14590276_352873835045132_4900943324890392359_n

ژوند داسې وژغورئ

ډېر وخت د خپل تېر وخت ازماينو ته فکر کوم، د ماشومتوب لومړی امتحان چې ورسره مخ شوم، ډېر سخت او بې‌انصافه امتحان و.
هغه امتحان چې د يو نادان او بې‌دفاع ماشوم په تېروتنو به د يوه لوستي استاد د پوهې په رڼا کې قضاوت کېده.

داسې امتحان چې زما په سمو خبرو به تله تېره شوه، خو په بديو به مې زما په اړه پرېکړه کېده.
که به مې لسګونه پاڼې تورې کړې وې، هم به معلم صاحب غلی او بې‌پروا پرې تېر شو، مګر که به کوچنکه تېروتنه مخ ته ورغله، سور قلم به يې پرې کش کړ، له دې سره به نو درستو جملو هم د نادرستو پېښې کولې.
زما د سمو جملو په منځ کې به د متن غلطې جملې له ورايه ښکارېدې او هر چا ته به يې زما د ناداني کيسه تېروله.

نور نو دا خبره ما ته عادي شوې وه، زه پوه شوم چې زما لاس ته راوړنې او وړتياوې خاص تول نه لري، بلکې زما ناتوانۍ او کمزورۍ زما برخليک ټاکي.
کلونه تېر شوي، خو اوس زه هم د خپل کشر ورور پر وړاندې هماغه استاد يم، تر دې چې تر هغه هم بدتر قاضي را نه جوړ دی.
ان دومره د هغه پر تېروتنو تبصرو ته ادامه ورکوم چې نږدې ده تر هغه يوه دايره راوګرځوم او ټول يې چليپا کړم.

نه پوهېږم د هماغه استاد قضاوتونو پر ما څه وکړل چې اوس تر پاڼه پاڼه مهرباني او معرفت بې‌پروا ګامونه اړوم، مينه شا ته پرېږدم او زه وړاندې ځم.
زه ولې داسې شوم چې د خلکو تېروتنې هغوی ته لکه سرې اشارې ورښيم او ورته ثابتوم، هغه چې نه پوهېږي، يوازې ته يې.

کاشکې زما معلم ما ته تر ليکلو يو مهم شی راښوولی وای.
نن سبا هڅه کوم چې د چا تر غلطيو سره کړۍ تاو نه کړم.
هو! زه اوس د دې کوښښ کوم چې د خلکو خوبۍ کرښه کرښه ولولم، په منډه ترې تېر نه شم، هره پاڼه يې ټکی ټکی وګورم.

اوس مې زوی داسې روزم چې ما غوندې نه‌شي، زما ټوله هڅه دا ده چې استثنا او اصل سره بېل کړم، دا چې زموږ د ژوند سطحې ته استثنا د اصل پر ځای راپورته کېږي، ټراجيډي ده.
د ژوند ژغورل همدا دي.