارتونه زده کړئ!

اعلان

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

په نننۍ نړۍ کي د ژوند کولو مهارت چي خپل ځان ته سختوالی او مغلق والی لري، یو انکار نه منوونکی ضرورت دئ خو که د ژوند د مهارتونو په باره کي بحث کوو، لومړی باید له تېر سره یو قیاس ولرو.

هر څه دمخه باید دا پوښتنه وکړو چي په نننۍ نړۍ کي ژوند، له تېرو سلو کلونو سره په قیاس کي، څوندي تغیر کړی دئ؟

رښتیا دا دي چي ژوند او څنګه ژوند کول یو له هغو مفاهیمو څخه دي چي په عمومي او خصوصي ډول ئې په اړه خورا بحثونه سوي دي. هغه پوښتنه چي د انساني علومو د پوهانو پام ئې ځان ته اړولی دئ، دا دئ چي ښه، سالم او رغوونکی ژوند څنګه دئ او دغسي يوه ژوند ته د رسېدو له پاره باید څه وکړل سي؟ کله چي هم موږ د ژوندانه د مهارتونو په اړه ږغېږو، ځیني دغسي حللاري بیانېږي چي کولای سي انسان دغه ډول يوه ژوند ته نژدې کړي او نېکمرغي له ځانه سره ولري.

ددې له پاره چي د ژوندانه مهارتونو مفهوم مو لا ښه درک کړی وي باید له دوو زاویو څخه چي د ژوند په باره کي سته وږغېږو. د ژوند په باره کي له دوو نظرونو څخه یو خیالي هغه دا دئ، چي ښه ژوند، داسي يو ژوند دئ چي پکښي هیڅ ډول خشونت، جنګ او جدل نه وي او د افرادو په ژوند کي هیڅ ډول اندېښنه او تشویش نه وي. افراد په یوه خیالي موقعیت کي ژوند کوي او هیڅ ډول کشمکش نه سي کولای چي د هغه ژوند تغیر کړي. خو یو بل نظر هم سته چي د ژوند بنسټ په ستونزو، ناراحتۍ، ضایع کولو، او یوه عجیبه کشمکش کي ویني. دا چي د هري ورځي په تېرېدو سره زموږ له عمره یوه ورځ کمېږي او موږ سپین ږیري کيږو، هره پلار چي خپلو سپینو وېښتانو ته ګورو او همدا چي د خپلي چهرې او پوست ګونجو ته ګورو.

کله چي مو ومنل چي ژوند همېشه او په ټولو موقعیتو کي قناعت بخښوونکی نه دئ، باید داسي لاره انتخاب کړو چي په مټ ئې لا زیات آرامش او سکون ولرو.

همدارنګه موږ باوري یوو چي د ژوند د ادامې له پاره هره ورځ زموږ وخت او سلامتیا کمېږي. له بلي خوا څخه همېشه په ژوند کي له دې مسلې سره مخامخ یوو چي باید له خپلو غوښتنو تېر سو او له ځانو سره حساب وکړو چي زموږ ډېری غوښتني یوه له بلي سره جوړي نه دي.

اوس که پورته دوه نظرونه څنګ پر څنګ کښېږدو او وروسته د ژوندانه د مهارتونو په اړه خبري وکړو، باید ووایو چي د ژوندانه مهارتونه په لومړي قدم کي، د دوهم نظر منل او قبلول دي. وروسته چي مو کله ومنل چي ژوند هر وخت او هرکله په یوه حالت کي نه دئ، باید یوه داسي لاره انتخاب کړو چي په مټ ئې لا ډېر سکون ولرو.

د ژوند مهارتونه موږ ته راښيي چي څنګه لاره انتخاب او څنګه باید ژوند وکړو څو لا ډېر موافقت او په پسې سکون ولرو څو وکولای سو له هغه څخه خوند واخلو. د ژوند مهارتونه د يوه خیالي ژوند ښار جوړول نه دي چي هیڅ مشکل دي پکښي نه وي او د ژوند ترخه واقعیتونه او ناکامۍ دي په هغه کي بې معنا وي بلکي د ژوندانه مهارتونو یوه ډېره مهمه برخه د ژوندانه له همدې ترخو واقعیتونو سره جوړ راتلل دي چي د ژوند په جوړښت کي خورا مهم عنصر دئ او څوک چي توافق کولای سي په واقعیت کي بهتر مهارت لري.

په مجموعو کي ویلای سو هغه کسان چي غوره مهارت لري هغوندي بهتر د ناکامیو او ماتیو سره جوړ راځي، خپل کشمشکونه حلوي او مختلفي حللاري لري چي کولای سي له هغو ځني په مختلفو حالاتو او شرایطو کي استفاده وکړي.

دغه وړتیاوي (د ژوند مهارتونه) فرد پر دې توانا کوي څو خپل مسئولیت او اجتماعي نقشونه ومني او ځان یا نورو ته له زیان رسولو پرته، له خپلو غوښتنو، هیلو او مشکلاتو سره مخامخ سي.

د ژوند لس مهارتونه چي د روغتیا نړیوال سازمان مشخص کړي دي، عبارت دي له:

۱ـ د ځان پېژندني مهارت

۲ـ د همدلۍ مهارت

۳ـ د افرادو د خپلمنځي اړیکو مهارت

۴ـ د اغېزناک تماس/ارتباط مهارت

۵ـ له سټریس او فشار سره د مقابلې مهارت

۶ـ د هیجان او تنوع د مدیریت کولو مهارت

۷ـ د ستونزي د حلولو مهارت

۸ـ د پرېکړي کولو مهارت

۹ـ د نوښتګر او خلاق تفکر مهارت

۱۰ـ خلاقانه تفکر مهارت

که وغواړو چي د ژوندانه مهارتونو ګټي او اغېزې تاسي ته حساب کړو، نو ډېري مهمي او ګټوري اغېزې بې عبارت وي له:

۱ـ د ځان، کورنۍ، ژوند ملګري، اولادونو، دوستانو، هکارانو او ټولني له بېلابېلو هیلو او تمنیاتو سره جوړ راتلل؛

۲ـ له امکاناتو، ټکنالوژۍ او ژوندانه محیط سره د یوې لذت بخشي اړیکي رامنځ ته کول؛

۳ـ د محیط له طرفه د رواني فشارونو دفع کول؛

۴ـ له اقتصادي مسایلو او معیشتي اړتیاوو سره جوړ راتلل؛

۵ـ د کورني مدیریت او اولاد روزني پیاوړتیا؛

۶ـ پر ځان د باور پیاوړی کول؛

۷ـ د ارتباطي مهارتونو پیاوړي کول؛

۸ـ د جسمي او رواني سلامتیا تضمینول؛

۹ـ د سکون او ژوندانه د خوند تضمینول؛

۱۰ـ ځاني پرمختګ، نېکمرغي او خوشحالي؛

هیله لرو چي زموږ ددې لیکني په لوستلو سره د ژوندانه د لا زیاتو مهارتونو سره آشنا سئ او په ورځني ژوند کي ور ځني ګټه واخلئ.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي