Daesh

چارواکي وايي ، په ننګرهار کې د داعش خلاف پراخ عملیات پیلیږي

 

افغان چارواکي وايي، د دفاع وزیر جنرال عبدالله حبیبي د ننګرهار ولایت تللی څو دغلته د داعش پر خلاف د پراخو عملیاتو د پیلولو پر موضوع له ځايي چارواکو سره خبرې وکړي .

د ننګرهار د والي ویاند وايي، جنرال حبیبي نن له ولایتي چارواکو سره د داعش خلاف د پراخو عملیاتو د پیلولو په اړه خبرې کړي دي .

ولایتي چارواکي وايي چې د دفاع وزیر د سیلاب قل اردو کې د ملي اردو د قومندانانو سره هم ددې عملیاتو په اړه غږیدلی دی .

د یادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې ننګرهار ته افغان ولسمشر اشرف غني هم سفر کړی و او هلته یې د سیلاب قل اردو له قومندانانو او سرتیرو غوښتي و چې په ختیځو ولایتونو کې د داعش وسلوالو ځالې له منځه یوسي .

بل خوا په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د داعش د وسلوالو پر ضد په کوټ او اچین کې لا دمخه عملیات روان دي او دغلته د ملي اردو په وروستیو هوايي بریدونو کې د داعش د وسلوالې ډلې پنځوس سرتیري وژل شوي دي .

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ویلي ، دا عملیات په اچین ولسوالۍ کې شوې دي . نوموړې ادعا کړې چې په عملیاتو کې د داعش پنځه دیرش او د طالبانو پنځلس سرتیري وژل شوي دي .

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار چارواکي په پرلپسې توګه په کوټ او اچین کې وسلوالو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعاوې کوي خو ځايي خلک وايي، دوی په سیمه کې ددې عملیاتو اغیزې هسې چې پکار دي نه ویني .

د کوټ او اچین سربیره چې د پولې له اغاړې راوښتي د داعش وسلوال په کې پراخ حضور لري ، د ننګرهار نورې ولسوالۍ هم د طالبانو تر پراخ اغیز لاندې دي او حکومتي ادارې په ګڼو ولسوالیو کې یوازې د ولسوالۍ تر ودانیو محدودې دي .

اوس به ولیدل شي چې هغه پراخ پوځي عملیات چې د دفاع وزیر یې په اړه د ننګرهار د چارواکو سره غږیدلی ، کله پیلیږي او څومره اغیزمن دي .