shutterstock_112957657

کورنی اقتصاد څنګه جوړ کړو؟

 

د کورني اقتصاد مدیریت په اوسمهالي دور کې د لګښتونو او عوایدو د تشخیص او ادارې مهمه لاره ګڼل کیږي.

د کورنیو اړتیاوو تشخیص او ددغو اړتیاوو پر بنسټ د لګښتونو جلا کول، د پیسو سپما او زیرمه کولو ته لاره اواروي. هغه معاش لرونکي نارینه او ښځې، چې په سر کې یې د کورني اقتصاد د تنظیمولو فکر وي، ډېر لږ له تګلاسۍ سره مخ کیږي.

یو شمېر کسان ډېر ښه معاشونه لري، خو تر اوسه نه کور لري، نه پانګه او نه هم موټر. د دا ډول کسانو مصداق (( اب در کوزه ما تشنه لبان می ګردیم)) متل دی. دوی د پیسو او ښه عاید له شته والي سره سره مفلس دي. پوهیږﺉ علت یې څه دی؟

دغه کسان د عوایدو او لګښتونو ترمنځ د انډول په موخه خپلې اړتیاوې په پام کې نه نیسي او کورنی اقتصادي مدیریت یې یوازې تر ورځې او میاشتې محدود دی. دوی د اوږده مهال لپاره د سپما او پانګونې په لټه کې نه وي، په دې خوشاله وي، چې دفتر موټر او نور امکانات ورکړي او له خپل معاش نه د یوه لوکس کور کرایه هم ورکولای شي.

په یاد لرﺉ، چې دا ډول خلک به د ژوند تر پایه هم د کور او موټر څښتان نه شي.

زه هم په لومړي سر کې د دا ډول فکر سړی وم، خو د ژوند تودو سړو دې ته اړ اېستم، چې کورنی اقتصاد مې باید په سمه توګه اداره کړم. په لومړي ځل مې، چې په کابل کې کور په کرایه ونیو، د کوټو د رنګ مطابق مې د دریو کوټو په پردو ۳۰ زره افغانۍ ولګولې، له رنګ سره سم مې توشکې، غالۍ او تختخواب هم وپیرل، خو بل کور ته چې لاړم ټولې پردې مې وغورځولې، ځکه د لومړني کور ورسۍ تر اوسني هغه دوه چنده لویې وې. دغه راز د کوټې د ښکلا لپاره مې، چې کوم رنګونه غوره کړي وو، په دویم کور کې رانه ګډوډ شول. ځینې پردې مو ټوټې کړې او ځینې مو په ګودام کې واچولې، خو په دې نوي کور کې مې په پردو یوه افغانۍ هم نه ده ورکړې، ځکه پوهیږم سبا بل کور ته ځم او هلته هم باید پردې واخلم.

د کورنیو اړتیاوو تشخیص او ددغو اړتیاوو پر بنسټ د لګښتونو جلا کول، د پیسو سپما او زیرمه کولو ته لاره اواروي.

دغه تجربه ځکه درسره شریکوم، چې که یوڅوک د کورني اقتصاد پر مدیریت او د لګښتونو پر څرنګتیا پوه وي، کله هم دا ډول تېروتنې ترې نه کیږي.

موږ د هجرت پر وخت په پاکستان کې په ۲۰ کلونو کې یو کور هم خپل نه کړ، خو هر کور ته، چې تللي یو، هغه مو ګل او ګلزار کړی دی. دا څه، چې له موږ سره دا فکر و، چې سبا به بیرته افغانستان ته ستنیږو کور څه کوو، یا لکه نن، چې خلک وايي ۲۰۱۴ کال را رسیږي، کورونه او ځمکې څه کوو. دا غلط فکر دی، انسان باید په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د اقتصاد جوړونې په لټه کې وي. شرایط او حالات باید وڅیړل شي، خو کورنی اقتصاد او پانګونې مو باید پر دغسې پوچو او له ځانه تراشلو دلایلو متکي نه وي.