کابل کې د چادونو تلفات لوړ شوي ؛ بامیانو کې مظاهره چیانو درې وزیران یرغمل کړي

له کابل څخه تازه راپورونه وايي چې د روښنايي د غورځنګ په ننۍ مظاهرو کې شویو درې ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه یو شپیته کسان وژلي او ۲۰۷ نور یې ټپیان کړي دي .

 

ولسمشر اشرف غني یکشنبې ملي ماتم اعلان کړ 

د کابل روغتونونو له خلکو غوښتي چې د ټپیانو لپاره دې وینه راټوله کړي .

بي بي سي فارسي ددې ادارې د پخواني کارکونکې داود ناجي له خولې چې اوس د روښنايي د غورځنګ له مشرانو څخه دی ادعا کړې چې د دوی په ننۍ مظاهره کې چاودنې شوې او ځان وژونکي بریدونه نه دي . دوی له حکومته غوښتي چې توضیحات دې ورکړي .

افغان طالبانو دا بریدونه غندلي او په کې یې هر ډول لاس لرل رد کړي .

خو د اسلامي دولت د وسلوالې ( داعش ) اړوند خبري اژانس ددې بریدونو مسولیت منلی او هغه یې د خپلو بریدګرو ځانمرکې بریدونه بللي .

د اعماق خبري اژانس چې د داعش اړوند رسنۍ ده وايي:
”د دوی دوه وسلوالو په کابل په مظاهرو کې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد چوولې دي . “

چاودنې په داسې حال کې شوي چې معترضینو مظاهره پای ته رسوله او په سیمه کې یې غوښتل د اعتراضي ناستو خیمې ودروي .

یو عیني شاهد بي بي سي فارسي ته ویلي چې د درې چاودنو غږونه یې اوریدلې چې د یو بل سره په کمه فاصله کې وشوې . د چاودنو پر مهال د ډزو غږونه هم اوریدل شوي دي .

 

درې وزیران یرغمل شوي

اخوا په بامیانو کې یو شمیر اعتراض کونکو چې ځانونه مدني فعالان بولي ، په دې ولایت کې د افغانستان د کابینې درې وزیران چې بامیانو ته په یو سفر تللي و برمته کړي او کابل ته د ستنیدو اجازه نه ورکوي . په دې کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز، د لوړو زدکړو وزیره فریده مومند ، او د کلیو د پراختیا وزیر نصیر احمد درانی شامل دي .

افغان ولسمشر اشرف غني په خپل لومړني عکس العمل کې دا چاودنې غندلي اواړوند چارواکو ته یې امر کړی چې د قربانیانو په مرسته او د ټپیانو به درملنه کې پراخې هڅې وکړي . د ولسمشر له دفتره په یوې خبرې شوې خبرپاڼې کې په دې اړه ویل شوي:

” برگزاری راه پیمایی مسالمت‌آمیز حق هر شهروند افغانستان است و حکومت تمام تلاش‌ها را به خاطر تأمین امنیت مظاهره کنندگان به خرج می دهد، اما تروریستان فرصت طلب امروز در بین احتجاج‌کنندگان داخل شده و انفجاراتی را انجام دادند که منجر به شهادت و مجروح شدن شماری از شهروندان به شمول تعدادی از نیروهای امنیتی و دفاعی کشور گردید.“

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ، د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر او ګڼو نور چارواکو تر پېښې سمدستي وروسته به جلا جلا اعلامیو کې د کابل ننۍ چاودنې غندلې دي .

د روښنايي د غورځنګ په دې مظاهرو کې چاودنې په داسې حال کې کیږي چې د کابل امینتي چارواکو د مظاهره چیانو د امنیت لپاره نن د کابل ګڼې لارې تړلې وې او کلک امنیتي تدابیر یې نیولي وو .

مظاهرې د څه لپاره؟
د روښنايي غورځنګ په داسې حال کې چې ددې غورځنګ یو شمیر متحدین ترې وتلي او غورځنګ یې د پردیو لپاره په کارکولو تورن کړی ، له څه مودې راهیسې غوښتنه کوي چې له ترکمنستان څخه دې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزې د سالنګ پر ځای له بامیانو تیر شي . د دولت د یو څیړونکي کمیسون له څیړنې او هغې ژمنې وروسته چې بامیانو ته به ددې مزې له رسیدو مخکې درې نیم سوه میګا واټه برېښنا ورسوي ، ددې غورځنګ د غړیو شمیر کم شو خو لا هم د احمد بهزاد او ځینو نورو په مشرۍ دا غورځنګ لا هم اعتراضونو ته دوام ورکوي .

بهرني جاسوسان

 

د خلکو د اعتماد ګوند مشر محمد امین محمدي وايي چې د روښنايۍ په غورځنګ کې بهرني جاسوسان دي او د اعتراضونو له لارې غواړي په هېواد کې ستونزې پیدا کړي.
د خلکو د اعتماد ګوند مشر محمد امین محمدي وايي چې د روښنايۍ په غورځنګ کې بهرني جاسوسان دي او د اعتراضونو له لارې غواړي په هېواد کې ستونزې پیدا کړي.

د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش او د اجراییه ریس مرستیال محمد محقق چې په حکومت د هزاره ټبرو استازي دي ، له اعتراض کونکو غوښتي چې د دوی غږ اوریدلی شوی او مظاهرې دې پای ته ورسوي .

خپله د همدې غورځنګ یو پخواني متحد د خلکو د اعتماد ګوند پرون تر دې مظاهرې مخکې له دې غورځنګ سره پریکون اعلان کړل او د غورځنګ مشران یې بهرني جاسوسان وبلل.

د دې ګوند مشر محمد امین محمدي وايي چې د روښنايۍ په غورځنګ کې بهرني جاسوسان دي او د اعتراضونو له لارې غواړي په هېواد کې ستونزې پیدا کړي. محمدي وویل:

“عدالت غوښتنه په دې معنا نه ده چې موږ لسګونه زره کسان سړکونو ته راوباسو او د دوی له پاکو احساساتو استفاده وکړو او ورته بد لوری ورکړو، د روښنايي په غورځنګ کې داسې کسان دي چې بهرني جاسوسان دي په پردیو خرڅ شوي دي او غواړي له دې لارې خپل شوم اهداف تر سره او بیا له بېلابېلو هېوادونو امتیازات واخلي.”

په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال هم تر ننۍ مظاهرې مخکې ویلي وو :

” هغه کسان چی د ټوټپ د پروژې د پوره سپیناوي او همدارنګه د هیواد مرکزي سیمو ته د حکومت د بریښنا د غزولو د ژمنې وروسته بیا هم په اوسنیو حساسو شرایطو کې د هیواد د پلازمینې امن او د عامو وګړو کاروبار د ننګونو سره مخ کوي نه یوازې ملي بلکې د خپل قوم ګټو ته هم ژمن نه دي. دوئ په وضاحت سره بهرني ساز ته نڅیږي.“

 حکومت له مخه خبرداری ورکړی چې که په داسې مظاهرو کې ناوړه پېښې رامنځ ته شي مسول به یې د احمد بهزاد په شمول څو تنه وي .

حکومت له مخه خبرداری ورکړی چې که په داسې مظاهرو کې ناوړه پېښې رامنځ ته شي مسول به یې د احمد بهزاد په شمول څو تنه وي .

افغان امنیتي چارواکو ددې غورځنګ د لومړی مظاهرې پر مهال د مظاهرو د تنظیمونکو مشرانو یو لیست خپور کړی و او د هر ډول ناوړه پېښې په صورت کې یې د احمد بهزاد او لطیف پدرام په شمول دا مشران مسول بللي وو .