14650666_352877155044800_8714541213125362210_n

کندوز ډوبېږي، ورسره د دولت حیثیت ډوبېږي

ولسمشر تېر ځل د کندوز له سقوط څخه درس وانه‌خیست – لا یې غلط برداشت ودرلود.

کله چې جګړه خلاصه شوه او کندوز ښار د دولت لاس ته ولوېده، نو یې ټول ناکام قومندانان راټول کړل، څه یې تخار، بدخشان ته ولېږل او څه نورو ته یې مډالونه او اعزازونه ورکړل او هم هلته یې په کندوز کې لا باصلاحیته کړل.

د کندوز خلک دې ډرامې او د ولسمشر دې برخورد ته هماغه وخت هک حیران وو چې جنګل باغ څومره یو بې‌کفایته او بې‌مدیریته ډارن قومندان و.

ولسمشر چې له حیثیتي سوال سره مخ کېده او بله لاره یې و نه مونده، ‌نو یو بې‌غرضه او بې‌نفوذه والي یې برطرف کړ.

د جنګل باغ ګناه یې د بې‌ګناه والي غاړې ته واچوله، خو هماغه والي په سل ځله تر جنګ مخکې ارګ او وزارتونو ته ویلي ‌وو ‌چې دلته ځینې قومندانان دي چې له طالب سره لاس لري، ولایت به سقوط کړي.

کال وروسته اوس بیا کندوز د اور په لمبو کې دی، ښځې پښې يبلې ځغلي، ماشومان ترهېدلي، مړي په لښتیو کې پراته دي، یوه ډوډۍ په شلو نفرو تقسیموي، د څښاک اوبه لا نه موندل کېږي.

پرون ولسمشر د وزیر اکبر خان د ماشومانو له روغتون څخه لیدنه وکړه، بیا د وزیر دفتر ته لاړ، ښه قهرېدلی و، ځکه وزیر په دفتر کې نه و، ښايي په دې هکله جدي اقدام وکړي، ځکه داسې یوه تجربه له نهمې حوزې عملاً موجوده ده، خو په کندوز کې د فاجعې دوام ولسمشر هیڅ نه قهروي، هیڅ جدیت او قاطعیت نه تر سترګو کېږي، خدای خبر هلته څه راز پروت دی؟

دوه ځله د طالبانو په لاس د کندوز سقوط د اوسني دولت او ولسمشر له‌پاره د حیثیت مسله وه، ښایي له کابله به دا مسله ډېره جدي نه ښکاري، د ارګ له دېوالونو به یې عوامل نه پیدا کېږي، خو که تېر ځل حقیقت موندونکي کمېسیون کې صداقت وای ‌او بیا ارګ مېشتو کې د مسلو د تعقیب اراده وای، ‌اول به یې یو سم کمېسیون هلته لېږلی وای، بیا به یې د کمېسیون راپور کتلی وای او د خاینو چارواکيو پر ضد به یې اقدام کړی وای، بیا به یې د پېښې د بیا پېښېدو د مخنیوي له‌پاره جدي تابیا نیولې وای.

هر څه له حقیقت‌یاب راپور سره ډوب شول، کال وروسته اوس بیا کندوز د اور په لمبو کې دی، ښځې پښې يبلې ځغلي، ماشومان ترهېدلي، مړي په لښتیو کې پراته دي، یوه ډوډۍ په شلو نفرو تقسیموي، د څښاک اوبه لا نه موندل کېږي.

دولت یوه سیمه په ډېر شواخون له طالب څخه ونیسي، څو شېبې وروسته بېرته هغه سیمه طالبانو ته پرېږدي او نوم پرې کېږدي، ‌تاکتیکي په شا تګ.

د کندوز حالات هلته له خلکو واورئ چې څه روان دي، طالبان د خلکو په کورونو کې ناست دي، له کوټو او تاوخانو پر دولتي ځواکونو بریدونه کوي.

دا د پولیسو او منصبدارانو له‌پاره ښه پلمه ده چې موږ د ملکي مرګ ژوبلې د کچې د کمولو له‌پاره د خلکو پر کورونو بریدونه نه کوو، خو چې یو ښار د پنځو ورځو له‌پاره د جنګ اوله کرښه وي، یا د دولت له کنټروله وتلی وي، دې ته نو کومه توجیه مونده شي؟

اساسي علت اول دا دی ‌چې هلته د قومندې توحید نه‌شته، هر قومندان له خپلو کسانو سره په خپل سر پر خپله جلا لاره روان دی، بس یوازې له اسمانه مرمۍ راورېږي، پولیس د اردو نه مني، اردو د امنیت نه مني، امنیت د ټولو نه مني او دا د جنګېدونکيو سربازانو ستونزه نه ده چې هره لحظه مري، دا د هغو قومندانانو له لاسه چې د قومندې صلاحیت لري، خو د قومندې وړتیا، زړورتیا، تدبیر او لیاقت نه لري.

