13119017_10154137595787920_8582201384849115559_n

ډاکټر صیب زاخېلوال ته!

ډاکټرصیب! د تورخم د دروازې په اړه مې د ټولنیزو رسنیو پښتنو کاروونکو ته ستاسې غبرګون ولوست، ماته جالبه دا وه چې په لومړي ځل مې د یوه ډیپلومات احساساتي جملې ولوستې.‌ دا کوم “فسیبوکي زمریان” چې ستاسې په اصطلاح “هوا په کاڼو ولي” دا د هغه ولس برخه ده چې یوه پېړۍ یې دولتونه د پښتون وجود بېلولو ته پرېنښودل. که د همدې چیغو وېره نه وای دولتونو به وخته دا کرغېړنه کرښه رسماً‌ د نړیوالو پر وړاندې منلی وای.‌

ډاکټر صیب! که د سنګر خبره وي، زه او ته دواړه په سنګر کې نه یو. په سنګر کې زما ورور،‌ زما خپلوان، زما ملګری جنګېږي، چې درد یې تر هغه د مخه زه هم احساسوم.‌ په جګړه ییزو حالاتو کې ټول خلک جنګ نه کوي، څوک به ستاسې په څېر ډیپلوماسي کوي،‌ څوک به دملي‌ منافعو سره سم تبلیغات کوي او څوک به په تاوده جنګ کې دښمن ته لکه سپر ولاړ وي.

د دروازې د لس متره وړاندې یا وروسته ایښودلو فیصله دې شخصاً ماته کوم اهمیت نه لري، ځکه دروازه، دروازه ده که یې په صفري‌ نقطه کې ږدي او که لس متره شاته.‌ له تورخمه تر اټکه سلګونه دروازې دي، ماته مهمه داده چې په تورخم کې دروازه دیوې ستراتیژۍ له مخې ایښودل کېږي او همدا یې لامل و چې د افغانستان د دولت حساسیت یې هم راوپاروه.‌ که د پنځو یا لس مترو د منلو یا نه منلو خبره وای ما د خوشال،‌ ګل محمد لغماني‌ او هغه بل شهید لس ورځې ژوند هم په لس متره خاوره نه ورکاوه. چې تر اټکه ځمکه یې تر خېټې لاندې کړې دا لس متره نور هم ورپسې، یو وخت به مو حساب و کتاب ورسره کړی و.

ولس وایي له پاکستان سره باید تر هغه وخته اوربند نه وای شوې چې امریکا او د نړۍ ځواکمن هېوادونه یې حل ته را دانګلي‌ واي.‌ زه په دې هم پوهېږم چې په جنګ کې زموږ زیان ښایي تر هغوی زیات وای، خو دومره به نه وای لکه هره ورځ‌ چې پنځوس پولیس او همدومره ملي‌ اردو ژوند له لاسه ورکوي.‌

زه تاسو ته ډاډ درکوم چې امریکا د خپلو ستراتیژیکومرکزونو لپاره هم دغسې یو جنګ نه شي زغملی، ځکه دغسې یوه ګډوډي بیا د امریکې ټوله خواري‌ په اوبو لاهو کوي.

ددغې درې ورځې جګړې د راتلونکو زیانونو په اړه یو کتاب لیکل کېدای شي، خو هغه پښتو لنډۍ ده:‌

چې څه دې وکړل ښه دې وکړل…..

یوه تبصره

  1. شمسزى ښکلى موليکلى خوحيران ديته يم دادشخصى امتيازاتوډيپلماسى به ترڅه وخته دوى وساتى هغه دپښتومتل دى واى(غرکه هرڅومره لوړشى په سرلارلرى)يووخت خوبه دحساب پرکرښه وموندل شى(لعنت پرداسى بى رحمه ډيپلوماتانو)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.