image00

که لمبه د درخو نه وای په ادم کي

د ښاغلي لایق د ۸۶ (۱۳۰۹ – ۱۳۹۵) کلیزې په ویاړ

لیکوال: لطیف بهاند
لیکوال: لطیف بهاند

«ښکلا، د تفکر په مرسته، د منطقي، ذوقي اړيکو هم آهنگى ده.» که له همدغو مفاهيمو نه هم آهنگى را منځ ته شي او دا هم آهنگي په تورو کې ونغښتل شي، شعر خپله ښکلا څو ځله زياته وي. د ښکلا، تفکر او ذوق دغه اندازونه، د لايق په شعر کې څپې څپې خورې دي.

دغه ښکلي مفاهيم، په دغه شان نازکو اداگانو کې په ښکلو شعرونو بدلېږي. له همدې کبله، ويلي شو، چې شعر د انسانى روح ژبه ده.

مهمه نه ده چې شعر کوم ډول اندېښنې انځوروي، هغه کيڼى (انديښنې) دي، که (ښۍ)، هغه نوې دي، که لرغونى او پخوانۍ، خو اصله خبره داده چې هغه انساني وي. يعنى د اشرف المخلوقات له شان سره برابرې وي. د انساني مينې، د انساني درد، د انساني رنځ، د انساني آزادۍ او يا انساني وير او يا خوښۍ انځورگرې وي.

تورى او کلمات، ترکيب او جمله او په پاى کې هم آهنگي، توازن، تصوير، وزن، تخيل، احساس، اندېښنه، سندريزوالى، انځوروالى، بيان او وينا، د شعر د شعروالى لومړنۍ نښې دى.

دا ياد شوي لفظى او معنوى صنعتونه، د لايق د شعر ښکلاوي دي:

که لمبه د درخو نه وای په ادم کي
مړه تارونه د رباب به غږول چا

چا به څڼي د يار زمولې په منګولو
ځنځيرونه د جادو به ماتول چا

چا بې شونډو کي کرلې سرې مچکې
بل اورونه به په ګل کي نيالول چا

چا به اور څښه د سرو شونډو په پياله کي
جل وهلی په سکروټو اوبول چا

څوک به مخامخ ورخوت د ګلو باغ ته
په ټټر به ئې برجونه ماتول چا

د پرانستو ګرېوانو نو په سپېدو به
د لېوال نظر ګلونه کېنول چا

د بندي حورو د څڼو په څپو به
سپين مرسل د آزادۍ کتارول چا

که لايق په خپلو خلکو مين نه وای
دا په وينو سره شعرونه به لیکل چا

د ځوانۍ د هوسو تاوده کلونه
هنګامې د آزادۍ ته و قفول چا

وګورئ: بهاند لطیف، نوی روح، د لایق د شعر شننه، دانش خپرونه.

له آغلې سهیلا اصغري نه مننه، چې دا شعر یې، بشپړ په خپل آواز کې ډیکلمه کړی دی .