ترڅو چې په مقابله او مقاومت کې توحید رامنځ ته نه‌شي، په کندوز کې به جګړه لا اوونیو ته وغځېږي.

بل لوی مشکل دا دی چې په کندوز کې د ملي‌وحدت د حکومت تر ټولو ډېر سازشي دولتي ترکیب موجود دی.

نیم چارواکي د عبدالله د انتخاباتي کمپ خلک دي، نیم نور یې د عمل مخالف او حتا ورباندې مشکوک دي.

ولسمشر و نه کولای شول، هغه چارواکي ګوښه کړي یا یې ورپام نه دی چې د کندوز د دوه ځله سقوط پړه یې پر غاړه ده.

عبدالله عبدالله د دغو کسانو تر شا ولاړ دی او فکر کوي، ولسمشر په کندوز کې د ده نفوذ مهاروي او دا ذهنیت له وروستیو انتخاباتو سرچینه اخلي چې عبدالله ته هلته ډېرې رایې چا راټولې کړې او چا ورته درغلي وکړه.

انتخاباتي درغلګر په کندوز کې خلک نه وو، د ملېشو قومندانان، اربکي مشران، جمعیتي قومندانان او حتا د دولت قومندانان وو.

بل لوی لامل دا دی چې ولسمشر تېر ځل د کندوز له سقوط څخه درس وانه‌خیست – لا یې غلط برداشت ودرلود.

کله چې جګړه خلاصه شوه او کندوز ښار د دولت لاس ته ولوېده، نو یې ټول ناکام قومندانان راټول کړل، څه یې تخار، بدخشان ته ولېږل او څه نورو ته یې مډالونه او اعزازونه ورکړل او هم هلته یې په کندوز کې لا باصلاحیته کړل.

د کندوز خلک دې ډرامې او د ولسمشر دې برخورد ته هماغه وخت هک حیران وو چې جنګل باغ څومره یو بې‌کفایته او بې‌مدیریته ډارن قومندان و.

ولسمشر چې له حیثیتي سوال سره مخ کېده او بله لاره یې و نه مونده، ‌نو یو بې‌غرضه او بې‌نفوذه والي یې برطرف کړ.

د جنګل باغ ګناه یې د بې‌ګناه والي غاړې ته واچوله، خو هماغه والي په سل ځله تر جنګ مخکې ارګ او وزارتونو ته ویلي ‌وو ‌چې دلته ځینې قومندانان دي چې له طالب سره لاس لري، ولایت به سقوط کړي.

په کندوز کې ملېشې چې هم د نشه‌يي توکو کاروبار کوي، هم د نفوذ په غم کې دي بل لوی او اوږدمهالی سرخوږی دی.

دوی د دې له‌پاره چې د جنګ لوړ لګښتونه تر لاسه کړي او خپل شخصي حریفان ووهي، په کلیو کې یې طالب سازي وکړه، دوی حتا د نشه‌يي توکو په کاروبار کې طالب ته ضرورت درلود.

دوی غواړي د کندوز اختیارات په لاس کې واخلي او که دا اختیارات ورکړل شي، نو بیا طالب مهارېدلای شي.

یو حقیقت دا هم دی چې په کندوز کې ځورېدلي خلک په غیرشعوري ډول د طالب په نوم راپورته شول، ‌یانې له طالب سره یو ځای شول. دا ټول عوامل یوازې او یوازې د ولسمشر ملا ماتوي.

اوس کندوز د په لمبو کې سوځي، د شمال د کړکۍ په توګه به ټول شمال ترې ناامنه شي.

که دا جګړه په همدې یوه نقطه و نه ګټل شي، ډېر ژر به شمال هلمند شي او بیا به سلګونه سربازان په‌کې مري او جنګ به یې خلاصون نه‌لري، بیا به کندوز د طالب په لاس کې وي او دولت به د لومړي ځل له‌پاره رسماً ومني چې یو ولایت له طالب سره دی، دا به د تېرو شپاړسو کلونو تر ټولو ترخه او خطرناکه پېښه وي، بیا د امارت د رسمي حاکمیت د تسلط سوال په یقین بدلېږي.