1978504_932512156764950_6790054137062233624_o-768x509

کرن خان : خلکو د هیندارې سندریز البم تود هرکلی کړی دی

د پښتو ژبې تکړه او ځوان سندرغاړې کرن خان وايي چې د هیندارې په نوم یې دولسم سندریز البم په عامو خلکو او د ادب په مینوالو کې له تود هرکلي سره مخ شوی دی .  نوموړې د یاران ویب پاڼې سره په خبرو کې د خپلو مینوالو او خوښونکو د تودې مینې او هرکلي مننه وکړه .

په هینداره  سندریزه ټولګه کې چې د پېښور یامي سټوډیو کې ثبت شوی دی کرن خان د پښتنو د بیلابیلو سیمو د موسیقۍ د مینوالو د ‌ذوق پام ساتلي او له ګڼو نوښتونو سره یې ښکلې سندرې په کې راټولې کړي دی .  کرن وايي په دې سندریزه ټولګه کې یې  نوي موسیقي کارولې ده او تر څنګ یې ورسره د ولسي موسیقۍ درې څلور سازونه هم مله کړي دي .

نوموړي ددې سندریزې ټولګې د کمپوزونو په اړه وویل ” کمپوزونه راته ګران استاد هارون باچا ،  ماسټر علي حیدر ، اې ار انور استاد ، اصف خان او ما خپله ( کرن خان ) کړي . ”

کرن خان وايي په هینداره ټولګه کې یې د تسکیني په نوم یو نوی صنف هم تجربه کړې چې شاعري یې د تسکین مانیروال ده او خلکو خوښ کړی دی .  د نوموړي په وینا په نوي البم کې یې ټپه ایزې ، غزلونه او د اتڼ سندرې هم د خلکو له هرکلي سره مخ شوي .

د هینداره البم کې کرن خان د بیلابیلو ذوقونو خیال ساتلی او ښه شاعري یې په کې راټوله کړې .
د هینداره البم کې کرن خان د بیلابیلو ذوقونو خیال ساتلی او ښه شاعري یې په کې راټوله کړې .

د یاران ویب پاڼې سره په خبرو کې د پښتو ژبې دې خوږژبې سندرغاړي وویل که څه هم په بازار کې غیرې معیارۍ شاعري ښه په درز کې روانه ده خو د هیندارې د البم له خپریدو وروسته ورته څرګنده شوه چې خلک  له معیاري شاعرۍ سره مینه لري او له سندرغاړو معیاري شاعري غواړي .

د مشرانو شاعرانو یو ماښام

څه موده مخکې د پښتو ژبې وتلې سندرغاړي هارون باچا او خوږ ژبې کرن خان په ګډه  د اروښاد صاحب شا صابر په درناوي د نوموړي د غزلونو یو ماښام جوړ کړی و چې خلکو یو تود هرکلی وکړ او سندرې یې ډیرې وستایل شوې . اوس کرن خان غواړي چې د ژوندیو او مشرانو شاعرانو له شعرونو جوړ یو سندریز ماښام ترتیب کړي . د یاران ویب سره په خبرو کې نوموړې وویل غواړي په دې ماښام کې د یو شمیر وتلو شاعرانو لکه  پیرمحمد کاروان  ، درویش دراني،  عبدالرحیم روغاني ، اکرام الله ګران ، شمس القمر اندیش او نورو شعرونه په سندرو واړوي  او د دوی درناوی پر ځای کړي .  نوموړې وايي چې  په دې برخه کې یې کارونه پیل کړي او یو څه پرمختګ یې هم په کې کړی دی .

کرن خان چې د هنر او موسیقۍ تر څنګ زده کړې هم کوي وايي چې د پي ایچ ډي لپاره یې  درسونه هم روان دي او له خپلو مینوالو یې وغوښتل چې په تعلیم کې ورته د بریالیتوب دعا وکړي .

خلک مفتې سندرې اوري

په دې وروستیو کې  د اینټرنیټ په راتلو سره د موسیقۍ پښتانه مینوال تر ډیره  د مفتو سندرو په  اوریدو روږدي شوي او له بازار څخه د سندرغاړو کسټونه نه اخلي . دې کار  د کسټونو د خپرولو چارې له ستونزې سره مخ کړي او ګڼ وتلي سندرغاړي نه شي کولی خپل  نوي البمونه  د خپلو مینوالو لپاره خپاره کړي ،  ځکه د هر البم په خپرولو لګښت راځي او کله چې یو کسټ  خلک له بازاره نه اخلي او مفت یې اوري نو موزیک سنټرونه چې پخوا به یې د سندرغاړ کسټونه خپرول د  ډیرو وتلو سندرغاړو نویو المبونو خپرولو ته زړه نه ښه کوي .

کرن خان هم چې تر اوسه یې سندرې تود بازار لرې ددې ستونزې په اړه اندېښنه لري او د خپلې مرکې په پای کې یې راته وویل که تر راتلونکې کال پورې د کسټونو مارکیټ وو نو کیدای شي بل البم هم خپور کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.