one-way-street-in-kabul_1433

کابل کې یوه استرالیايي میرمن تښتول شوې

په کابل د شنبې په شپه هغه استرالیايۍ میرمن تښتول شوې ده چې د یوې غیرې حکومتې مرستندویه ادارې لپاره یې کار کوه .

ددې ښځې نوم نه دی یاد شوی خو ویل کیږي چې په کابل کې وسلوالو تښتولې ده .

نوموړې په افغانستان کې د مرستندویه ادارو ترمنځ د هم غږۍ په یوې اداره کې کار کوه .

د استرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت وايي، په کابل کې د استرالیا سفارت د یوې استرالیا میرمنې د تښتونې په اړه راپورونه څیړي .

دې وزارت ډیر جزییات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې د خراب امنیتې وضیعت او د تښتونو ګواښ ته په کتو ټولو استرالیايي اتباعو ته سپارښتنه شوې ده چې دې هیواد ته دې سفر نه کوي .

په روان کال کې په افغانستان کې د انسان تښتونې پېښې په بې سارې توګه زیاتې شوې دي . تر دې مخکې هم دوه استرالیايي وګړي تښتول شوي وو.

کري جین ویلسن هغه استرالیايي میرمن وه چې په ننګرهار کې د خپل دفتر څخه وتښتول شوه او وروسته خوشې شوه .

د اګست په پیل کې بیا په کابل کې د امریکايي پوهنتون دوه استادان وتښتول شول چې یو امریکايي او بل استرالیايي وو .

پر بهرنیو سربیره کابل او د افغانستان نور لوی ښارونه د افغانانو په ځانګړې توګه د سوداګرو او کاروباري خلکو د بچیانو د تښتونې شاهدان دي چې یو شمیر یې د پیسو د نه ورکولو په صورت کې د تښتونکو له خوا په ډيره بې رحمۍ وژل شوي .

د افغانستان امنیتي ادارو کې پراخ فساد ددې سبب شوی چې وخت ناوخت پر دې ادارو له تښتونکو سره د اړیکو د لرلو تور پورې کیږي .

څارونکي وايي که امنیتي چارواکي له تښتونکو سره لاس نه لري ، نو لږ تر لږه د انسان تښتونې د پدیدې په له منځه وړلو کې یې تر اوسه کوم جوت پرمختګ نه دی کړی .

افغان چارواکو تر اوسه د انسان تښتونې د مخنیوي لپاره له روایتي اقداماتو پرته کوم ځانګړې پلان او کړنلاره هم نه ده په ډاګه کړې .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.