ښه به یې شل کړې! – ازمون

ازمون : د وزارت پرمهال ورسره درې زرې موټرې وې، کله چې له وزارته لرې شو، مال غنیمت یې وګڼلې، نه یې تسلیمولې، لکه له کوره یې راوړې وې!؟

دلته دا دود دی او ددې دود خښته هم دغو ښاغلو ایښې وه. دا لا ګوره! بیا پر کومه لاره د سیاسي مصلحتونو پر وره واکمنۍ ته راننوت، ستر سلاکار شو، بیا یې مصونیت ترلاسه کړ. دا ډېر دي.

د هغو درېیو موټرو حساب خو پرېږده، د دوو نورو زرې موټرو وړاندیز یې هم وکړ، وړاندیز هم په سره سترګه و. یو بل عملاً د نظام پر وړاندې خوله راپرانیستې، خوري څښي د نظام ، خو پر وړاندې یې بیا دېوالونه جوړوي، هغه بیا په پینځو کې ګرځي، په یوه زرې یې چاره نه کېږي. دې بل هم سیالۍ ته ملا تړلې ده. چې هغه ګرځي، دی له چا څه کم دی، دی هم د تېر نظام هغه د مجاهدینو په ژبه بقایا و، دواړه د یوې سوړې ماران وو، ددوی فکر و ذکر ټول په زرېیو کې دی، دوی ته هرڅه پیدا کېږي، مشر هم ورسره جینګداړی کوي، تر څرخکو یې ددوی په مخ کې ودرولي دي، یوه نه دوې، له دې ځایه والوزي، هلته ورته هرڅوک لاس په نامه ولاړ وي، بیا نو پر همدې ځای بېرته راولګي.

ښه ته دا ګوره موږ د یو علمي سیمینار لپاره وړاندیز وکړ، وړاندیز مو د څه و؟ که د بهرنیو مېلمنو لپاره یوه وسیله برابره شي، چې د سیمینار ځای ته یې راولېږدوي، پوهېږئ راته څه ولیکل شول؟

په سږنۍ بودیجه کې ورته پیسې نه شته.

زموږ وړاندیز د وسیلې و، نه د پیسې، اخوا بیا ولسمشر خوله راپرانیستې او شکایت کوي چې: وزارتونو یې دېرش سلنه بودیجه هم نه ده لګولې.

دی په پیسو کې پټ دی، لګولی یې نه شي، ځکه چې کوم فکر او طرحه ورسره نه شته، رښتیا هم چې کار اهل د کار ته سپارل شوی دی او دا هم ولسمشر سپارلی دی.

یو زرې غواړي، هغه ته د سیاسي مصلحت او جوړجاړي لپاره له جینګداړي سره سره پیسې شته.

بل لورته وزارتونو سره پیسې شته، خو لګولی یې نه شي.

ته بیا موږ ګوره، د کار لپاره د یوې وسیلې غوښتنه کوو، چې یوازې شل تنه مېلمانه لیکوال له یوه ځایه بل ځای ته ولېږدوي، هغه ته په سږنۍ بودیجه کې څه نه شته.

موټر مو نه اخیست، دلته موټرې په ودرېدو زړې شوې، هغه د یو کلیوال ټوکه یې رایاده کړه چې د هندو رخت پلورنځي ته راغلی و، اریان دریان ورته ولاړ و، ویلي یې وو:

(( دلته په هټۍ کې رخت نه ځایېږي او هلته ابۍ لوڅه ناسته ده، ښه به یې شل کړې. ))