کوټ کې جګړه دوام لري ، ځايي خلک حکومت پر بې غورۍ تورنوي

د ننګرهار په کوټ کې د داعش له ډلې سره د تړولو وسلوالو ، ځايي خلکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده . افغان چارواکي ادعا کوي چې د تیرو درې ورځو په جګړه کې یې یو سلو یو دیرش تنه د داعش وسلوال وژلي دي .

د ننګرهار د چارواکو په وینا د جمعې له ورځې په راپیل شوو جګړو کې چې په کوټ ولسوالۍ کې د سیمې د خلکو پر کورنو د داعش له پراخ یرغل پیل شوې ، اوتنه امنیتي سرتیري او پنځه ولسي خلک هم وژل شوي . د ننګرهار د والي سلیم کندزي په وینا ۳۱ تنه ټپیان چې دیارلس یې ولسي خلک دي .

د شنبې په ورځ په رسنیو کې هغه تصویرونه خپاره شول چې داعش په سیمه کې د خلکو کورنو ته اور اچولی او د ښځو په شمول یو شمیر ځايي ولسي خلک له ځان سره یرغمل بیولي دي .

د ننګرهار والي په جلال اباد کې خبریالانو ته ویلي چې د سید احمدخیلو او سیپۍ په کلیو کې لا هم جګړه روانه ده او سیمې ته یې ۲۰۰ سیمه ایز پولیس استولي دي . نوموړي هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې دغلته د داعش وسلوالو ښځې یرغمل کړي دي . نوموړې وویل یو شمیر ښځې او ماشومان نادرکه وو خو وروسته څرګنده شوه چې د جګړې له سیمې امن سیمو ته تللي وو.

د کندوزي په وینا په سیمه کې د داعش پر اهدافو هوايي بریدونه هم شوې چې درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده .

نوموړې ویلي :

” نژدې ۳۶ وسلوال په مخامخ جګړه کې وژل شوي او ۹۵ نور په هوايي بریدونو کې وژل شوي . په کوټ کې لا هم جګړه روانه ده . “

ویل کیږي چې هوايي بریدونه په کوټ او اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو له خوا د داعش پر خلاف شوي دي .

په سیمه کې د ملي امنیت سرچینو ویلي چې د شپږ سوو په شا او خوا کې وسلوالو د سعد امارتي په مشرۍ د کوټ پر ولسوالۍ برید کړی دی او امنیتي ځواکونه یې د په شا تنبولو هڅه کوي .

ځايي خلکو او قومي مشرانو د داعش خلاف جګړه کې د امنیتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړی خو د ننګرهار ولایتي چارواکي او کابل میشتي چارواکی یې په سیمه کې د داعش خلاف په پریکنده اقداماتو کې په پاتې راتلو او بې غورۍ تورن کړي .

داعش له تیرو دوو کلونو راهیسې په یو کم شمیر بهرني وسلوال د ننګرهار د اچین او کوټ په ولسوالیو کې ځای پرځای کړي او دغلته یې د سیمه ایزو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي او د هغوی ژوند یې تریخ کړی . له دې سیمې څخه پر بمونو د خلکو د کینولو او الوزولو په شمول ، د ښځو تر برمته کیدو پورې تل زړه بوږنونکي راپورونه خپاره شوې دي .

په ننګرهار کې ځايي خلکو یاران انلاین ته ویلي ، مرکزي حکومت نه یوازې دا چې ننګرهار کې یې کمزوري ځايي چارواکي ټاکلي دي ، په دې ولایت کې یې د داعش ستونزه جدي نه ده نیولي او ان په ځینو وختونو کې خو داسې اوازې هم خپرې شوې چې په کابل کې میشت ځینې چارواکي نه غواړي په سیمه کې د داعش وسلوال له منځه ولاړ شي .

دننګرهار د خوګیاڼیو یو قومي مشر یاران ته وویل په خوګیاڼیو او ځینو نورو ولسوالیو کې له دې کبله چې خلک له حکومت نهیلي شوي د داعش څخه یې د خوندیتوب لپاره د ځايي طالبانو ملا تړلی ده .

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د شنبې په ورځ په یو بیان کې د داعش جګړیز تکتیکونه کرغیړن او وحشیانه وبلل او ټینګار یې وکړ چې له داعش څخه به د کوټ د سیمه ایزو خلکو سر و مال ته د اوښتي زیان غچ واخلي .

بل خوا د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ وايي،

”د ملي امنیت شورا دفتر د سیاسي چارو سلاکار ښاغلي فرید ماموندزي د ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ له قومي مشرانو سره وکتل. په لېدنه کې د کوټ ولسوالۍ پر وضیعت خبرې وشوې او د هغه ولسوالۍ د قومي مشرانو ټولې غوښتنې واورېدل شوې. نن ماځیګر به د امنیتي اورګانونو د مشرتابه په غونډه کې په کوټ ولسوالۍ کې د امنیت د تامین په اړه هم خبرې او پرېکړې وشي.“

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.