maxresdefault

یونان کې اوه تنه افغان زلمکي په یخچال لرونکي کانټینر کې موندل شوي

د یونان په ختیځ کې پولیسو ویلي دي ، اوه تنه افغان زلمکي یې په هغې یخچال لرونکې لارۍ کې موندلي دي چې ایټالیا ته یې هندواڼې انتقالولې .

ددې افغان کډوالو عمرونه له ۱۵ څخه تر ۱۷ کلونو پورې ښودل شوي دي او د سې شنبې په ورځ د یونان د ”میسلونغي“ په نوم یو ښار ته نژدې پرې پولیس خبر کړی شول .

ویل کیږي دا افغان زلمکي وروسته له هغې وژغورل شول چې د لارۍ سربي موټر چلونکي د لار له یخچال لرونکي کانټینر څخه د دوی نارې سورې واوریدې چې د موټر د ودرلو غوښتنه یې کوله . لارۍ چلونکي وروسته پولیسو ته ټیلفون وکړ او دا اوه تنه له بند او یخ وهلي کانټینر و ایستل شول .

د یو نان پولیس وايي دا افغان کډوال د قاچاقچیانو له خوا هغه مهال په دې لارۍ کې ځای پر ځای شوي وو چې د لارۍ چلونکي د دمې لپاره یو ځای تم شو.

وروسته له هغې چې ګڼو اروپايي هیوادونو د مارچ په میاشت کې خپلې پولې وتړلې د پنځوس زرو په شا او خوا کې کډوال دا مهال په یونان کې ایسار پاتې دي .

په دوی کې چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي له ډیرو سره پیسې تمامې شوې ، له سختو ستونزو سره مخ دي .photo_verybig_118320

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.