1416392479808

ګینا رینیهارټ ؛ په هره ثانيه کې ٦٠٠ډالره ګټي

ګینااسترالیايي ده . داسې يوه ښځه ده، چې په هره ثانيه کې ٦٠٠ډالره ګټي او شنوونکي اټکل کوي چې ښايي ډېر ژر يې شتمنۍ له ١٠٠ميليارد ډالرو واوړي او د نړۍ تر ټولو شتمنه شي. دا داسې يوه مېرمن ده چې شپه او ورځ په خپل کار بوخته وي له همدې امله په خپل هېواد کې تر ټولو پر کاره ښځه بلل کېږي. نه له شخصي اړيکو سره کومه مينه لري او نه هم چاسره له ناستې خوند اخلي بلکه وايي چې غواړم هره ثانيه مې د پرمختګ ثانيه وي. يوه کوچنۍ شېبه مې هم بې ځايه نه وي تېره شوې.

ګینا په ١٩٥٤کې د اسټراليا په پرت کې زيږيدلى، د فرانک راينهارت په نوم له يوه وکيل سره يې واده وکړ. اوس يې طلاق اخيستى او څلور بچيان لري. کمپنۍ يې ((هنکوک پراسپيکټينګ))نوميږي چې په ١٩٩٢کې د پلار له مرګه وروسته ورته پاتې شوې ده.

د فوربس د ۲۰۱۶ شمېرو له مخې ګینا د یولس ميليارد ډالرو په لرلو په اسټراليا کې لومړۍ او په نړۍ کې ۱۲۷ مه لويه شتمنه ده. نوموړې همدارنګه په ۲۰۱۶ م کال کې د نړۍ یو پنځوسمه پیاوړې ښځه بلل شوې ده .

سيټي ګروپ هغه د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه ګڼي،ځکه وايي نورې ميلياردرانې ښځې چې له هغه ډېره شتمني لري هغوى په شريک کار کې ګټلې، خو ګيناراينهارت بيا شريک نه لري او پيسې يې په خپله ګټلې دي.

د ګيناراينهارت د برياليتوب راز له دې هم ښکاري چې د نړۍ د نني اقتصادي بحران سره سره هغه په هره ثانيه کې په سلګونو ډالره ګټي. د ګینا اصلي کسب و کار د اوسپنو د کانونو په برخه دى يعنې د اوسپنې کانونه را باسي، تر څنګ يې د ١٠تلويزيوني چينل ونډه واله هم ده چې د اسټراليا د دريو سترو تلويزيوني شبکو څخه يوه ده.

همدارنګه په فيرفکس ميډيا کې هم ونډه لري،فيرفکس په اسټراليا کې د ورځپاڼو د خپرولو دويمه لويه خپرونکې اداره ده،خو په وروستيو کې يې په دې ادارې کې ونډه کمه شوې ده.
دا چې هغه ته کمپنۍ په ميراث پاتې شوې، خو هغه له دې خبرو سخته بده وړي وايي دا پيسې يې په خپل زيار پيداکړې ځکه د پلار له مرګه وروسته يې کمپنۍ ته خپله پراختيا ور کړې ده.

شنونکي د پلار تر مرګ وروسته د کانونو په برخه کې د هغې پانګونې ته د يوې بريالۍ پانګونکي په سترګه ګوري وايي په رښتيا چې لور له پلاره تکړه وه. هغه اوس په اسټراليا او نورو هيوادونو کې ښځو ته د نمونه مبتکرې او با استعداده ښځې په توګه مشهوره ده.

يو ځل چا و پوښتله چې څه شى درته ډېر ښکلى دى،هغې د اوسپنيزې تيګې يوه ټوټه په لاس کې واخيسته ويې ويل دا راته تر ټولو څيزونو ښکلې ده ځکه دې څيز زما ژوند بدل کړى.
يو ځل چا و پوښتله چې څه شى درته ډېر ښکلى دى،هغې د اوسپنيزې تيګې يوه ټوټه په لاس کې واخيسته ويې ويل دا راته تر ټولو څيزونو ښکلې ده ځکه دې څيز زما ژوند بدل کړى.

يو ځل چا و پوښتله چې څه شى درته ډېر ښکلى دى،د پوښتونکي موخه دا وه چې هغه به ورته يا د ځان ځينې آرايشي سامانونه ياده کړي او يا به هم ورته د کوم ځاى نوم واخلي خو هغه ددې خلاف د اوسپنيزې تيګې يوه ټوټه په لاس کې واخيسته ويې ويل دا راته تر ټولو څيزونو ښکلې ده ځکه دې څيز زما ژوند بدل کړى، زه يې ميلياردره کړې يمه نو ځکه راته تر ټولو ښکلې ده.

په وروستيو کې يې د سنګاپورسينټوسا په جزيره کې د ٤٥ميليون ډالرو په ارزښت دوه اپارتمانونه وپيرل.

هغه سخته مغروره ښځه ده او د اسټراليا په سياست کې هم يوه اغېزمنه څېره ده.په وروستيو کې يې د ويناوو او مقالو يوه ټولګه هم په اسټراليا کې خپره شوې ده.