see-and-do-mini-afghanistan2

چای، تر ټولو ارزانه مېلمه پالنه

چای د افغانستان په څېرو هېوادونو لپاره، چې له اوبو پرته نور ټول مشروبات یې وارداتي دي، د غیر الکوالي مشروباتو تر ټولو ارزانه څښاک دی.

د یوې څیړنې له مخې، د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د چایو کښت پایله ورکړې او که دغه بوټي په ټول هېواد کې دود شي، په کور دننه به د چایو تولید زموږ ډېرې ستونزې اوارې کړي.

په افغانستان، پاکستان، ایران او یو شمېر نورو هېوادونو کې د میلمه پالنې دود ډېری په چایو ترسره کیږي. افغانی چای تر پاکستاني هغه ارزانه دی، ځکه هلته شودې ور اچول کیږي، خو دلته یوازې د چای پاڼې او شیریني. عرب، په ځانګړې توګه مصریان نعناع ور اچوي او اذربایجان کې بیا نارنج او لیمو پکې ګډیږي.

دغسې هر هېواد د خپل فرهنګ په اډانه کې چای جوړوي.

په افغانستان کې له نورو مشروباتو د کمې استفادې یا نه ترویج له امله، ډېری اتکا پر چایو کیږي.

له شاوخوا ۲۸ میلیونه تنه نفوس نه که د ورځې د لس میلیونه وګړو سړي سر لس پیالې چای په پام کې ونیول شي، د ورځې ۱۰۰ میلیونه پیالې چای مصرفیږي. په دې اټکل سره افغانستان په کال کې سړي سر له دوو تر دریو کیلوګرامو پورې چای مصرفوي.

دمګړۍ په نړۍ کې تر ټولو ډېر چای په ایرلنډ کې مصرفیږي، چې سړي سر کلنی لګښت یې دوه عشاریه ۷۱ کیلو ګرامه دی.

سره له دې، چې چای دافغانستان په څېر بېوزله هېواد کې د نورو مشروباتو او ګرانې غذا ښه بدیل دی، خو په مېلمه پالنه او کوربه توب دواړو کې یې باید وخت او امکانات په پام کې ونیول شي. له چای سره د چای پاڼې، بوره، شیریني، ګرمول او تیارول ټول تړلي دي او دا هرڅه په ټولو دفترونو کې ستونزمن او جنجالي کار دی.

ابله ورځ په کابل کې خپل یوه استاد ته د څه کار لپاره ورغلی وم. بیچاره په خپله چای را دم کړ، پیالې یې ومینځلې او کیک او بسکیټ یې پر وړاندې راته کېښودل. زه په دې کار ډېر خجالت شوم، ځکه د استاد وخت مې ورضایع کړ، خو دا اوس یو دود دی او بې چایو د مېلمه رخصتول هم ننګ بولي.

په پېښور کې زه په یوه دفتر کې په کار بوخت وم. د ورځې څلور او پنځه تنه مېلمانه راتلل او ټولو ته مې د شودو چای راغوښت. زما ټول معاش درې زره کلدارې و او هره ورځ مې په اوسط ډول پر چایو دیرش کلدارې مصرفیدې، چې په میاشت کې ۹۰۰ کلدارې کېدې. زما د معاش درېیمه برخه د مېلمنو پر چایو لګېده.

په موږ کې اوس دا یو عادت ګرځېدلی، چې د چا دفتر ته ورځو، د چایو تمه ترې خامخا لرو، خو دې ته پام نه کوو، چې کارکوونکی په دغه دفتر کې څومره امکانات لري، چې پر تاسې چای وڅښي. یو شمېر دفترونه له چایو ډک ترمازونه لري، دلته هومره تکلیف نشته، خو په یو شمېر نورو دفترونو، یا هم دوکان، غرفه او… کې دا سهولت نه وي. هلته چې چای اېښودل کیږي، پیسې او وخت دواړه پکې ضایع کیږي. زما دا عادت دی، چې هر چېرې ځم، په چایو څوک نه زحمت کوم. وایم: (( همدا اوس، چې راتلم ومې څيښ. په عذابوي مې)).

زموږ له کور سره نږدې یو نايي دی. ملګري یې، چې راځي، چای، شودې، مالايي هرڅه پرې راغواړي. دا بیوزله له شرمه غږ نه کوي، خو د ورځې یې شاوخوا ۷۰ افغانۍ په همدې څیزونو مصرفیږي. ابله ورځ یې راته وویل، چې له سپین سترګو مېلمنو نور تر دوو سپږمو راغلی، ځکه د بچیانو او کور پالنه ترې پاتې ده او ټولې پیسې باید دلته پر ملګرو ولګوي. له ننګرهاره یې، چې هر ملګری راځي، شپه، چای او ډوډۍ یې پر ده وي. کله کله خو ترې په ټلیفون زنګونه هم وهي.

زه کله هم دا سپارښتنه نه کوم، چې مېلمه ته چای او ډوډۍ مه ورکوﺉ، یا له نورو چای مه غواړﺉ، خو دا خامخا وایم، چې لومړی د چای او ډوډۍ چمتو کولو امکانات و ارزوﺉ. زه د افغانستان په څېر هېواد کې چای د میلمه پالنې تر ټولو ارزانه او وړ لاره بولم. که په یوه وار څلور میلمانه درشي او هر یوه ته یو یو راني جوس راوغواړﺉ، لږ ترلږه ستاسې ۱۸۰ افغانۍ مصرفیږي، خو که څلور پیالې چای او څو چاکلیټ ورکړﺉ، ستاسې شاوخوا لس افغانۍ مصرف کیږي.

چای تاسې ته یو خوا اقتصادي تمامیږي او بل خوا څیړنې ښيي، چې د شکر، چاغښت او نورو ناروغیو لپاره ګټور هم دی. خو که تاسې پیپسي ورکوﺉ، جوس او نور غیر الکولي مشروبات ور ته را غواړﺉ، ستاسې لګښت څوچنده کیږي او تر څنګ یې روغتیا ته هم دا ډول څښاک مضر دی.

له بده مرغه اوس داسې یو دود عام شوی، چې مېلمه ته له پوښتنې پرته پیپسي، کوک، ډیو او بلابتر اېښودل کیږي. دا نه سنجول کیږي، چې په تشه خېټه د کوک او پیپسي څښل د روغتیا لپاره څومره زیانناک دي؟ ایا دا کس په داسې یوه حالت کې دی، چې پیپسي وڅښلای شي؟ زه خپله د معدې ناروغي لرم، ډېر ځله، چې څوک پیپسي او داسې نور ګازي مشروبات راوړي، د څښاک تاب یې نه لرم، خو له شرمه یې باید وڅښم، ځکه مقابل اړخ یې د میلمه پالنې په دود راوړې او که ویې نه څښم ښايي په زړه کې یې بل څه ور وګرځي، خو له هرځل څښاک وروسته باید یوځل ډاکتر ته هم لاړ شم او له څلور تر پنځو سوو پورې افغانۍ مصرف کړم.

موږ باید دا درک کړو، چې که څوک تش ست کوي هم، د هغه امکانات باید و ارزوو او بیا هو او نه ورته ووایو. دغسې مخکې له دې، چې میلمه مو پوښتلی نه وي، پر وړاندې یې پیپسي، کوک او نور مشروبات کینږدو. دا هم مصرف دی او هم د مېلمه تکلیفول.