14859703_879339135530337_4871002906598158938_o

کلي ته ولې راتلې؟ اباسین بریال

ته لا پخله ګناه نه پوهېدې؟ اوس خو پوه شوې؟ او چې پوه شوې نو لاړې.

ته ماسټر وې، تا د معارف خورولو لپاره کار کاوه، تا لېوني کتابونه ویشل.

وژل شویه لېونیه! چې کلي ته روانېدې ته او خدای څو ځله په زړه کې در تېر شول چې طالب مې ونه وژني؟ او له دې سره سره بیا هم د ډولۍ ترشا روان شوې.

ته نه پوهېدې چې دلته مرګونه په اځل ندي دې توپان خو کونده ونې له بېخه وویستلې ته خو وړوکی او بې بېخه بوټی وې.

ستا کلی د جنګ لومړۍ کرښه ده، ته مسلح سرباز نه وې چې چاړه طالب ته په غېږ ورغلې او مړ شوې.

ستا په وطن کې عجیب وحشي شرایط راغلي، دې وخت کې موږ ته ستا په شان ژوندي خلک پکار دي ستا مرګ زموږ کتار تیت پرک کوي. لطفا داسې مه کوئ بې مودې مرګونو ته غاړې مه ورکوئ.

14889977_10205475150797910_3919363576112588337_o

صابره! که کلي ته نه وای تللي څه به شوي وای؟ دا ډولۍ پرته له تا هم کوزېده.

اوس به ستا زهیره مور، ستا ځوانه ناوې دخپلو سترګو پر وړاندې ستا د قتل طالبي وحشت څنګه هېروي؟ تا به هېر کړي خو ستا د قتل خونړۍ صحنه له یاده نشي ایستلی. ډېرې میندې دغسې لېونۍ او زره ترکې شوې.

اوس به د ورا ټول خلک زما په شان ستا د مرګ ساندې غږوي خو هېڅ یوه کې دا مېړانه نه وه چې درې واړه طالبان پخپلو پرتوګاښونو زندۍ کړي.

هغه دنیا دې ښایسته شه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.