HT_american_university_of_afghanistan_jt_160807_16x9_608

کابل کې دوه بهرني استادان تښتول شوي

راپورونه وايي چې په کابل کې د پوهنتون دوه بهرني استادان ناڅرګندو وسلوالو تښتولي دي .

په برمته شویو د پوهنتون استادانو کې یو امریکايي او بل استرالیايي ښودل شوی دی .

ویل کیږي نامعلومو وسلوالو کسانو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یونیفورم یې په تن و ، د یکشنبې په ورځ ماښام د اتو نیمو بجو شا او خوا کې یې دا استادان په کابل کې یرغمل کړي دي .

د کابل د پولیسو چارواکو رسنیو ته ویلي چې ددې دوو بهرنیو د موندنې لپاره یې هڅې پیل کړي دي .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې دوی په کابل کې د یو امریکايي تبعه له برمته کیدو خبر دی .
ویل کیږي چې دا دواړه برمته شوي د په کابل کې د امریکايي پوهنتون استادان وو.

تر اوسه کومې ډلې ددې دوو کسانو د برمته کولو مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی دی .

په کابل کې بهرني استادان په داسې حال کې برمته کیږي چې په دې ښار کې خپله د افغانانو د برمته کونکې او تښتونې پېښې هم زیاتې شوي دي .