hi-david-thomson

ډيويډ تامسون د رويترز رسنيزې ادارې مشر د کاناډا تر ټولو شتمن کس

ډيويډ تامسون د رويترز رسنيزې ادارې مشر دى چې د فوربس (٢٠١۵) کال د شمېرو له مخې د ۳۷ميليارد ډالرو په درلودو په کاناډا کې لومړى او په نړۍ ۱۷ کې لوى شتمن دى.

ټامسون له دې مخکې د فوربس (٢٠١٢)کال شمېرو له مخې د ١٧.٥ميليارد ډالرو په درلودو په نړۍ کې ٣٥ لوى شتمن و.

نوموړى د ١٩٥٧د جون په ١٢په کاناډا کې زيږيدلى. پلار يې کنت ټامسون هم د کار او بار په نړۍ کې يوه پيژندل شوې څېره وه، چې په ٢٠٠٦ کال کې د خپل مرګ پر مهال د ١٧.٩ميليارد ډالرو سره په کاناډا کې لومړى او نړۍ کې نهم لوى شتمن و.

د ټامسون خور تيلور ټامسون يو هنرمنده او ورور يې پيټرټامسون د رالي د مسابقاتو چلونکى دى.

ډيويډ ټامسون لومړى د کاناډا اپر کالج ته ولاړ، وروسته يې د کمبريج پوهنتون د سلوين له کالج نه لسانس او په تاريخ کې ماسټري تر لاسه کړه.

د ډيويډ نيکه روى ټامسون يوه کاناډايي مبتکر و چې د رسنيو او ورځپاڼې په څانګه کې يې کار کاوه. هغه د لومړۍ يې نړيوالې جګړې په ترڅ کې د سوداګرۍ کالج ته ولاړ، وروسته له جګړې يې بېلابېلو بوختياوو لکه دهقانۍ او د راديو ګانو خرڅولو ته مخه کړه. نوموړى چې لا له پخوا يې له رسنيو سره مينه درلوده هيله يې دا وه چې په دې برخه کې کار وکړي. لومړى يې له ځان سره فکر وکړ چې کومه داسې سيمه ده چې هغه په کې رسنيزې فعاليتونه پيل کړي او ښه ګټه ور ته وکړي. ده وليدل چې دا سيمه د شمالي اونتاريو ايالت دى. بالاخره يې هلته يوه راديو جوړه کړه.

خپلو رسنيزو پرمختګونو ته يې ادامه ور کړه په ١٩٣٤کې يې د ټامينز ډيلي پرس په نوم د ورځپاڼې يو کمپنۍ وپېرله.
د روى پلار او نيکه اصلا د بريتانيې دي چې کاناډا ته کوچيدلي دي، له همدې امله روى د کاناډا په نوم ورځپاڼه په برېتانيا کې خپره کړه.

په ١٩٥٧ کې يې خپل فعاليتونه نور هم وغزول او په اسکاټلنډ کې يې يو سوداګريزتلويزيون پرانيست. په ١٩٥٩ کې د کمرلي په نوم د برېتانيا د ورځپاڼې تر ټولو ستر شرکت چې د سنډي ټايمز په نوم يې يوه ورځپاڼه هم لرله و پيرله. په دې توګه د ټامسون کمپنۍ د هغه په رهبرۍ د رسنيو په يوه داسې امپراطورۍ واوښت چې په کاناډا،امريکا او برېتانيا کې يې له ٢٠٠زياتې ورځپاڼې چلولې.

وروسته يې له روى نه شرکت د هغه زوى کنت ټامسون ته پاتې شو، چې بالاخره يې په ٢٠٠٢ کې هغه خپل زوى ډيويډ ټامسون ته پرېښود.

ډيويډ په ٢٠٠٢ کې د ټامسون د کمپنى ريس وو؛ خو د رويټرز د کمپنۍ له اخيستلو وروسته د رويټرز ټامسون کمپنۍ ريس شو.

د رويترز ټامسون کمپنۍ د اطلاعاتو او رسنيو په برخه کې فعاليت کوي چې د رويټرز او ټامسون د کمپنيو له يوځاى کېدو رامنځته شوې ده.

د کمپنۍ مرکزي دفتر د امريکا په نيويارک سيټي کې دى، چې عايدات يې د ٥٥٠٠٠ زره کارکونکو په لرلو سره د نړۍ په ١٠٠هېوادونو کې فعاليت لري او په ٢٠٠٩ کال کې يې پانګه ١٢.٩ميليارد دالره اټکل شوې وه.

همدارنګه ډيويډ ته په کاناډا کې د (بي) د کړيزو پلورنځيو د مديريت چارې هم ور دې غاړي دي.

ډيويډ اوسمهال له خپلې مېرمنې بيل شوى، درې زامن لري او د کاناډا په تورنتو کې اوسي.