%d8%b2%db%8c%d8%a7%d8%b1%d8%aa%da%af%d8%a7%d9%87_%d8%b3%d8%ae%db%8c_%d8%af%d8%b1_%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84

کابل کې د عاشورا پر مراسمو برید شوی

بي بي سي پښتو : د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش بي بي سي ته ويلي، چې د کابل ښار په سخي زيارت کې د عاشورا مراسمو پر مهال بريد شوی دی.

نوموړی وايي څو تنه بريدګر دغه زيارت ته ننوتلي او د عاشورا پر وير کوونکو يې ډزې کړې دي.

د ښاغلي دانش په وينا د چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی خو تراوسه نه ده روښانه چې دا ځانمرګی بريد و که بمي چاودنه.

تراوسه په دغه پېښه کې د مرګژوبلې په اړه کره معلومات نشته.

عيني شاهدانو ځايي رسنيو ته ويلي چې درې بريدګر د ويرکوونکو منځ ته ننوتلي او ډزې يې پرې کړې دي. د دوی په وينا ځينې يې يرغمل کړي هم دي.

کارته سخي ته ټولې غځېدلې لارې تړل شوې او خلک د پېښې له ځايه د تښتې په حال کې دي.

امنيتي کسانو د پېښې سيمه کلابنده کړې.

دغه خبر لږ وروسته بشپړ کېږي.