یو پاکستانی کارګر د کابل په یو فابریکي چې افغان ملي اردو او پولیسو ته بوټان جوړوي .
یو پاکستانی کارګر د کابل په یو فابریکي چې افغان ملي اردو او پولیسو ته بوټان جوړوي .

چې تجربه نه وي کار نه شته، چې کار نه وي تجربه له کومه شي

زموږ ادارې ولې ظرفیتونه نه روزي؟
د افغانستان په اکثریت چاپخونو کې په کار بوخت کارکوونکي د پاکستان وګړي دي.

په ټلویزیونونو کې د ان ایر، لایف خپرونو، لایف دستګاه، نیټ ورک په برخه کې هندي او ایراني کارکوونکي بوخت دي. زموږ یو ټلویزیون د کورني کرکټ سیالي په ژوندي ډول د پاکستان د جیو سوپر د کارکوونکو په مرسته خپروي، خو د بل هغه بیا ایرانیان او د بل هغه هندوان پرمخ وړي. په داسې حال کې، چې د هغوی په چارو کې هم له مسلکي اړخه ګڼې نیمګړتیاوې دي.

زموږ په اکثریت ادارو کې سلاکاران بهرنیان دي او د بودجې یوه ستره برخه د دوی په معاشونو او امتیازاتو کې ځي.

له ځانه پوښتم، چې موږ ولې لا هم په بهرنیو ظرفیتونو او وارداتو متکي یو؟

که د چاپخونې مسئول د پنځو پاکستانیانو ترڅنګ درى افغانان د داوطلب کسانو په توګه، یا په کم معاش په دنده وګوماري، په شپږو میاشتو کې مسلکي حرفه يي کس ترې جوړیږي.

که د ټلویزیون په لایف دستګاه، ان ایر، سټوډیوګانو، لایټنګ او نورو برخو کې یو یو تن افغان داوطلب، یا په کم معاش کس وګومارل شي، زموږ شرکت او کمپنۍ په پنځو کلونو کې په خپلو افغان کارکوونکو په پښو دریږي.

د افغانستان حکومت ولې دې مسالې ته متوجه نه دی؟

دا خورا جدي او حیاتي مسئله ده. که زموږ د شرکتونو، تولیدي کمپنیو، ادارو او موسساتو اتکا پر بهرنیو ظرفیتونو او سلاکارانو وي، په یوه پېړۍ کې هم موږ په خپلو پښو نه شو درېدای.

دا لکه وارداتي توکي، چې یوازې مصرفیږي او ګټه یې څو خاصو جیبونو ته لویږي، پر اقتصاد هومره مثبته اغېزه نه شیندي، خو که موږ خپله تولید ولرو، زموږ ګڼ بېکاره زلمیان په کې بوختیږي.

که په فابریکو کې موږ خپله کسان و روزو نه یوازې دا، چې د بهرنیو کارکوونکو له ګومارنې بې غمه کیږو، په کور دننه خلکو ته د کارموندنې لامل ګرځو. پردی کارګر هره شیبه له لاسه ورکوﺉ، خو خپل کارګر مو خپل دی.

زه څو داسې کسان پېژنم، چې په یوه اداره کې یې د داوطلب کسانو په توګه کار کاوه. په سر کې، چا د دوو توتو ارزښت نه ورکاوه، خو په شپږو میاشتو کې یې ځانونه داسې ځای ته ورسول، چې هر یو یې اوس د مدیریت وړتیا لري.

یو وخت د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز داوطلبان نیول. هغوی ته یې ټاکلی معاش ورکاوه او درې او څلور میاشتې یې په بېلابېلو څانګو کې کارونه پرې کول. زه ددغو داوطلبانو اکثریت برخه پېژنم، په خپلو چارو کې هومره ګړندي شول، چې رسمي مامورینو یې پر وړاندې غبرګون ښوده. هغوی د زده کړې په حالت کې وو او په دې لټه کې وو، چې څنګه ځانونه ورسوي. په څلورو پنځو څانګو کې یې دوراني کار کاوه.

یوه میاشت د بشري سرچینو په برخه کې، یوه میاشت په پلان او منجمنټ کې، یوه میاشت په عامه پوهاوي او خبریالۍ کې، یوه میاشت د اړیکو او ارتباطاتو په څانګه کې او دغسې په مالي او اداري برخو کې. دې چارې د هغوی وړتیاوې پخې کړې، هغوی، چې اوس د رسنیو له مرکزه تللي په نورو ادارو کې خورا ښه پوسټونه لري، ځکه پر خپل اصلي مسلک سربېره یې د یوې ادارې په ګردو اړوندو څانګو کې تجربه ترلاسه کړې ده.

زموږ هره رسنۍ، هر شرکت او کمپنۍ، موسسه او نور دفاتر که د داوطالبانو ( Internship) دا ډول ستراتیژي پرمخ بوځي، زه فکر نه کوم، چې په افغانستان کې کومه اداره د کورنيو افغان بشري ظرفیتونو له کمي سره مخ شي.

په دې توګه موږ نه یوازې دا، چې خپله ټولنه په خپلو مټو ابادوو، په ټولنه کې د نورو پر اوږو بار هم کموو.

یو معیوب، شل او ګوډ، په سترګو او غوږونو معلول او معیوب طبعا د ټولنې او کورنیو پر اوږو بار دي. که چېرې د هغوی د بوختونې لپاره وړ لارې چارې ولټول شي، وړ او مناسبې کاري زمینې ورته برابرې شي، زه فکر کوم د ټولنې ډېرې ستونزې به ورسره اوارې شي.

د ممیزو په فابریکه کې په پښو هر معلول کس ښه کارکولای شي، ځکه دلته د کار لپاره لاسونو او بینایي ته اړتیا ده. د ګلانو په پالنځي کې په غوږونو او خوله معیوب او معلول کسان د کار جوګه دي.

دغسې که موږ د هر کس لپاره د هغه د وړتیاوو مطابق ځای وګورو، د کار زمینې ورته برابرې کړو او د روزنې فکر یې را سره وي، په ټولنه کې به کافي ظرفیتونه رامنځته شي.