که د فیسبوک چاره ونه کړئ چورت به مو ګډوډ وي

په دې ورځو کې چې خلک له واقعي نړۍ ډیر د اینټرنیټ په مجازي نړۍ کې بوخت او ورک دي ، د ډیرو پر ټنډو ګونځي زیاتې وي .

ډیره کله به مو درک کړدي وي چې خپله یا مو کوم دوست پرته له څرګند دلیل څخه بې چورته ، خپه او مضطرب وي .

یو خو انسان طبیعي موجود دی او طبعه او روان یې له طبیعت او د ژوند له ريښتني چاپیریال سره تړلې . نو څومره چې د ژوند له واقعي رنګونو لرې کیږي او په مجازې نړۍ کې ورکیږي هومره یې روان له ستونزو سره مخ وي .

بله مسله چې د خلکو پر رواني وضیعت د ټولنیزو رسنیو د ناوړه اغیزو سبب شوې ده ، هغه پر فیسبوک او نورو ټولنیزو رسنیو د خپلو ځینو فیسبوکي دوستانو او نورو د هغو پوسټونو لیدل دي چې تاسو یې اصلا لیدل نه غواړئ خو د فیسبوک د لیدنې پر مهال اړ کیږي چې ویې لولئ .

دې ډول پوسټونو کې چې ستاسو د خوابدۍ او ناڅرګند اضطراب سبب کیږي ، د سیاسي حالاتو په اړه ناسمې او عقديي څرګندونې چې ښايي تاسو ورسره موافق نه یئ ، په وینو لړلې عکسونه ، یو بل پسې بدرد ویل ، د ځینو کسانو ځان ښودونکي پوسټونه ، ریاکارۍ او نوروې ګډې وډې شاملې دي .

ښايي تاسو یې په اسانۍ درک نه کړئ شئ خو د ورځې په اوږدو کې د ډیرو داسې شیانو لیدل بالاخره ستاسو په روان ناوړه اغیز کوي او د بې مورده خپګان او ستریس سبب کیږي .

د خلاصون لارې یې څه دي :

هڅه وکړئ چې په ټولنیزو رسنیو کې د پاتې کیدو او بوختیدو سربیره له خپل واقعي چاپیریال سره اړیکې ټینګې کړئ . کله ناکله ټول الیکټرونیک وسایل وتړۍ ، که موټر کې روان یئ خپل شا او خوا ننداره کړئ . که کوم چیرې ناست یئ له یو دوست سره خبرې وکړئ . کتاب ولولئ ، قدم ووهئ او یا نور داسې کارونه چې تاسو د یو څه وخت لپاره له اینټرنیټ لرئ کړي .

د ټولنیزو رسنیو له کارولو چورلټه رغیدنه په دې وخت کې د ډیرو لپاره ممکنه نه ده نو ښه ده چې په فیسبوک او نورو شبکو کې داسې کسان او پاڼې تعقیب کړئ ، چې د هغوی له خوا خپریدونکې معلومات مو پر طبعه برابر وي .

په ډیره اسانۍ کولی شئ چې خپل ځینې ناندریز دوستان چې تل منفي لیکنې او پوسټونه کوي (انفالو ) ناتعقیب کړئ . په دې توګه به ستاسو دوست تاسو سره په فیسبوک کې ملګری وي ، خو تاسو به یې هره ورځ له ناپړیتو سره نه مخ کیږي.

یو شمیر معلوماتي او داسې پاڼې تعقیب کړئ چې تاسو ته ریښتيني کره او ښه معلومات درکوي . که داسې وکړئ کله هم چې فیسبوک پرانیزئ نو د ناندریو او بدو ردو پر ځای به مو پر ښو او غوره پوسټونو سترګې لګیږي چې نه یوازې څه به ترې زده کړئ بلکې ستاسو روان به هم ورسره خوشاله وي .

د ځینو کسانو سره په بې ځایه ناندریو کې ځان مه ښکلیوئ . که غواړئ د یو څه په اړه خپل نظر څرګند کړئ ښه ده چې مثبت اړخ ته په کې ډیر پام وکړئ .

ځینې هغه کسان بلاک کړئ چې ستاسو پر پوسټونو یې تبصرې غرضي ، عقديي او یا داسې وي چې ستاسو د خوابدۍ سبب کیږي . تاسو هیڅ اړتیا نه لرئ چې داسې څه واورئ چې نه غواړئ وایې ورئ .

نور هم ګڼې لارې شته چې تاسو یې په خپلولو کولی شئ هم ټولنیزې رسنۍ وکاروئ او هم خپل روان او خوشالي وساتئ .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.