mori

یوشیکو موري؛تر ټولو شمتنه جاپانۍ

” یوشیکو موري“ د مشهور جاپاني سوداګر مینورو موري کونډه ده. د مینورو کاروبار او شتمني په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د هغه تر مړینې وروسته یوشیکو ته پاتې شوه.

مینورو په توکیو پوهنتون کې له زده کړو وروسته د خپل پلار له ساختماني کمپنۍ سره یو ځای شو. مشر ورور یې اکیرا موري چې هغه هم میلیاردر دی او ژوندلیک یې تر دې وړاندې تاسې لوستی له دې کمپنۍ سره کار کاوه.

دواړو وروڼو له پلاره د ورپاتې کاروبار د پراختیا لپاره ډېرې هڅې وکړې، تر دې چې هغه یې د جاپان د ساختمان په صنعت کې پر یوه مشهور برنډ بدل کړ.

د موري بلډېنګ په نوم د دوی کمپنۍ له دې کبله مشهوره ده چې په جاپان او یو شمېرو نورو هېوادونو کې یې مشهورې ودانۍ جوړې کړې دي. له دغو ودانیو یوه یې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې « راپېنګي هېلس» ودانۍ ده. دغه راز په چین کې تر ټولو لوړه اسمانڅکې ودانۍ « شنګهای ورلډ فاینینشل سنټر» هم د همدې کمپنۍ له کارونو څخه دی.

موري کمپنۍ د دغه ډول ودانیو د جوړولو ترڅنګ په جاپان په ځانګړي ډول د پلازمېنې توکیو د عصري ښار جوړونې په برخه کې ونډه لري.

د دغه ډول فعالیتونو یوه بېلګه یې په ۲۰۱۴ کال کې د جاپان له حکومت سره هغه تړون دی چې له مخې یې کمپنۍ د ۲۰۲۰ کال د اولمپیک تر لوبو د مرکزي توکیو د بیارغونې مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

یوشیکو موري د پیسو لپاره د خپلې کمپنۍ د کارونو پر سمبالولو سربېره ځینې خیریه او غیر انتفاعي کارونه هم ترسره کړي. د دغه ډول کارونو یوه بېلګه یې په ۲۰۰۴ کال کې د موري په نوم د یوه موزیم جوړل دي. په دغه موزیم کې ډېر تمرکز د جاپان پر معاصرو هنرونو دی او د جاپاني هنرمندانو ملاتړ کوي.

د ۲۰۱۶ کال لپاره د فوربس مجلې له لوري د تازه خپاره شوي نوملړ له مخې د مېرمن یوشیکو موري پانګه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې
د ۲۰۱۶ کال لپاره د فوربس مجلې له لوري د تازه خپاره شوي نوملړ له مخې د مېرمن یوشیکو موري پانګه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې

د ۲۰۱۶ کال لپاره د فوربس مجلې له لوري د تازه خپاره شوي نوملړ له مخې د مېرمن یوشیکو موري پانګه دوه اعشاریه نهه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۸۸ ام او د جاپاني میلیاردرانو ترمنځ ۱۱ ام ځای لري. د یادولو ده چې په ښځینه شتمنو کې تر ټولو وړاندې ده، یعنې د جاپان لومړنۍ میلیاردره مېرمن ده.

یوشیکو موري ۷۵ کلنه ده، دوه اولادونه لري او د جاپان په پلازمېنه توکیو کې ژوند کوي. په رسنیو کې د نوموړې د زده کړو په اړه څه نه دي ویل شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.