تیره شپه د بریدونو په سیمه کې  د کابل خلکو د قران پاک تلاوت وکړ او د قربانیانو په  یاد یې شمعې روښانه کړې
تیره شپه د بریدونو په سیمه کې د کابل خلکو د قران پاک تلاوت وکړ او د قربانیانو په یاد یې شمعې روښانه کړې

کورنیو چارو وزارت : تر لسو ورځو دې څوک لاریون نه کوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تر راتلونکو لسو ورځو پورې لاریونونه بند اعلان کړل . ددې وزارت په یو اعلامیې کې ویل شوي :

” با درنظر داشت مواد پنجم، ششم و چهاردهم قانون اجتماعات، اعتصابات و تظاهرات و همچنان مواد پنجم و دهم قانون پولیس و ماده بیست و دوم میثاق بینالمللی حقوق مدنی و سیاسی، تا از تاریخ اعلان این ابلاغیه الی مدت ده روز برگزاری اجتماعات و تظاهرات ممنوع اعلان میگردد.“

په اعلامیه کې ویل شوي چې دا اقدام یې د کابل د شنبې د ورځې د بریدونو د قربانیانو د تدفین د مراسمو د امنیت او د ټپیانو ښې درملنې ته د رسیدو په هدف کړی .

د کورنیو چارو وزارت د روښنايي غورځنګ په پرونۍ مظاهره کې شویو بریدونو ته په اشارې ویلي چې د مظاهره چیانو د امنیت لپاره یې له خپلو ټولو شتو وسایلو کار اخیستي خو بریدګر توانیدلي چې له وړو خلاوو په استفادي دا چاودنې وکړي .

ناتایید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر اشرف غني د احمد بهزاد او داود ناجي په شمول د مظاهره چیانو د پنځو مشرانو د نیولو حکم کړی .

ښاغلي غني د شنبې په ماښام د ملي امنیت د شورا په غونډه کې همدا راز امنیتي ادارو ته امر کړی چې د داعش له وسلوالو څخه دې ددې بریدونو غچ واخلي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د پرونیو بریدونو د وژل شویو وروستی شمیر اتیا کسان او د ټپیانو هغه ۲۳۱ ښودلی دی .

د اسلامي دولت وسلوالې ډلې ددې بریدونو مسولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي دوو بریدګرو یې دا چاودنې کړي .

پر افغان حکومت سربیره ، طالبانو ، امریکا ، ناټو ، د بښنې نړیوال سازمان ،د بشري حقونو خپلواک کمیسون او نورو ادارو د کابل پرونی برید په سختو ټکیو غندلی دی .

بل خوا راپورونه وايي چې تر مظاهرې یوه ورځ مخکې د مظاهره چیانو او حکومت د لوړو پوړو استازو تر منځ خبرې شوې وې او د مظاهره چیانو یوه لویه برخه مشران له حکومت سره په یوه طرحه سلا شوي وو ، خو د احمد بهزاد او داود ناجي په شمول څو تنو چې د روښنايي غورځنګ په مشرتابه کې دي ، له شوې هوکړې ووتل او د مظاهرې د رابللو اعلان یې وکړ .

د روښنايي د غورځنګ یو فعال جعفر عطايي د مظاهرې په سهار مخکې له دې چې مظاهره وشي او بریدونه په کې لسګونه میندې بورې کړي ، د دولت سره د شویو خبرو اترو په اړه په خپله فیسبوک پاڼه کې ویلي وو:
” در حدود ساعت شش به وقت كابل، هيئت دولت طرح پيشنهادى را به شوراى عالى مردمى مى‌‌دهد. بعد شوراى مردمى با بحث و بررسى طرح دولت، ساعت ده شب، طرح اصلاح شده و تعديل شده از طرف جنبش مردمى را به هيئت دولت مى‌‌فرستد. امروز صبح هيئت دولت در اول اندك تغييراتى در طرح مى‌‌آورد، اما بعدا همان طرح جنبش روشنايى را صد درصد مى‌‌پذيرد. اما بهزاد، داوود ناجى و يك عده ديگر به نام تيم تخنيكى، با وجود پذيرفته شدن صد درصدى طرح پيشنهادى جنبش مردمى از سوى دولت، خودسرانه كنفرانس خبرى مى‌‌گيرند و بر عليه دولت و توافق ديشب جنبش مردمى موضع مى‌‌گيرند.“

ښاغلي عطايي په خپله لیکنه کې زیاتوي :

”فعلا آقاى بهزاد، آقاى ناجى و يك عده به نام تيم تخنيكى طرفدار تظاهرات فردا هستند و در مقابل استاد خليلى، داكتر صادق مدبر، معلم عزيز، جواد سلطانى، اسدالله سعادتى و يك عده ديگر طرفدار توافق و مذاكره با دولت مى‌‌باشند. گفته شده است كه طرفداران توافق و مذاكره مى‌‌خواهند طى بيانيه‌‌اى آقاى بهزاد و آقاى ناجى را از جنبش اخراج كنند.“

له بلې خوا ویل کیږي چې امنیتي چارواکو د استخباراتي راپورونو پر بنسټ په مظاهره کې د بریدونو خبرداری هم مخکې له مخکې د مظاهرې تنظیمونکو ته ورکړی وو .