دا لیکنه ، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب  رسنیو ته استولې ده .
دا لیکنه ، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب رسنیو ته استولې ده .

ګلبدین حکمیتار کابل ته د پخلاینې لپاره نوې شرطونه ايښي

راپورونه وايي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د افغان حکومت سره د سولې د تړون د لاسلیک لپاره څو نوې شرطونه وړاندې کړي دي .

د اسوشیتید پریس خبري اژانس چې په دې اړه یې راپور خپور کړی وايي، د ښاغلي حکمتیار نوې شرطونه ښايي د افغان حکومت لپاره د منلو وړ ونه اوسې .

اسوشیتید پریس خبري اژانس په دې موضوع د یو شمیر باخبره افغان چارواکو له خولې ویلي چې د ګلبدین حکمتیار یو شرط له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون لغوه کول دي . دا تړون چې د ملي یووالي حکومت واک ته له رسیدو سره سم لاسلیک کړ ، د ځینو شرایطو لاندې په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو د پاتې کیدو اجازه ورکوي .

دې افغان چارواکو چې اسوشیتید پریس خبري اژانس یې نومونه نه دي یاد کړي ویلي ، د حکمتیار په نورو شرطونو کې د افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د مهال ویش ټاکل او د افغانستان د دولت له خوا ددې مهال ویش لاسلیکول شامل دي .

د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم دد بیا ویلي چې نژدې څو اونۍ مخکې له اسلامي حزب سره یوه موافقه شوې او یوازې د نهايي کیدو لپاره د ګلبدین حکمیتار لاسلیک ته پاتې وه .

خو اوس چارواکي وايي چې د اسلامي حزب د مزاکره کونکې پلاوي مشر امین کریم او د ګلبدین حکمیتار زوی د ښاغلي حکمیتار یو لیک په وروستیو کې ولسمشر غني ته سپارلی دی .
د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا دا شرطونه چې افغان حکومت ښايي منلو ته غاړه کېنږدي په همدې لیک کې یاد شوي دي .

عطا الرحمن سلیم ویلي چې ددې لیک له جزییاتو نه دی خبر خو له دې خبر دی چې کریم امین او د حکمتیار زوی تیره اونۍ تش لاسونه له کابله ولاړل .

ویل کیږي چې د اسلام حزب د مذاکره کونکي هییت مشر امین کریم په دې وروستیو کې د حکمتیار له اړخه یو لیک ولسمشر غني ته سپارلي چې په کې دا شرطونه یاد شوې دي .
ویل کیږي چې د اسلام حزب د مذاکره کونکي هییت مشر امین کریم په دې وروستیو کې د حکمتیار له اړخه یو لیک ولسمشر غني ته سپارلي چې په کې دا شرطونه یاد شوې دي .

ارګ ته یوې نژدې سرچینې بیا دا اسوشیتید پریس خبري اژانس دا راپور رد کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د اسلامي حزب سره به په نژدې وخت کې د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي .

خپله اسلامي حزب تر اوسه ددې راپور په اړه کومه تبصره نه ده کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.