یو ځانمرګي مدینه کې د نبوي جومات مخې ته چاودنه کړې- جده او قطیف کې هم بریدونه شوې

د دوشنبې په ماښام د سعودي عربستان د مدینې منورې ښار کې د مسجد نبوي مخې ته یو ځانمرګي چاودنه کړې ده .

د عربیه تلویزون وايي، چاودنه ددې جومات د امنیتي ساتونکو مرکز ته نژدې شوې ده . په ټولینزو رسنیو کې د پېښې خپروشو تصویرونو کې د چاودنې پر ځای کې یو اور اخیستی موټر لیدل کیږي .

دم ګړۍ د تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی .

مسجد نبوي د مدینې په ښار کې چې تر مکې وروسته د مسلمانانو دویم سپیڅلی ښار دی موقیعت لري . او د اسلام د پیغمر حضرت محمد ص قبر هم همدلته دی .

په مدینه کې په دې چاودنې پسې په ختیځ ښار قطیف کې دوه چاودنې شوې او همدارنګه په جده کې چې د سعودي دویم لوی ښار دی د امریکا قونسلګری ته نژدې ځانمرکی برید شوی ده .

قطیف کې چې ډیر استوګن یې شیعه مسلمانان دي خلکو رسنیو ته ویلي یو پلي ځان وژونکي او بل موټري بمي برید ګر دغلته چاودنې کړي خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی .

ویل کیږي چې چاودنې د ماښام پر مهال شوي چې ډیر خلک د روژه ماتې لپاره په کورونو کې وو .

د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي د جدي په ځانمرګي برید کې دوه امنیتي ساتونکي ټپیان شوي او خپله برید ګر وژل شوی دی .

له سعودي عربستان څخه د چاودنو راپورنه په داسې حال کې ورکول کیږي چې د نړۍ مسلمانان ، د دوشنبې په ورځ له دې هیواد څخه د کوچني اختر د میاشتې د لیدو د ښه خبر په تمه وو .

سعودي چارواکو ویلي چې د شوال میاشت نه ده لیدل شوې او له همدې کبله به د سه شنبې په ورځ روژه وي .

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.