okkkkk

یوونې بائر؛ د اروپا د مجلو د خپرونکي تر ټولو ستر ګروپ مشره

«یوونې بائر» په اروپا کې د رسنیو د یوه ستر ګروپ تر ټولو سرتره ونډه واله ده.

نوموړې ته کاروبار له خپلو مشرانو پاتې دی. د رسنیو د دغه ستر ګروپ بنسټ ان په ۱۸۷۵ زېږدیز کال کې اېښوودل شوی دی.

نیکه یې چې په مسلکي لحاظ حجار و، په همدې کال د بزنس کارټونو لپاره یوه هټۍ د جرمني په هامبورګ ښار کې برانیسته.

د نیکه تر مرګ وروسته د یوونې پلار « هېنز هېنریچ بائر» د دغه کار د پراختیا لپاره هڅې پیل کړې. هغه پر جرمني سربېره نورو هېوادونو ته د فعالیتونو د غځولو په لټه کې شو. د دغو هڅو په لړ کې یې لومړنی ګام په ۱۹۸۱ زېږدیز کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د مېرمنو لپاره د ځانګړې شوې اوونیزې مجلې خپرول وو. د دې مجلې نوم د ښځو نړۍ وه.

بائر اوس په اروپا کې د مجلو د خپرولو تر ټولو ستر ګروپ دی چې تمرکز یې تر ډېره د ښځو لپاره پر چاپېدونکو مجلو دی او په ۱۶ هېوادونو کې فعالیتونه لري.
دغه ګروپ اوسمهال ۶۰۰ مجلې، ۴۰۰ ډیجتلي تولیدات او ۵۰ راډیوګانې او تلوېزیونه لري.

فوربس مجله وايي له بائر سره شاوخوا ۱۱۰۰۰ زره کسان کار کوي او د کلنیو عوایدو کچه یې تر دوه اعشاریه شپږ میلیارده ډالرو اوړي.

یوونې چې اوس د دغه ګروپ اجرایوي مشره ده په ۱۹۷۶ یا ۱۹۷۷ زېږدیز کال کې زېږېدلې ده.

تر ښوونځي وروسته یې په بمبرګ پوهنتون کې ژبپوهنه لوستې ده. کله چې له پوهنتون فارغه شوه د هوفمن اېنډ کاپ په نوم له یوه خپرندوی بنسټ سره یې کار پیل کړ. په ۲۰۰۵ زېږدیز کال کې د خپلې کورنۍ له کاروبار سره یو ځای شوه.
په ۲۰۱۰ زېږدیز کال کې وروسته له دې چې پلار یې د خپل کاروبار ۸۵ سلنه ونډې دې ته ورکړې، د ګروپ اجرایوي مشره هم وټاکل شوه.
دریو نورو خویندیو ته یې په ګروپ کې یوازې پنځه پنځه سلنه ونډې رسېدلې دي. نوموړې ډېر کله د بیان د ازادۍ اړوندې خبرې او ددغه حق لپاره مبارزه کوي.

فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په څلورمه نېټه د نوموړې او کورنۍ پانګه یې دوه اعشاریه اووه میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۶۳ ام او د جرمني د میلیاردرانو ترمنځ ۵۰ ام ځای لري.
۳۸ کله یوونې بائر لا هم مجرده ده او د جرمني په هامبورګ ښار کې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.