12698251_182932832073183_6908452745348096718_o

کابل پولیس : بهرني اتباع دې یا ساتونکي وګماري یا دې بهر نه راوځي

د کابل پولیسو دغلته له میشتو بهرنیانو څخه غوښتي چې یا دې ساتونکي وګماري او یا دې له خپلو ودانیو بهر نه راوځي .
رویټرز خبري اژانس د کابل د پولیسو د یو چارواکي فریدون عبیدي له خولې وايي، په کابل بهرني اتباع او د دوی دفترونه د ترهګرو له خوا د بریدونو او د مافیايي ډلو له خوا د تښتونو هدف دي .
کابل پولیس وايي که چیرې بهرنیانو سره ساتونکي و اوسي نو دا ګواښ تر ډیره کمیدلی شي .
کابل پولیس په دې ښار کې میشتو بهرنیانو ته د خوندیتوب دا خبرداری په داسې حال کې ورکوي چې تیره اونۍ ددې ښار په یوې نسبتا امنه سیمه کې یوه هندۍ میرمنه چې د اغا خان له فاونډیشن سره یې کار کوه د ناڅرګندو کسانو له خوا وتښتول شوه .
د جودیټ ډی سوزا برخلیک لا هم څرګند نه دي خو وړمه ورځ د کابل د پولیسو یو چارواکي وویل ، د نوموړې د بیرته ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې روانې او کله چې پایلې ته ورسیږي نو له رسنیو سره به یې شریکې کړي .
ددې هندۍ میرمنې له تښتول کیدو وروسته په کابل کې د بهرنیانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې او د کابل پولیسو له بهرنیانو وغوښتل چې د خپل مصونیت لپاره دې له خپلو دفترونو د بهر نه وتلو او یا د ساتونکو د ګمارلو سربیره یو لړ تدابیر عملي کړي .
رویټرز خبري اژانس د کورنیو چارو د وزارت د ویاند له قوله وايي چې دا وزارت په دې پریکړه کې لاس نه لري او د کابل له پولیسو به هم وغواړي چې خپل امنیتي تکتیک بدل کړي .
څه موده مخکې ننګرهار کې هم یوه بهرنۍ میرمن وتښتول شوه چې لا یې هم برخلیک څرګند نه دی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.