Time is money
Time is money

که وخت پیسې دي نو ولې یې ارزان پلورو ؟

ډېر کسان د وخت په قدر نه پوهیږي، خو ډېر نور له وخت نه په خورا ښه توګه ګټه پورته کوي.

هغوی، چې د خپل وخت په قدر نه پوهیږي، د نورو وخت هم ضایع کوي. تاسې به ډېر داسې کسان لیدلي وي، چې دفتر ته در شي، پوره یو یا دوه ساعته کیسې درسره کوي، خو دې ته یې پام نه وي، چې همدا دوه ساعتونه ستاسې د کار مهم وخت دی. یا دا سوچ نه کوي، چې دغه کس هم د یوه مدیر تر لاس لاندې کار کوي او کېدای شي دنده یې له خطر سره مخ شي.

که چېرې موږ خپل وخت په سمه توګه مدیریت کړ، نه به د نورو د کار مزاحم کیږو او نه به نور زموږ د کار مزاحم کیږي. د کار په وخت کې له چا سره ژمنه کول، یا دفتر ته د میلمه راغوښتل مناسب نه دي، ځکه په دغه کار سره تاسې خپلو مېلمنو ته دمه ځای ورښيئ او کېدای شي نور، چې له همدې لارې تیریږي یوچای او ډوډۍ له تاسې سره وخوري.

زه داسې کس پېژنم، چې هرځل دفتر ته راغلی هوټل ته مې بېولی، ځکه اړ یم، چې د دفتر اصول مراعات کړم. په هوټل کې لږترلږه د پیسې ورکولو پرمهال هغه د خجالت احساس کوي او بیا کوښښ نه کوي، چې دفتر ته درشي. خو دا کار تل ناممکنه دی او کېدای شي په داسې سپین سترګي میلمه هم واوړﺉ، چې په دې شیانو یې باک نه وي.

موږ په خپل ژوند کې بېلابېل اهداف لرو. دغه اهداف د کال، میاشتې، اوونۍ او ورځې او ساعت لپاره ټاکل کیږي. که چېرې موږ خپل اهداف او کارونه دغسې په کال، میاشت او اونۍ او ورځ ووېشو، زموږ چارې به له ستونزې سره نه مخ کیږي.

نن تاسې په دفتر کې ټوله ورځ کاري ورځ لرﺉ، که مېلمه مو راځي، ورته ووایاست، چې له ماښام وروسته راشي، یا یې بلې ورځې ته وځنډوﺉ. یا غواړﺉ نن ښار ته لاړ شئ، خو، چې ښارته ځئ د دفتر چارې درنه پاتې کیږي. کېدای شي دا کار پنجشنبې او جمعې ته وځنډوﺉ، تاسې په دغو ورځو کې خپلې اضافي چارې سمبالولای شئ.
سهار مهال ورځني فعالیتونه، د دفتر، شرکت، ورځپاڼې، ټلویزیون او … کارونه درسره لیست کړﺉ.

time_is_money_clock_hw

وګورﺉ، چې تاسې څومره کارونو ته رسیږﺉ، که وخت مو اضافه کیږي، بیا په هغه وخت کې نور کارونه کولای شئ. تاسې، چې څومره معاش اخلئ، یا پیسې ګټئ، په حقیقت کې تاسې په دغو پیسو خپل وخت پلورﺉ. اوس، چې وخت دومره ارزښتناک دی، چې په پیسو خرڅیږي، نو ولې یې ارزانه او په عبث خبرو له لاسه ورکړﺉ؟

زموږ ډېر دوستان خپل ډېر وخت په عبث بنډاري سیاسي بحثونو تېروي، په داسې حال کې، چې د سیاسي بحث ځواک هم نه لري او نه هم یوې نتیجې ته رسیږي. تاسې چې په دفتر یا کوم بل ځای کې په دغسې بنډاري سیاسي بحث پېښیږﺉ ډډه ترې کوﺉ، ځکه دا ستاسې د افاقي معلوماتو کچه نه لوړوي، افاقي معلومات په مطالعه لوړیږي.

په شرکت، کمپنۍ یا هربل کاري ځای کې، چې تاسې خپل وخت له نورو سره په بنډار او یا هم له میلمنو سره په بوختیدو تېروﺉ، تاسې د شرکت او کمپنۍ، یا دفتر ادارې او مدیت ته وخت نه پیدا کوﺉ. که تاسې د یوې ادارې رییس یا مدیر وﺉ او هر ساعت له یوه داسې میلمه سره ګورﺉ، چې ستاسې کاري تړاو ورسره نه وي، ستاسې د شرکت راتلونکې به ښه نه وي. زه کله هم دې ته زړه نه ښه کوم، چې په کاري وخت کې چاته د ملاقات اجازه ورکړم، همدا اوس، چې دا لیکنه کوم دوه تنه میلمانه لرم. ګټه یې داده، چې د وخت د ارزښت په تړاو یې ددې لیکنې سوژه راکړله، خو زیان یې دادی، چې دغه لیکنه ډېره ناوخته او په داسې حال کې لیکل کیږي، چې د ورځپاڼې ډیزاینران یې ډیزاین ته منتظر دي.

ځکه خو اوس وایم، چې وخت پیسې دي، وخت ارزښت او وخت هرڅه دی، چې باید یې په قدر وپوهیږو.