b1176287dc0513be4b9b457118dd81e8

کانټینري تاسیسات، د ستونزو هواری نه دی

کانټینر او کانټیراسیون په اوسني ترکیبي او اوږده واټني ځمکني، هوايي او ریلي ټرانسپورټ کې خورا مهم ځای لري.

دمګړۍ په نړۍ کې په سلګونو میلیونه کانټیرونه په سوداګریزو، په ځانګړې توګه ټرانسپورټي چارو کې کارول کیږي. د مالونو د انتقال په برخه کې د کانټینرونو مقاومت خورا محسوس او اغیزناک دی، خو ایا په کورجوړونه او تاسیساتو کې یې استعمال وړ دی؟

په افغانستان کې د کانټینري خونو او تاسیساتو دود په تېرو لسو کلونو کې پراخ شوی دی.

د کانټینر هر متر په ۱۰۰۰ ډالرو او یا له دې ګران پرېوځي. یو پنځه متری کانټینر شاوخوا پنځه زره ډالره لګښت غواړي او پر هغه سربېره یې د انتقال پیسې هم چارجیږي. کانټینر په نوره نړۍ کې د سمندري او ځمکني تجارت، موقتي استوګنې او پروژې کارول کیږي، چې وروسته یا کباړ او یا هم لیلام کیږي.

په افغانستان کې کانټینري خونې ډېری بهرني ځواکونه او هغه ادارې کاروي، چې له بهرنیانو لنډمهالې پروژې اخلي. زما په یاد دي، چې زموږ پخواني دفتر څو منزله کانټینري کور جوړ کړی و، د هغه ترڅنګ تالار او څو نورې ادارې، چې شاوخوا څولکه ډالر پرې لګېدلي وو. کله، چې دفتر له دغه کوره وکوچېد، ټول وسایل یې د کور څښتن ته پاتې شول، ځکه په وړ بیه چا نه پېرل، یا په انتقال یې دومره پیسې لګېدې، چې پېرنې یې ګټه نه کوله. خبر شوم، چې د کور څښتن یې هم د لرې کولو هوډ کړی دی.

خو که چېرې په پنځه لکه ډالرو یوه نومره ځمکه اخستل شوې وای او پر هغې یوه ودانۍ جوړه شوې وای، یاده اداره به د عمر ترپایه د یوې سمې او عصري ودانۍ څښتنه وای. دا یوازې زموږ ددغه دفتر ستونزه نه ده، بلکې اکثریت هغه موسسې او ادارې، چې بهرنیان یې تمویلوي، یا پروژې ورکوي، د ساختماني چارو پرځای په کانټینرونو تکیه کوي.

په پکتیکا کې پر بهرنیو ځواکونو د دغه ولایت د پخواني والي یوه نیوکه دا وه، چې سړک یې د کریړ پرځای ډبرین جوړ کړی و. څو میاشتې تېرې نه وې، چې سړک بېرته له منځه لاړ. په دا ډول پروژو کې هدف له فساد او درغلیو پرته بل څه نه دی، ګني ولې دې ته اړتیا پېښیږي، چې موږ یوازې یو میلیون ډالره په کانټینرو ولګوو، خو لس کاله وروسته هم د دفتر لپاره ودانۍ نه لرو او کرایي اوسیږو.
ولې ادارې د خپل راتلونکي په تړاو بنسټیز کار نه کوي؟

دغه اداره، چې ما یې بېلګه یاده کړله، تر اوسه هم د خپلو کارکوونکو لپاره دفتر نه لري او په نوي ځای کې یې هم د بهرنیانو له فنډه، په سلګونو زره ډالر لګولي دي. که شوي لګښتونه یې وڅیړو، په تېرو پنځو کلونو کې یې یوازې پر کرايي ځای او دفتر، شاوخوا یو میلیون ډالره لګېدلي دي.

د دغسې پروژه یي چارو اساسي لامل د قراردادیانو ترمنځ د شخصي تعامل او ګټو مساله ده. په دغسې پروژو کې د قرارداد د دواړو اړخونو لپاره یوازې د هغوی شخصي ګټې مطرح دي. د کانټینري خونو مساله یوازې تر موسساتو او ادارو محدوده نه ده، بلکې په وزراتونو کې هم دا ډول کانټینري خونې او دفترونه تر سترګو کیږي، چې د ګرمي او یخ دواړو پر وړاندې مقاومت نه لري. په کانټینر کې به په یخ کې ستاسې برېښنا ډېره مصرفیږي، ځکه یخ وي، په ګرمي کې به هم همدغه حال وي، ځکه کانټینري خونې خورا ګرمې وي.

د افغانستان د ملي اردو او پولیسو لپاره د بهرنیانو له خوا ډېری جوړېدونکي تاسیسات هم کانټینري دي، چې د چاودنو، بریدونو او دا ډول نورو تخریبي پېښو پر وړاندې مقاومت نه لري او انساني او مالي زیان یې خورا زیات وي. ډېره وړه چاودنه کولای شی په کانټینر یا کانټینري ودانیو کې میشت کسان او توکي زیانمن کړي. زما پوره یو کال په یوه کانټینر کې دفتر و، خو هره شیبه په دې ویره کې وم، چې عادي برید به مې هم دفتر کباړوي. یوځل مې دا هم په یادیږي، چې له موږ څو کیلومټره لرې چاودنې او ډزې وشوې، خو په یوه شیبه کې مو ټول کانټینري کارکوونکي په منډه تکاویو او د تعمیر نورو خونو ته وتښتېدل.

پوځي تاسیسات عموما خورا محکم او مقاوم جوړیږي، خو له بده مرغه په افغانستان کې بهرني پوځیان دغه تاسیسات خورا په ټیټ کیفیت جوړوي. بهرنیان، چې د ځان لپاره کوم وسپنیز او کانټینري تاسیسات جوړوي، هغوی یې د خپلو لنډمهالو اړتیاوو له مخې جوړوي، ځکه دوی عمري په دغو مراکزو کې نه پاتې کیږي، خو که د افغان ځواکونو، یا ملکي ادارو لپاره دا ډول تاسیسات جوړیږي او بودجه پرې لګیږي، اوږدمهالی کیفیت او دوام یې باید په پام کې ونیول شي.