کلتور او هنر

د 2.0 فلم ټریلر د مینوالو له تاوده هرکلي سره مخ شو

د ساینس په برخه کې د هندۍ سینما د مشهور فلم (ربوټ) د دویېمې برخې ټلریر له خپرېدو سره سم د مینوالو د هرکلي وړ ګرځېدلی.

روبوټ په هندۍ سینما کې د ساینس له هغه فلمونو دی چې زیات مینوال لري، په دغه فلم کې یو ماشیني سړی چې په برق چارج کیږي او له اوسپنو جوړ شوی< خو کارونه د انسان په څېر کوي او کټ مټ انسانانو ته ورته هم ښکاري.

په ربوټ فلم کې مشهور فلمي لوبغاړی رجني کانت مرکزي رول لري چې ورسره څنګ کې د فلمي نجلۍ د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه ایشوریا رائي وه.

د دغه فلم دویېمه برخه اوس جوړیږي چې ټلریر یې تېره ورځ خپور شوی او د زیاتو مینوالو د خوښې وړ ګرځېدلی.

د ربوټ فلم په دويېمه برخه(2.0) کې هم رجني کانت مرکزي رول لري خو تر څنګ یې د هندۍ سینما بل وتلی ستوری او اکشن هېرو اکشی کمار هم شته.

د رجني کانت او اکشي کمار د دغه فلم (2.0) ټریلر انتظار مینوال له ډېره وخته کوي خو اوس یې د فلم ریلیز کېدو ته تر ټریلر زیاته تلوسه ده.

د دغه فلم ټریلر له خپرېدو سره سم په یوټیوب یوازې په څو ساعتونو کې په لکونو لایکونه واخیستل.

په ټریلر کې ښکاري چې مشهور لوبغاړی رجني کانت یو ځل بیا په دغه فلم کې د ربوټ په رول کې راځي، خو په نورو فلمونو کې د ویلن یا د فلم د منفي رول اداکوونکي ټکوونکی اکشي کمار ښکاري چې په دغه فلم کې منفي رول لري، دغه فلم له ټریلر څخه معلومیږي چې بهترینه ویډیوې ایفکټونه پکې استعمال شوي دي.

په دغه فلم کې اکشي کمار د ډاکټر رچرډ په ډاروونکي رول کې راځي چې د نورو فلمونو په پرتله بیخې مختلف معلومیږي.

نوموړي ویلي، ده لپاره د ډاکټر ریچرډ رول لوبول بیخي سخت و او زیاتوي چې په لومړي ځل يې په فلم کې د 4D Sound تخنیک کارېدلی.

د فلم لارښود او جوړونکی ایس شنکر د فلم د ویډیو جوړښت په تړاوو ویلي چې په دغه فلم کې یې سخت ترین ویډیو ایفکټونه کارولي.

دا وایي چې د دغه فلم کار یوې کمپنۍ په ځانته ځان ونشو کولی، نو د یوې بلې کمپنۍ سره یې هم قرداد وکړ، همدا لامل شو چې فلم یو کال نور هم وځنډېده.

یاد فلم د ۵۴۳ کروړه بودېجې په مصرف نه یوازې په هندوستان کې بلکې په ټول نړۍ کې د ۱۰ ډېرې مصرف شوې بودیجې په فلمونو کې راځي.

فلم 2.0 به روانې نومبر میاشتې په ۲۹ په سینما ګانو کې په 3D او 2D بڼه وړاندې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی