13418886_1053782154671603_4641311078933505062_n

چې څه غواړې پرې واوړې

بمونه او انفجارونه مو تر جوماتونو را ورسیدل، ماشومان او بي دفاع سپین ږیري او عبادت کوونکي یې راته په وینو ولمبول، خو موږ لا هم لګیا یو هر ځای کې وایو چې جهاد به تر قیامته روان وي.
لا هم تلفونونو کې جهادي ترانې په خورا شوق ساتو، په هوټلونو، موټرو او بازارونو کې یې غږوو.
پخوا به چې زموږ او تاسو کلي کې یو کس ووژل شو، ترمیاشتو او کلونو به چا واده نه کاوه، خوشالي به یې نه کوله، اوس چې لسګونه کسان ووژل شي وایو ځه شهیدان شول، جنت یې ځای شو، خدای وبښل، نور نه ویر وي نه غم وي.

حتا څوک چې ژاړي هغه ته وايو چې مه ژاړه شهادت یې خرابېږي. د جهاد او شهادت شوق موږ دومره بې حسه کړي یو چې اوس حتا د خپل نږدې عزیز په وژل کېدو هم چورت نه خرابوو، ځکه ملا صاحب راته ویلي دي چې دا کس به اویا نور نږدې عزیزان ځان سره جنت ته بیايي.

پښتو کې یو متل دی وايي چې څه غواړي پرې اوړې. موږ همدا جهاد، شهادت، جنت، حوري او غلمان زړه او ذهن کې اړو را اړو ځکه خو پرې اوړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.