Captudre

کرزي : د سوریې او افغانستان دواړو سره بهرني مرسته نه شي کولی

پخوانی افغان ولسمشر حامد د جمعې په ورځ د لندن په ” چټم هاوس “ څیړنیز مرکز کې د خبرو پر مهال د سوریې او افغانستان د وضیعت په اړه ټینګار وکړ چې بهرنۍ مداخله ددې هیوادونو د ستونزو په هواري کې مرسته نه شي کولی .

د نوموړې په وینا ددې دواړو هیوادو ستونزې یوازې کورنۍ او خپل منځي حل لارې لرلی شي .

حامد کرزي وویل ، د داسې چا په توګه چې له بهر څخه په ښه نیت لاس وهنو څخه ځوریدلی ، زه پوهیږم چې سوریه له څه ډول حالت سره مخ ده . نوموړې ټینګار وکړ چې بهرني لاسونه له سوریې سره مرسته نه شي کولی . د پخواني افغان ولسمشر په وینا یوازې خپله سوریایان کولی شي او اړتیا ده چې خپلو کې کینې او خپلو شتو ستونزو ته د هواري لارې ومومي .

نوموړې په دې غونډه کې ویلي چې سوریه او افغانستان دواړه کولی شي خپلې ستونزې خپله په کور دننه هوارې کړي .

په افغانستان کې د امریکا د مداخلې په اړه دې پخواني ولسمشر ویلي ، په لومړي سر کې د امریکا مداخله پر ځای او بریالۍ وه ، خو د ترهګرۍ خلاف جګړه یې ماتې وه .

ولسمشر کرزي په دې خبرو کې د افغانستان ستونزې پر دې هیواد په تپل شویو استعماري پولو او د روسانو په اشغال پورې وتړلې . نوموړې وویل پخواني شوروي پر موږ کمونیزم تپلو ، خو په مقابل کې یې هغو چې د افغانستان د مقاومت سره یې مرسته کوله دا مقاومت یې د سخت دريځو لاس ته وغورځاوه .

نوموړې په چټم هاوس کې تر وینا مخکې له بي بي سي اردو سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې افغانان به هیڅکله د ډیورنډ کرښه ونه مني .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.