کلتور او هنر

د (زیرو) فلم ټریلر په دوه ورځو له ۶ کروړه ډیرې پیسې ګټلي

د هندۍ سېنما د وتلي ستوري او کنګ خان د راتلوونکي فلم ټریلر له خپرېدو وروسته د ډېرو خلکو پام دغه فلم ته اړولی.

د ټریلر له لیدلو وروسته مینوال د فلم د ریلیز لپاره په بې صبرۍ انتظار باسي.

شاه رخ خان د راتلوونکي فلم (زیرو) ټریلر په ټولنیزه مېډیا باندې له خپرېدو وروسته ډېر ریکارډونه مات کړل.

دغه ټریلر په دوو ورځو کې تر اوسه پورې تر ۶ کروړه زیاتې پیسې ګټلي دي.

د هندوستاني رسنیو د رپوټ له مخې د شاه رخ خان د نوي فلم(زیرو) ټلریر په مینوالو کې یوه انګازه خپره کړې او هر طرف د نوموړي د فلم خبرې کیږي او مینوال د فلم د خبرېدو انتظار په ډېرې بې صبرۍ کوي.

د انند رائي په لارښوونه جوړیدونکی دغه فلم چې ټریلر یې دوه ورځې وړاندې د نومبر په ۴ خپور شوی او خلکو تر منځ د خوښې اندازه له دې معلومیږي چې د ۳دقیقو او ۱۴ ثانیو دغه ټریلر په دوه ورځو کې تر ۶ کروړه زیاته ګټه کوي.

د یادولو ده چې د کنګ خان (شاه رخ خان) په خپل پروډګشن جوړیدونکي فلم (زیرو) کې د ټيټ قد څښتن رول لوبولی، چې ورسره په مقابل کې انوشکا شرما د یوې ذهني معلولي نجلۍ کار کړی.

په همدغه فلم کې کټرینه کیف د خپلې اداکارۍ جادو خپلو مینوالو ته ښودلی.

اټکل دی چې دغه فلم به د روان ۲۰۱۸ مېلادي کال په ډسمبر میاشت کې په ۲۱ تاریخ باندې د سینما د پردې د ښکلا لامل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی